اشرف غني احمدزی : له طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي
Monday, 02.01.2010, 01:15am (GMT)

 

تاند(دوشنبه/فبروري ۱) د افغانستان د مالیې پخوانی وزیراو مشهور افغان تکنوکرات ډاکتراشرف غني احمدزی وايي چې له وسله والو طالبانو سره د پخلاینې لپاره خبرې اترې دوام لري .

د الجزیرې تلویزیون د راپورله مخې ،داکتراحمدزی چې حاضردمه د واشنګټن د بروکینګزانستیتیوت غړی دی،همداراز وايي چې له طالبانو سره په روانو خبرو کې سعودي عربستان فعال رول لري .

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ وروسته له دې چې ولسمشرکرزي په لندن کې د سعودي عربستان پاچا ته بلنه ورکړه چې د طالبانو او د ده د حکومت ترمنځ په خبرو کې منځګړتوب وکړي ، د سعودي عربستان د بهرنیوچارو وزیر سعود الفیصل وویل ترڅو چې طالبانو د القاعده له ملګرتوبه لاس نه وي اخیستی دا هیواد به له دې ډلې سره تماس ونه نیسي .

خو ډاکتراشرف غني احمدزي الجزیرې تلویزیون ته وویل چې سعودي عربستان او د دغه هیواد پاچا د منځګړتوب په پروسه کې شامل دي .

د ډاکتراشرف غني له دې څرګندونو سره په یووخت راپورونه خپاره شول چې یوشمېرافغان چارواکو، د ولسي جرګې غړیو ، له طالبانو سره ارتباط لرونکو مقاماتواو د حکمتیار د اسلامي حزب یوشمېراستازو په مالدیپ کې غونډه کړې ده .

د ولسي جرګې یوه غړي چې په دې خبرو کې یې برخه لرله خونه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، تاند ته وویل چې په خبرو کې د دولت دمخالفو وسله والو یوشمېرغړي منجمله د ګلبدین حکمتیارزوی فیروز حکمتیار ګډون درلود.

د شرق الوسط ورځپاڼې یوه محررحسین شوبوکشي ،چې په سعودي عربستان کې دېره دی،الجزیرې تلویزیون ته وویل چې د طالبانو په منځ کې ځینې ډلې باور لري  چې په افغانستان کې له سوله ییزې لارې د ستونزو د پای ته رسولو لپاره د جدي خبرو وخت دی .

له بلې خوا د طالبانو یوه قومندان الجزیرې تلویزیون ته وویل چې د دې ډلې هیڅ غړی به په هغو خبرواترو کې برخه وانخلي چې لومړی شرط یې بې وسلې کول وي .

د دوران صافي په نوم یوه طالب قومندان الجزیرې تلویزیون ته وویل چې که دوی ته د پیسو غرونه هم ورکړای شي ، د ده په وینا د حق له لارې به په شا نه شي .

خو ډاکتراحمدزي وویل چې هرقومندان د طاالبانو د ټول تحریک یا القاعده شبکې استازیتوب نه شي کولی .ده وویل چې د ټولو طالبانو خوله یوه نه ده .ځینې به سوله ومني او ځینې نور به لږ وروسته سولې ته راشي