د تاند له ویپاڼی څخه

 

 

د جرمني شپېګل مجلې د کرزي د سولې پټ پلان افشا کړ


Tuesday,18 .05.2010, 06:47pm (GMT)

 

د جرمني شپېګل معتبرې مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې کرزی تېره اوونۍ په واشنګټن کې وو او له ولسمشربارک اوباما سره یې د سولې د پلان په باب خبرې وکړې .

 

د دې مجلې د راپور له مخې ولسمشرکرزي په واشنګټن کې هڅه وکړه چې له طالبانو سره د پخلاینې په باب له خپل پلان څخه د ولسمشراوباما ملاتړ ترلاسه کړي .

 

شپېګل مجله وايي چې له طالبانو سره د سولې په باب یې د افغان ولسمشر د پټ پلان یوه کاپي ترلاسه کړې ده .

 

د دې مجلې د راپور له مخې ښاغلي کرزي له ځان سره ۳۶مخیز پلان وړی و څو د طالبانو له مشرانو سره د سولې د خبرو په باب د امریکا د ولسمشرموافقه لاس ته راوړي .

 

په دې پلان کې ویل شوي کله چې طالبان له القاعده سره خپلې اړیکې وشلوي نو د ملګروملتونو له تور لست څخه به يې د مشرانو نومونه وایستل شي او په کوم درېم هیواد کې به ورته سیاسي پناه ورکړای شي. او د عام طالبان به له قضايي تعقیب څخه خلاص وي او هغوی ته به د بیارغونې په پروسه کې د کار روزګار زمینه برابره شي.

 

د ښپېګل مجلې پر اساس امریکايي مقامات بیا په دې نظر دی چې په اوس وخت کې باید یوازې له وړو طالبانو او د هغوی له سیمه ییزوقومندانانو سره خبرې وشي او د دوی له مشرانو سره دې هغه وخت د سولې خبرې وشي چې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې کمزوري شوي وي.

 

شپېګل مجله همداراز لیکي :  ولسمشر کرزي او بارک اوباما دواړو موافقه کړې چې د پښتنو درې اساسي  ډلې طالبان،د حقاني ډله،او د حکمتیار اسلامي حزب دې،چې د ۲۰۰۱کال د بن په کانفرانس کې شامل نه وو ،د افغانستان په راتلونکې پروسه کې ونډه واخلي.

 

خو دا لا څرګنده نه ده چې دا بهیر به څرنګه بې له دې چې په کابل کې حکومت وپرزي او د افغانستان د تاجک،ازبک،او هزاره اقلیتونه کورنۍ جګړې ونه پاروي ،ممکنه او پر مخ لاړ شي.

مخکې د لوېدیځو رسنیو په راپورونو کې ویل شوی وو چې د کرزي دواړه مرستیالان(فهیم او خلیلي) په مرکزي حکومت کې د طالبانو له ګډون سره سخت مخالف دی .

 

د ښاغلي کرزي د سولې په ۳۶ مخیز پلان کې ویل شوي چې د افغانستان خلک له جګړو ستړي شوي او ډیره وینه تویه شوې ده.

 

خو د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر جنرال حمید ګل په افغانستان کې د سولې لپاره مخکې له مخکې شرطونه مطرح کړي او د سولې امکانات یې په دې ډول تشریح کړي دي:

 

«افغان طالبان د حکومت غوښتونکي نه دي خو غواړي چې په مستیقه توګه له امریکایانو سره وږغېږي،حامد کرزی چې بهرنیانو راوستی باید له واکه لرې شي ،نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، اسلامي شریعت تطبیق او د ملا عمر په مشرۍ یوه سراسري شورا جوړه شي.»

 

شپیګل مجله لیکي : جنرال حمید ګل چې یو سخت دریځی پاکستانی ګڼل کېږي(ډېر نور هغه یو نشنلسټ پاکستانی بولي ځکه چې افراطي دریځ یې د پنجاب د ګټو لپاره دی)،داسي څوک دی چې د شپېګل مجلې په وینا په ۱۹۹۰ کال کې يې طالبان جوړ کړل او اوس هم له هغوی سره په تماس کې دی.

 

شپېګل مجله په پای کې نتیجه اخلي چې په اوس وخت کې هغه څه چې مطرح دي هغه د څو کلونو لپاره سعودي عربستان ته د ګلبدین حکمتیار تګ او د وزیر په توګه په کابینه کې د نوموړي د زوم غیرت بهیر ټاکنه ده.

 

بهیر چې څو کاله د امریکایانو په بند کې تېر کړي ، د حکمتیار یوتر ټولو د اعتماد وړ کس دی .بهیر په ۲۰۰۲ کال کې امریکايي پوځیانو په اسلام اباد کې ونیوه خو د افغانستان د ولسمشرحامد کرزي په ډېرو هلوځلو خلاص شو

 

 د مقالی اصلی متن په آلمانی ژبه:

 

Aussöhnungsplan für Afghanistan

Karzai plant Friedensschluss mit Taliban

.