رسیدن به آسمایی: 06.09.2010 ؛ نشر در آسمایی: 07.09.2010

احمد «فرزان»


له کندهار څخه

د جامعي په تحول کي د خلکو رول

(د کښته والي احساس، حرکت او مسوولیت منل د ټولني د ارتقا عامل ګرځي
او
پر ماضي افخار، د تصادف انتظار او پر اشرافو تکیه ټولنه په انحطاط کي ساتي)



یوه لنډه یادونه :

د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو د ۹۱ یمي کلیزي په مناسبت یوي ادبي غونډي ته وربلل شوی وم.
په غونډه کي چارواکو د هیواد د پخوانۍ ګټلي خپلواکۍ پر ستاینه خبري وکړي او یوـ دوو نورو تر غاښ لاندي اوسنیو شرایطو ته اشاري وکړي.
ما له ځان سره جوړه کړی وه چي که یي د خطابه میز ته وبللم نو له موجوده حالته څخه د ټولني په ایستلو کي به د خلکو پر رول ږغیزم ، خو لکه چي زما ځای نه و ، خبروته ونه غوښتل شوم دا دی خپلي خبري ستاسو سره د لیک له لاري شریکوم.



دنیا چي خدای پیدا کړي ده نو د تغیر او تحول په حال کي ده ، ورځ په ورځ ترقي کوي او تکاملي ګامونه اخلي.
«کل یوم هو في شأن» ، خدای هره ورځ ورته نوی رنګ ورکوي او انسان يي ورته ټاکلی چي بالقوه استعدادونه یي فعل ته راوباسي.
بشري ټولنه هم د دنیا د نظام تابع ده او همیشه د تحول او تغیر په حال کي ده .
انساني جوامع په مختلفو زمانو کي مختلف تنزلي او اتقایي پړاونه وهي ، ځیني جوامع له کشتي نه مخ پر لوړ سیر کوي او ځیني نور بیا له آسمانه پر مځکه پریوزي.
«وتلک الایام نداولها بین الناس» دغه ورځي دي چي څاه ته د شوه شویو سلواغو په څیر د انسانانو ترمنځ لاس پرلاس کیږي.
دا چي بشري جامعه څه ډول تحول کوي او د تغیر اساسي علت يي څه شي دی ؟ د ټولني د علماؤ تر منځ د نظرونو د اختلاف معرکه جوړوي .
یو شمیر کسان پر دي باوردي چي بشري ټولنه د تصادفاتو په نتیجه کي تحول کوي ، په ټولنه کي ټول تحولات او د انساني جوامعو د ځوړ او لوړ اړوند وقایع صرف تصادف دی او بس.
د مثال په توګه انګلیسان د تصادف په نتیجه کي پر دي بریالي شول چی د هند وچه تر خپل کنټرول لاندي راولي او د سویلي اسیا پر ملتونو خپل استعماري واک وچلوي .
دا چي افغانانو له انګریز استعمار سره په جګړه کي د خپل هیواد خپلواکي اعلام کړه او یا هندیانو انګریزان له خپل ملکه وشړل دا صرف تصادف وو .
له انګریزانو څخه د هند د ازادۍ وروسته د هغه هیواد ترقي او د هندي ټولني مترقي تحول د تصادف نتیجه ده .
افغانانو روسان د تصادف په نتیجه کي له ملکه وشړل او له شاه زمان نه تردي زمانه افغانی ټولنه په تصادفي توګه مخ پر ځوړ تللي.
لنډه دا چي د دوی په اند د ټولني د تحول اساسي عامل تصادف دی.
ځیني نور کسان بیا وایي چي د تاریخ او جامعي د تحول اساسي عامل د طبیعت جبري قانون دی.
دغه ډله چي د ټولني د علماؤ تر منځ په جبریه سره شهرت لري ، ټولنه د طبیعت د نورو پدیدو په څیرد طبیعي قوانینو بی اختیاره تابع ګڼي او په دي باوردي چي انساني جوامع هم لکه د یوه حیوان ، یا نبات غوندي پیدا کیږي ، لویيږي ، نشوو نما کوي او بیا فناه کیږي.
دوی د ټولني په تحول کي د انسانانو له ونډي څخه منکر دي او انسانان د هغوي د تاریخ او سونوشت په ټاکلو کي د خیل نه ګڼی.
دوی وایي بشري جوامع د هغو عواملوله امله چي د ټولني په عمق کي پراته دي د طبیعت د نورو قوانینو په څیر د ټولني د انحطاط او ارتقاء سبب کیږي.
درېیمه ډله پوهان بیا ستر بشري شخصیتونه د ټولنو د تحول او تغیر عوامل ګڼي او پردي عقیده دي چي ستر او فاضل انساني اشخاص دي چي د ټولني مسیر بدلوي ، په ټولنه کي تغیر راولي ، تاریخ ته بدلون ورکوي او د خپلي ټولني سرنوشت ټاکی.
له دغي ډلي څخه یو هم «امرسون» دی . دی وایي چي تاسي ما ته لس لوی شخصیتونه راکړي چي زه د بشري ټولني ټول تاریخ پرته له دي چي ویی لولم ووایم، تاسي ماته یوازي  «ناپلیون» معرفي کړي، زه به تاسي ته د ټولي اروپا تاریخ وړاندي کړم.
«کارلیل» چي د اسلام د پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه و سلم ژوند يي څیړلی وایی چي کله محمد (ص) د توحید اعلام وکی په قریشو کي اول کوچنی چی ایمان یي ورباندي راوړ، لس کلن حضرت علی وو ،او چي دا کوچنی لاس په هغه لوی لاس کي کښیښول شو نو د تاریخ مسیر یي بدل کړ.
په لږ تغیر، دي ته ورته نظر نیچه ، افلاطون او الکسیس کارل هم لري چي وایي غوره ، اشراف، اصیل ، روحانیون او پوهان انسانان د ټولني په تحول کي او ارتقا‌ء کي اساسي نقش لری.

حضرت موسی علیه السلام پیدا شو چي په مصر کي عظیم انقلاب رامنځته شو او بني اسراییل د قبطیانو او د وخت د فوعون له ظلمونو خلاص شول او منحطه ټولنه یي په واکمنه هغه بدله شوه .
بني اسلاییل د حضرت یعقوب علیه السلام د ۱۱ زامنو نسل دی چي پر مصر د حضرت یوسف علیه السلام د واکمنیدو وروسته له مداین نه مصر ته کډه شول .
د مداین قحطۍ وهیلي بني اسراییل د حضرت یوسف علیه السلام له امله په اشرافو واوښتل ، بیرته مخ پر ځوړ ولاړل او د فرعون او د هغه د قومیانو او قبطي قوم تر سخت فشار لاندي د خورا ټییټي طبقي لرونکي وګرځیدل او بیرته د موسي ع په سبب د مصر او فلسطین واکمنان شول.
اروپایان د اروپا د تجدد او نوي انکشاف په برخه کي د ناپلیون پوروړي دي ، همدا راز موږ ته په زماني او مکاني لحاظ ډیره نيږدي ټولنه د هند ټولنه ده چي له انګلیسي استعمار څخه تر خلاصون وروسته یي د خپل منځي تشتت سره سره ډراماتیک مثبت تحول وکړ.
د هند د ولس سرنوشت بدل شو او په خپل تاریخ کي یي انقلاب رامنځته کړ، خو دا هر څه ظاهرا د هندي ولس د یوه نابغه انسان او ملي مشر ګاندي له وجي وه .

د ټولني د علم دغه ډله علماء د انساني جوامعو هر راز مثبت او منفي تحولات او ارتقایی او تنزلي سیر او د وګړو برخلیک یي د هغوی په منځ کي د موجودو سرنوشت ساز و اشخاصو سره تړي.
ښه چي داسي ده نوخلک او د جامعي متن د جامعي په تحول کي څه اغیز لري؟
د دموکراسۍ مکتبونه پر دي عقیده دي چي خلک باید د خپل سرنوشت په ټاکلو کي د خیل واوسي ، د آتن له دموکراسۍ نیولي بیا تر ننۍ موډرني دموکراسۍ پوري د دموکراسیو ړوند مکاتب ، هغه حکوت او نظام تر ټولو بریالی ګڼي چي خلک په کښي دخالت ولري او د واک اصلي مرجع خلک وي.
خو داچي خلک د جامعي د تحول اصلي عامل دی په دي اړه کومه روښانه نظریه نه لري.
زه غواړم دا ثابته کړم چي خلک او د جامعي متن د تحول او انقلاب اصلي علت دی.
د ټولني سرنوشت د ټولني اشراف او اکابر نه بلکی پخپله  خلک ټاکي ، خلک دي چي زماني ته تغیر ورکوي او خپل تاریخ بدلوي .
ټولنه د تصادف په نتیجه کي ارتقاء او تنزل نه کوي او نه هم تنها د طبیعت د قانون پر اساس جبرا د تغیر او اوښتون ښکار ګرځي ، بلکي د ټولني وګړي د ټولنی مسیر بدلوي.
هو!
نوابغ او اکابر د ټولنیزو انقلابونو رهبري کوي او د وګړنیزي قافلي په سر کي روان ويِ مګر د تحول او انقلاب اصلي عوامل دوی نه دي بلکي د ټولني متن او خلک دي چي په ګډه خپل برخلیک جوړوي.

ولي خلک؟
ځکه چي مخاطب تل خلک او انسانانو مجمع ګرځیدلي ، همیشه د خلکو متن ته ږغ شوی او له دوی څخه غوښتنه شوي ده .
سپیڅلو اشخاصو هم خلک بللی او نوابغو هم خلکو ته د هغوی د تاریخ د بدلون لاره ښوولي او په ځان يي پسي کړي دي.
دلته دی چي موږ خلک د جامعي د تحول د اساسي علت په توګه پیژنو او اشراف ، اکابر او نوابغ د داعیانو، معلمینو او په خلکو کي د هغوی د متحوله قوت د راپارونکو په عنوان .
اسلام دا موضوع خورا ښه روښانه کړي ده ، ځکه قرآن پیغمران د بشري جوامعو د تحول او انقلاب د اصلي عواملو په توګه نه دي معرفي کړي بلکي هغوی يي بشر له منځه هغه ته د پيغام رسولو لپاره غوره کړي انسانان راپیژندلي دي.«ان هو الابشر»

که انبیاء پخپله د انساني ټولنو د مثبت تحول او ارتقاء اساسي عوامل وای نو بیایي خلکو ته ولي بلنه ورکول ؟ ولی نو خلک د الهي خطاب مخاطب ګرځیدل؟.
په قرآن کي ټول اوامر او نواهي ، بیروني او ښادوني د ناس په عنوان- یا ایهاالناس- ویل شوي دي .
د «ناس» معنا ، خلک  دې.  کلمی ته د لفظي وزن اومانا له لحاظه خورا نیږدي کلمه «ماس» (MASSE) ده ، چي په ټولنپوهنه کي د خلکو غونډ ته ویل کیږي.
ناس او ماس پرته له طبقاتي توپيرونو او نورو ممیزه خصوصیاتو څخه ، خلک او د انسانانو مجمع ته ویل کیږي .
اسلام د خلکو پر ټولۍ ناس تمرکز کړی او هر څه يي د دوی لپاره کړي دي، پیغمبران يي دوی ته رالیږلي ، کتابونه یي دوی ته استولي او مخاطب یي هم دوی ګرځولي دي.
د بشری جامعي د تحول اساسي عامل يي هم ناس ګرځولي حتا مافوق الاسباب یی خپل ځان هم ورڅخه ایستلی دی.
«ان الله لایغیرما بقوم حتي یغیروا ما بانفسهم»- خدای د یوه قوم حالت نه بدلوي تر څو هغوی پخپله خپل حال تغیر نه کړي.
قرآن انسانان پر خپلو ځانونو باندي اعتماد ته رابولي او هڅوي یي چي تل د پرمختګ او د جامعي د مثبت تحول په هڅه کي واوسي تر دي اندازي پوري چي ټولي لاري ورباندي تړي او یوازي هغوی ته د تحول چاره سپاري .

«کل نفس بماکسبت رهینه»- یعني هر انسان پر خپل عمر ځړیږي.
د سوسیالوژي له نظره هم اصل اجتماع د ټولنیز تحول لپاره عملي مراحل طی کوي.
د یوي خواري ټولني د اجتماع متن او خلک لومړی په ځان پوهیږي ، بیا حرکت او عمل کوي او بیایي نو ارتقاء او شرافت په نصیب کیږي
:

1. ذلت او خواري
2. د خوارۍ درک
3. حرکت، عمل او جد و جهد
4. ترقي او پیش رفت
 

که څه هم چي انسان په فطري توګه ازادي لري، خپلواک زیږي او ټول یو ډول حقوق ، امتیازات او وجایب لري، خو عمل اچي کله د ژوند د مبارزي ډګر ته ننوزي نو د خورا ضعف په حالت کي وي.
ددي لپاره چي هر فرد خپل طبیعي حقوق تر لاسه کړي او خپله فطري ازادي خوندي کړي ، د ژوند په معرکه کي له مبارزي سره مخ کیږي او چه څونه یي مبارزه غښتلي وي نو دي هم قوي او د خپلو حقوقو آخذوي.
څنګه چی  جوامع له انساني افرادو جوړیږي نو د جوامعو هم دا حال دی، لومړی ضعیفه ، بیا متحرکه او وروسته قوي او مترقي .
د ذلت ، خوارۍ او بیرته پاتیوالۍ مرحله هر ملت او هره انساني ټولنه تیروي ، صرف په دونه توپیر چي یو شمیرجوامع ژر خپل کښته توب احساسوي ، بیا مبارزه پیلوي او بیا بریالي کیږي او یو شمیر نوري بیا په پیړیو پیړیو په عقب ماندګۍ کي پاته وي.
ویښ ملتونه ژر ترقي کوي او بیده ملتونه تر ډیره د لوړتیا او ازادۍ له خواږه نعمت څخه بی بهرې وي.
زه په ډيرو مجالسو کي د داسي بحثونو سره مخ شوی یم چي موږ افغانان ولي همیشه په ستونزو کي راګیر یو او ولي پرمختګ نه کوو؟
جاپان له افغانستان سره په یوه ورځ ازادي اخیستي خو نن هغه تر افغانستان ډیر پر مخ تللی دی.
پاکستان یوازي شپږ لسیزي کیږي چي جوړ شوی خو نن تر افغانستان مترقي او پر ځان بسیا ښکاري او څه څه ...
همیشه د دغو پوښتنو متحدالمال جواب دا ویل کیږي چي ګوندي افغانستان پر دوه لاره پروت دی، سټراتیژیک موقعیت یي حساس دی ، بهرنیان یي نه پریږدي او ...
خو زه فکر کوم چي دا هر څه تشي پلمي دي او د افغاني ټولني د ترقۍ او بشپړي ازادۍ د لاری اساسی خنډ نه دي .
کله چي موږ له خپل مخکني مبحثه دي نتیجي ته ورسیدو چي د انساني جوامعو د تحول ، تغیر او انقلاب اساسي عامل خلک دي او «ان الله لا یغیرما بقوم حتی یغیروا ما بانفسهم» نو یو شمیر نور داسي علل سته چی زموږ د ټولني او هیواد د تحول او ارتقاء په مخ کي اوږد خنډ پاته شوي دي.
د ټولنپوهني له نظره د یوي ټولني د ورسته پاتیوالي عمده علت له خپله حاله د ټولني د خلکو بي خبري او بي ځایه غرور دی.
که یوه ټولنه په خوارۍ او فلاکت کی ایساره وي خو وګړي یي د خوارۍ او ذلت احساس نه کوي نو بیا به حرکت او مجاهده کله وکړي او ترقي او تحول به نو چیري وي؟
هغه ملتونه ژر ترقي کوي چي د ځان ضعف ، ذلت او کښته والی ومني ، ځان له نورو ملتونو سره بالفعل مقایسه کړي او بیا نو مبارزي او مجاهدي ته ملا وتړي.
هغه چي ملتونه پر خپل ماضي نازیږي ، پر ابا او اجداد فخر کوي او د فعلي حالت پر ځای د ماضي په نشه مست او غرور په مهلک او قاتل مرض مبتلا وي، هیڅکله هم ترقي نه شي کولای.
راځی موږ افغانان او په خاصه توګه پښتانه خپلو ځانونو ته ملتفت شو چي هسي نو موږ په دي ناروغۍ اخته یو؟
په دي کي شک نه شته چي ازادي یو ستر نعمت دي ، خو ازادي پخپله نه ګټل کیږي او نه هم تیره ګټلي ازادي زموږ درد دوا کوي ، موږ اوس چیري یو؟ دا خبره موږ ته درک کول په کار ده .
ازادي له ترقۍ سره لازمه ده ، ترقي له حرکت ، عمل او جد او جهده په لاس راځي ، حرکت تر ویښتابه وروسته رامنځته کیږی او ویښتیا د ذلت له احساس سره تړلي ده .
بشپړه ازادي چي کور، کالي او ډوډۍ خپل وي او دا هغه وخت خپلیږي چي هم مغز خپل وي ، هم علم او هم عمل .