12.08.2019

غرزی لایق

 ولې "دولت‌ساز ټيم"؟

لومړۍ

له نورو هغو ټيمونو سره په پرتله چې تل يې د خلکو د سالاريت تر ټولو ستر بنسټ يعنې ټاکنې يې د "مؤقتې ادارې" ، "عبوري حکومت" او "سرپرست حکومت" په گټه او دا ډول نورو کږو وږو پلمو قرباني کول، دولت‌ساز ټيم په کلکه د ټاکنو د پر لاره‌اچولو او د ولسواکۍ د بنسټيزکولو له لارې د وگړو د حقوقو ، د وروستيو کلونو د ديموکراتيکو لاسته‌راوړنو او د جمهوري نظام د پايښت څخه په غوره بڼه ساتنه کړې او د رأيو تر صندوقونو پورې په زړورتيا او پرته له ښويېدنې د افغانانو ملتيا کوي.

دوهم

دولت‌ساز ټيم د رقيبو ټيمونو په پرتله د هغو څېرو له حضور څخه آزاد دی چې په جنگي جرمونو، زرټولولو، زوراخيستنو، د فردي او دولتي جايدادونو په غصب، ځنځيري وژنو، د مخدرو توکو او د هيواد د معنوي شتمنيو په قاچاق، د افغانستان د حاکميت او تماميت په يرغل، توکمپالنه او د نژادپالونکې انديشې په خپرولو او سکتاريستي او شوونيستي غوښتنو تورن دي او د خپلو کړنو حساب ورکونکی دی؛

دريم

دولت ساز ټيم د نورو ټاکنيزو ټيمونو په خلاف د سولې او جگړې په مسأله کې زموږ د ټاټوبي له ذاتي گټو څخه په سمه توگه ساتنه کوي او د غولوونکو، سطحي او طالب‌پالونکو تزويرونو ښکار نه کيږي. د سولې د ريا په نارو کې د ښکېلېدو په ځای يې د "تلپاتې سولې" له پاره د سولې د مشورتي جرگې له دستورونو سره سم همغږې او نظام‌مندې برناموې وړاندې کړې.

څلورم

دولت‌ساز ټيم د سيمې او نړۍ په لوبو کې د افغانستان د ونډې او ځای او د هيوادونو د مناسباتو په سيستم کې د هېواد د گټو تثبيت او دغه راز د دوست او دښمن تر منځ د روښانه کرښې په ايستلو ، د هېواد بهرنی سياست د لسيزو انزوا څخه وايست چې دې اهم ته رسېدل د دولت‌ساز ټيم لاسته‌راوړنه ده. د ساري په ډول، له پاکستان او طالب سره د افغانستان د خلکو په غياب کې د قطر د خبرو په شپږم دور کې د جوړجاړي د توطئې د راټينگولو وياړ د دولت‌ساز ټيم دی.

پنځم

دولت‌ساز ټيم د خپلو ټولنيزو، اقتصادي، سياسي، فرهنگی او ستراتيژيکو برنامو په کتار کې د نورو ټيمونو نه مخکې او تر دوی ډېر د هېواد د ذاتي گټې، داقتصادي زېربنا پړاويزه بياجوړونه، د خلکو د رفاه او نېکمرغۍ له پاره او د دوی د اړتيا له مخې په نښه کړې ده. د نورو له تړاو څخه د افغانستان راايستل او په ځان يې متکي‌کول د دولت‌ساز ټيم د برنامو اصلي جوهر جوړوي.
دا به سمه نه وي چې په دغه ديموکراتيکه مبارزه کې د جمهوري او امارت تر منځ د ټاکلو له حساس پړاو نه لرې پاتې شو او د يو سيلاني په څېر ورته وگورو. که څه هم چې له وطنه بهر افغانان په ټاکنو کې د گډون او د آزادې رايې کارولو له نعمت څخه محروم دي، زه به په خپلو ليکنو او خبررسولو کې د دولت ساز ټيم سره خپل ملاتړ ورغبرگوم.

مدني دولت ته رسېدل او د وگړو د حقونو خوندي کول له دولت‌ساز ټيم سره ميسر دي او بس!