15.05.2019

دستگیر روشنیالی

د افغانستان د روانی مرحلی په هکله څو ټکی

افغانستان د یوه سخت، پيچیلی او نا معلوم لیږد ”گذار” په مرحله کي دی او يا په يوه تړلي دايره کي  د ړنګونکي او وژونکي تکرارونه مرحله.

همدا اوس اوس له جګړي سولی ته لیږد څومره سخت او څومره پيچيلی دی.

 د افغانستان په شان په يوه ټولنه کي د لېږد “ گذار” حالت ډېر ستونزمن حالت دي او دا د حيرانتيا خبره نه دی چي د ليږد په دي ډول حالت کي نه يوازي رهبران ناکام او قرباني کيږي، نه يوازي حکومتونو او دولتونه لويږي او ماتيږي، بلکی په خپله د ملک د ويشلو او لويدلو امکان هم وي.

د لیږد مرحله هم د ټولنيزو بندونو او پیوندونو د شلیدلو او هم د نويو ټولنيز بندونو او پیوندونو د جوړيدلو مرحله دی.  د ا مرخله په دو ځانګړتياو مشخصه کیږي يو يي ټولنيزه بي ثباتي او دوهم سياسي بي ثباتي دی او اساسی ستونزه هم ټولنيزه بي ثباتي دي او سياسي بي ثباتي يي انعکاس دی. په سیاسی ډګر کي يو په بل پسي ډلي واک تر لاس کوي او تلاش کوي واک په خپل مالکيت تبديل کړي او يا څومره چی کولاي له واک د خپلو ګټو له پاره ګټه واخلي. ”نن د موږ وار دی، نن د موږ چانس دی څومره چي کولاي شو ځانونه به بسيا کړو.”

په دي مرحله کي ټولنه له يوه حالت بل حالت ته تیریږی، له سنتی ټولني مدني ټولني ته، له وروسته پاتي پرمخ تللي ټولني ته،  له ديکتاتوري دموکراسي ته، له استبداد ازادی ته، له تړلتوب پرانيستوب ته...

له بده مرغه په افغانستان کي حالت بیخي بل ډول دی. دلته ټولنه له يوه حالت بل حالت نه تیريږی. دلته له بدلون وروسته يوازی د جوړښتونو شکلونه او رنګونه بدلیږي. دلته د دولتونو او حکومتونو کیفیت او ځانګړتياوی نه، د دولتونو او حکومتونو نومونه ، څيري او شعارونه بدلیږی.  په ټولنه او د ټولني په واکمن ‌ذهنيت او فرهنګ کي بدلون نه راڅي او د پرون په شان پاتي کيږي. اصلي ستونزه هم همدلته دی. د ټولني همدا څرنګوالی  له يوي خوا د بدلون په وړاندی دريږي او له بلي خوا د استبداد  را ګرزيدلو ته لاس ورکوي او د همدي حالت ادامه دی چي دلته  په استبداد پسي نوی استبداد او په ظلم پسي نوی ظلم راځي. د دولتونه او سياسي ګوندونه تګلاره هم  د استبداد د شکل او رنګ بدلون دي، نه د استبداد لغوه کول.  په ټولنیز لیږد کي هدف د استبداد او ظلم تکرار نه دي، هدف ددي دو لغوه کول دي.

په دي هیواد کي له دي تړلی دايري د راوتلو هڅي شوي او کيږي. خو هر ځل په قوت او بی رحمي له منځه ځي او ټولنه په شا ګرزول کيږي او اوس هم دا ډول يو ګواښ په دروازه کي دی. دلته هر څه له يو بل سره ګد شوی او بي ځايه شوي دي. دین د دین په ځای. فرهنګ د فرهنګ په ځای، سیآست د سیاست په ځای، قدرت د قدرت په خاي کي نه دي او هر يو يي د برتری هڅه کوي. د جوړښتونو همدا ګډودي ده چي په افغانستان کي دولت د يوه خپلواک سياسي جوړښت په ټوګه نه را منځ ته کيږي او دلته دولت هميشه له فرهنګ، قوميت، مذهب ... متاثير دی  او واکمنو هڅه کړي څه ډول دولت قومي، مذهبي، ايديولوژیکي او ګوندي کړي  او په همدي وسيلو موجودي واکمني ته مشروعيت ورکړي. همدا هڅي دي چي د فرد او دولت تر منځ  بي واسطۍ  اړيکي چي د يوي مدرني او پرمختللی ټولني اساسی ځانګړتيا دی نه جوړيږي.

په دي هيواد کي له پرونيو تارېخې ــ استبدادي جوړښتونو د دموکراسي په لور لېږد نه يوازي مشکل، بلکې خطرناک هم دی. دولت جوړونه له يوې خوا د پرونيو تارېخې جوړښتونو او له بلې خو د مدرنو جوړښتونو تر منځ په کلکه سيالې کي را ايسار ده.  ددې دولت په جوړښت کي هم  قبيلوي - قومي  عناصر چي په پلارسالارې،  خپلوې او عاطفوي اړيکو تکيه کوي  شته دي او ور سره د دولت په جوړښت کي فيودالې ډوله عناصر چي په دولت کي په گډون برسېره په دي او هغه کي محل کي خپل نفوذ او له دې جملې خپل پوځې نفوذ ساتې هم شته دي

د پورتنيو ناهم اهنگو او متضادو عناصرو موجوديت نه يوازي د دولت جوړولو پروسه بې انډوله کړې، نه يوازي یي د دولت خپلواکي له منځه وړي، بلکې د دولت  د دريگونو ارگانونو تر منځ يې انډول او او ددي ارگانونو د اجرااتو او پريکړو خپلواکې هم ستونزمنه کړې ده.   همدارنگه دا دولت  د دندو او د واک د ويش په لحاظ هم په مشکل حالت کي دی او د مسؤليتونو په برخه کي نامعلوم او مبهم  حالت دی.

دا واقعيتونه څرگندوې چي په افغانستان کي دولتي جوړښت له څومره ستونزمن او پېچېلې حالت تېرېږې. له دي ماتيدونکو ځانگړتياو سره سره له بده مرغه په ټولنه کي بحران راوړونکي لاملونه او گواښونه په بالفعله او بالقوه توگه پېاوړي دي. په دي هيواد کي نه يوازي ټولنه، نه يوازي ددولت جوړولو کار، بلکي ملت جوړول  هم له څو گونو ستونزو او گواښونو سره مخامخ دي.

بله جدي بدبختي دادی چي ټولنه، د ټولني اساسي ستونزي له ليکوالانو، سیاست کونکو،سياست پيږندونکو، تحلیل کونکو، نظريو جوړونکو او نظريو ورکونکو... هيري شوي  او ورته پام نه کوي. د دوی  ټول فهم او ټوله توجه ددي او هغه  واکمن، ددي او هغه زورور، ددي او هغه سياسي بدماش، ددي او هغه مير او امير چلند او رفتار ته وقف شوي دي او خپله ټوله انرژی ددي او هغه وګړي په چلند، ځانګړتياو... ضايع کوي. همدا شان ورځي حوادث او پيښي دي چي د دوي فکر او فکر کولو ته لوری ورکوي. دا ضرورت دی، خودا د ټولني اصلي ستونزي نه دي او دا د عملي سياست و سياستمدرانو کار دی.  د تحلیل کونکو، نظريو جوړونکو... د کار مهمه مسله ټولنه او په ټولنه کي تحولات دي. مهمه مسله په ټولنه کي منځ را تلونکی  حالت دي. مهمه مسله دا دی چي  ټولنه په کوم لوری روانه دی او څه شی د ټولني حرکت ته لوری ورکوي. مهمه مسله د ټولنیږ واکمن ذهنیت پيږندنه دی. مهمه مسله دي پوښتني ته ځواب پيدا کول دی چي ولی افغانستان نه په خپله او نه هم دنيا و کولای شواي چي هيواد له دي موجودو ستونزو را وباسي؟

ستونزه په ټولنه کي واکمن پياوړي ذهني استبداد دی. ستونزه د ازادو انديښنو او خپلواکو فکرونو نشتوالی دی. واکمن ذهني استبداد د پرمختگ په ځای په شا تگ، د برابري په ځای نابرابري، د عدالت په ځای بي عدالتي او د دموکراسي په ځای ديکتاتوري ته دمرستي لاس ورکوي. نور هم خوار، اواره، بيکاره او وروسته پاتي... وو. خو هغوي هغه وخت د پرمختگ په لور حرکت پيل کړ چي انديښني يي ازادي او فکرونه يي خپلواک شول. شک او ترديد يي وکړ، د خپلو تيروتنو او نيمگړتياو د منلو شهامت او له عقله د کار اخستلو ميړانه يي تر لاسه کړه.              

دلته لويه ستونزه دا هم دی چي له يوي خوا له يوه فرهنگ چي د پرمختگ او نيکمرغي په وړاندي ولاړ دی د ځان ژغورولو اراده نشته دی او له بلي خوا يوه دروغجنه برتري اجازه نه را کوي،  له هغوي چي څه ډول یي په ورته ستونزو غلبه وکړه، ثبات او سوله یي تامين کړه او د پرمختگ او نيکمرغي لاره یي غوره کړه زده کړه وکړو. همدارنگه موږ نه د لويو تصميمونو نيولو او رسک منلو ته چمتو يو،  نه د خپلو کمزوريو، خپلو خطاگانو او خپلو تيروتنو د پيږندلو فهم او پوهای لرو او نه په دي خطاگانو او تيروتنو د اعتراف کولو شهامت شته دی.

يوه ميليوني ټولنه د ځان په شان کول او د يوه فکر واکمني.

نه يوازي دولتونو او سياسي ګودونو هڅه وکړه او هڅه کوي چي ټولنه د ځان په شان کړي، بلکي لويو څواکونو هم هڅه وکړه افغانستان د دوي په شان شي او د چپ او شی تر ټولو ړنګونکي او وژونکي هڅه دا وه او دی چي ټولنيزو ستونزو ته دايمي حل پيدا کړي او ټولنه هغسی وي چي دوي يي غواړي او د دوي په شان د ټولني کيدلو ته د دايمي حل تعريف ور کول کيږي.

دواړو چپ او ښی دي ته توجه و نه کړه چي ټولنيزي ستونزي يو لامل نه لري. ټولنيزي ستونزي لاملونه لري ډیر لاملونه او په دي برسيره د ټولنيزو ستونزو په جوړيدو او را منځ ته کيدو کي د لاملونو تر څنګ تاثيرات، په تولنيز، فرهنګي او اقتصادي برخو کي اختلافونه، سيالي، متقابلي اړيکي... هم پياوړي رول لري. بله اساسي مسله چي دايمي حل بي معني کوي او د يوه فکر واکمني چلینج کوي ټولنه او ټولنيزي ستونزي او پيښي په هميشنی حرکت او هميشنی بدلون کي دی او دا حالت له يوي خوا همیشه د نوی حل ضرورت را منځ ته کوي او له بلي خوا د ايديولوژیک چلند په ځای پراګماتيک چلند غواړي.  

کورني د استبداد او نابرابري لمړنی مرکز دی.

کورني د ټولني تر ټولو اساسي بنياد او اساسي جوړښت دی او د انسانانو روزنه او تربيه همدلته پيل کيږي او انسانان له همدي څايه ټولني ته راوزي. که په کورني کي استبداد واکمن وي، که په کورني کي ظلم عمل کوي، که په کورني کي خشونت وي، که په کورني تبعیض او له زوی او لور سره نابرابر چلند وي انسانان به له همدي څانګړتياو سره ټولني ته راوزي او په ټولنه کي چلند به هم په کورني د واکمن چلند انعکاس وي. دا حالت موږ به دي مکلف کوي چي برابري او ازادی له کورني پيل شي.   

په افغانستان کي د لیږد بله ځانګتيا دادی چي په کلکه له بهرنيو لاملونو متاثیر دی او کله کله دا لاملونه ټاکونکي رول تر سره کوي. هغه څه چي بهرنيو لاملونو ته ټاکونکی رول ورکوي د ټولني ناکامي، د ټولني بي تفاوتي او په ټولنه  کي د نه بدليدونکي فرهنګ واکمني او د پيړيو پیړيو تر اوږده  اسارت لاندي جمعی ذهنيت دی.

همدا اوس اوس له جګړي سولي ته د ليږد څومره سخته مرحله ده. جګړه اوږده ده او په واقعيت د سولی بدلول به اسانه او ساده کار نه وي .  سوله په هيڅ وجه د ساده ذهنونو، لنډه حکمونه او اپراتيفي فرمانونو کار نه دي دا کار سیاسی شعور او سیاسي هنر غواړي. دلته ډیري خواوي، متضادي ګټي او اسیراتژيګاني له يوبل سره په سيالي کي دي. د سولي سختي په دي کي دي چي د يوي اوږدي ، د يوي څواړخيزي او د يوي پيچيلي چګړي په الترناتيف بدليږي.