۱۸ اگست ۲۰۱۹ 

عبدالغفور لیوال

خپلواکۍ او مونږ

 

صدمین سال د خپلواکۍ سلم ملي جشن یوازې د خوښیوڅرګندولو کوم جشن نه و/ نه دی، بلکې دا د ځانپېژندنې، راویښېدنې، هوښيارېدنې یوه چیغه هم وه/ ده.

دغه جشن په موږ کې، بلکې په ځوان اکثریت افغان نسل کې جدي پوښتنې راټوکولې؛

ـ موږ څوک یو، څوک وو؟

ـ نیکونومو څه وکړل، څه یې ونه کړل، څه یې باید کړي وای، څه نه؟

ـ اعلیحضرت شاه امان الله غازي ولې د ټولو اتل دی؟

ـ مشروطه نهضت څه غوښتل؟

ـ ارتجاع، شاتګپالو، متحجرو، تورفکرو او د انګریز تاليڅټو څه وکړل، څنګه یې وکړل، کوم اوزار او ځواکونه یې وکارول، دین یې څنګه وسیله کړ؟؟؟...

ـ دا اوس چې کوم وحشت روان دی، آیا د سقاوي اړدوړ تکرار نه دی؟

ـ ایا له هماغې سوړې بیا چیچل کیږو؟

ـ که هو، نو څه باید وکړو؟

ـ د عصري، موډرن او ښه انساني ژوند حق لرو که نه ؟

او داسې نورې پوښتنې.

هو! دغه جشن زموږ ډوډۍ نیمه کړې وه، د روغتونونو پیسې پرې تللې، تجمل و، خو موږ یې راویښولو او ځان یې راپېژانده.

دا جشن د افغانیزم شعار و، د افغان ملتپالنې( نیشنلیزم) انقلاب و.

دا جشن له خوبه د راویښېدو سباوون و...

او دوښمن له دې هرڅه ډارېده، دوښمن دا هرڅه کفر ګڼل، خو ویښ او روښانه نسل ورپورې وخندل، دوښمن دا جشن ګناه ګڼله، خو نوي نسل د ګران هېواد درې رنګه بیرغ پر اوږه د لمر خاته خواته سینه کښوله....

چې دوښمن له ډېر غضبه، له قهره ، له ړوند تعصبه وچاودېد او د جشن په درشل کې یې ښځې، ماشومان او بېګناه وګړي، د جنتونو مېلمانه کړل.

دوی وېرېدل، چې په همدې جشن کې به نوی افغان نسل د افغانیزم په ملکوتي کریغه زموږ په تابوت کې وروستی مېځ راووهي او په فکرونو، ذهنونو او زړونو به یې د یووالي او ریښتیني افغاني بدلون لمر راوخيژي. نو لکه تور ماښامڅکالی په تیاره کې راغی او خلک یې ووژل.

دوښمن څه خبر دی، چې دا کار به یې ویښتیا، روښانتیا او بدلون ته د ملت تلوسه لا زیاته کړي او همداسې به د پرمختګ په لوري سینه و کښوي...

هو ملت د وینو او لنبو له منځه پر افغانیزم راټولیږي او د افغاني رېنسانس پلوشې به له همدې سلاخیو څخه سرې بخونې راواوړي.

لمر په دوو ګوتو نه پټيږي !