01.07.2018

ودان روښان

روسي چارواکي او طالبان د نشه یي توکو قاچاقو انحصار هڅه کوي

په دې وروستیو کې د اموسیند غاړې ته څېرمه پرتو سیمو کې د طالبانو جګړو په بې مخینې توګه په داسې بڼه  زور اخیستی چې له بده مرغه امنیتي ځواکونو ته په کې درنه مرګ ژوبله هم اووښتې ده.

په تازه پېښه کې طالبانو د تخار ولایت چا اب ولسوالۍ نواباد  سيمه نيولي او ۱۶ پوله ساتي سرتيري يې وژلي دي. سیمه ییز چارواکي وایي د پوسیتې وسلې، مهمات او نور لوژستیکي توکي هم طالبانو ته په لاس ورغلي دي. نواباد ځنګلي سیمه د امو سیند پرغاړه پرته ده.  

په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي وو چې په دې جګړه کې ۶ پوله ساتي سرتېري تري تم شوي خو وروسته سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ چې ۶ تري تم شوي سرتیري روغ رمټ امن سیمو ته ستانه شوي دي.

 د دې شمېرې له مخې په یاده سیمه کې ۲۲ پوله ساتي سرتېري پراته وو چې د پام وړ ځواک دی او د دې جګړې له پاره طالبانو باید ښه سمبال لږ تر لږه ۱۰۰وسله وال قومانده کړي وي چې د تخار ولایت جغرافیایي وضعیت او له طالبانو سره د سیمې دېرو اوسېدونکو پخوانۍ تربګنۍ ته په کتو د دومره ځواک برابرول هغه هم په یوه وړه سیمه کې حیرانونکې برېښي، په دې مانا چې په پخوا کې د تخار ولایت  ډېرې سیمې د جمعیتانو تر اغیز لاندې وي چې ځانونه د طالبانو پر ضد د دوی په وینا د مقاومت ټیکه داران او میراث خواره بولي.  

تر دې مخکې هم د تخار ولایت اړوند د اموسیند په غاړه پرتو ولسوالیو کې د طالبانو خوښتونه د پام وړ زیات شوي وو. د بېلګې په توګه شاوخوا یوه میاشت مخکې د تخار دښت قلعه ولسوالۍ د لنډې مودې له پاره طالبانو نیولې وه. دغه راز، د تخار خواجه بهاوالدین او خواجه غار ولسوالیو کې د طالبانو بریدونو زور اخیستی و. له بله پلوه د تخار ولایت درقد ولسوالۍ(په امو سیند کې ټاپو) پراخې سیمې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د طالبانو ترولکې لاندې دي. هاخوا له اوږدې مودې راهیسې د بدخشان ولایت یمګان او وردوج ولسوالې طالبانو نیولي او هم په ارګو، راغستان، کوهستان او نورو ولسوالیو کې پراخ اغیز لري.  

دا هغه سیمې دي چې طالبان  په خپله واکمنۍ  کې کله هم نه وو ورسېدلي، خو اوس څه وشول چې طالبانو په کې په دومره بې باکي او ځواکمني خرمستي کوي(۱) او رښتیا طالبان دغلته څه غواړي ؟ څنګه، د څه له پاره؟ او د چا په مرسته دومره ځواکمن شوي دي؟ که لږ په ځیر وکتل شي دې پوښتنو ته د ځوابونو موندل چندان ستونزمن نه دي.

له هغه ځایه چې د طالبانو د تمویل او د هغوی مشرانو میلیونر کېدو یوه سرچینه نشه یي توکي دي او پر روسیه واکمنې کړۍ هم چې له مافیایي جوړښتونو راپورته او ځواکمنې شوي. په خپله روسیه کې او هم د روسیې له لارې اروپا او ان امریکا ته د نشه یي توکو لېږد خورا ګټور کارو وبار دی نو ځکه خو د ځینو نورو لاملونو ترڅنګ د نشه یي توکو کار وبار له پاره له ډېرې مودې راهیسې روسي چارواکو نه یوازې تمه درلوده بلکې هڅه یې کوله چې له طالبانو سره مخامخ اړېکې ټینګې دي.

پر همدغه دلیل روسانو له بېلابېلو لارو غوښتل طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي. له ترهګرۍ د ملاتړ په خاطر د امریکا متحده ایالاتو فشارونو پاکستان اړ کړ چې له یوې خوا امریکا پر دې وویروي چې که پر پاکستان فشارونه زیات کړي نودوی به په سیمه ییزه او نړیواله کچه نورو لورته لاس اوږد کړي چې د امریکا ګټې وننګوي او له بله پلوه یې غوښتل د طالبانو ملاتړ له تورونو یو څه ځان پاک کړي او وښیي چې پاکستان نه بلکې نور لوري د طالبانو ملاتړ کوي نو ځکه خو یې د طالبانو یو پړی روسانو ته په لاس ورکړ. هغه ډول چې مخکې یې یادونه وشوه روسي چارواکو له پخوا هم غوښتل چې له یوې خوا خپل د نشه یي توکو کار وبار وغوړوي او له بله پلوه په افغانستان کې د شوروي سره پوځ د ماتې غچ له افغانانو او امریکایانو دواړو واخلي پر همدغه دلیل یې له پاکستان سره د دې ماملې وراوږد کړی لاس ښه ټینګ کېکاږلو او په ورین تندي یې هرکلی ورته ووایه.

په عراق او سوریه کې لومړی د داعش ځواکمني او وروسته ماتې روسانو ته دا پلمه برابره کړه چې د خپل نفوذ سیمو (منځنۍ اسیا) ته د داعش ورتګ مخنیوي په موخه د هغوی له مخالف ځواک یانې طالبانو ملاتړ کوي. خو دا هسې پلمه ده، په اصل کې له طالبانو د ملاتړ یو له اصلي لامونو د نشه یي توکو کار وبار دی چې پر روسیې د واکمنې مافیا پام یې وراړولی دی. د ۱۳۹۱ کال د شمېرو له مخې په روسیه کې پر نشه یي توکو روږدو شمېر ۵ میلیونه ته رسېده چې له تردید پرته په ۱۳۹۷ کال کې دا شمېر که لس میلیونه ته نه وي رسېدلی نو له ۷ میلیونه خو کم نه دی. اوس که هر روږدی د ورځې د یو ډالر په ارزښت هېرویین مصرف کړي، د کال دونیم میلیارده او ۵۵ میلیونه ډالر کېږي چې دې ښې ګټې د روسیې واکمنې مافیا پام وراړولی او نه غواړي له لاسه یې ورکړي. له بله پلوه اروپا او ان امریکا ته د نشه یي توکو لېږد مهمه لار له روسیې تېرېږي، اوس نوکه روسي مافیا په ۱۰۰۰ ډالره یو کیلو پېرودلي هېرویین په لندن کې په ۹۰۰۰۰ زره ډالرو پلوري، که روسي مافیا له خپلو افغان پلورونکو د کال یو ټن هېرویین په یو میلیون  ډالرو رانیسي او اروپاته په رسولو ۹ میلیارده ډالر پرې ګټي چې له شک پرته یو نه بلکې څو ټنه هېرویین لېږدولی شي او لېږدوي یې هم. که دوه ټنه هېرویین ولېږدوي، ۱۸ میلیارده او که ۳ ټنه ولېږدوي ۲۷ میلیادره ډالر پرې جوړوي. دا نو هغه ګټه ده چې په بله برخه کې یې روسي مافیا نه شي ترلاسه کولی. پر همدغه دلیل روسان غواړي له افغانستانه د ورتلونکو هېرویینو قبضه په خپل لاس کې واخلي او دغه بهیر لاډېر ډاډمن کړي چې د دغه کار له پاره طالبان تر ټولو غور شریکباڼي دي، نو ځکه روسان پر خپل ټول توان طالبان له مالي او تسلیحاتي اړخه پیاوړي کوي . له همدغه ځایه د امو سیند پرغاړو د طالبانو خوځښتونو منطقي دلیل موندلی شو.             

(۱)غواړم په دې اړه مناسب وخت کې  جلا مطلب  ولیکم