07.05.2018

 ودان روښان 

غلیم غواړي له خوستوالو غچ واخلي

په دې کې شک نه شته چې خوستوال د نورو افغانانو په څېر دېر زړه ور، هوښیار او په وطن مین خلک دي. که د خوست اوسنۍ څېره له څو کاله مخکې سره پرتله کړﺉ په ښکاره به وګورﺉ چې خوستوالو ځوانانو د خپلو مټو په زور له سمندر ورهاخوا هغه د دوی په خپله ژبهپېرې (پورې) چې له دې ویې یې موخه عربي او د خلیج هېوادونو کې په خواریو ګټلې دنیا خپل کور، کلی او ښار ودان  کړي. خوستوالو نه چور او چپاول کړی، نه یې ونډ وهلی، نه یې په دولتي څوکیو د فساد له لارې پیسې ټولې کړي، نه یې له بهرنیانو سره د تړون او پتو ماملو له لارې پیسې وهلي چې بلډینګونه او لوړ پوړې ودانۍ پرې جوړې کړې بلکې د خپلې حلالې مزدوري له لارې یې هم خپل کلی کور ودان کړي او هم یې خپل امنیت ساتلی او تل یې د نورو تالي څټو او ورانکارو ته نه یوازې نه ویلي بلکې غاښ ماتونکی ځواب یې ورکړی دی. سره له دې چې مکار دوښمن تل هڅه کړې د خوست حساس موقعیت ته په کتو دغلته نفوذ وکړي او نه یوازې دغه ولایت ناامنه کړي بلکې د خوست له لارې د افغانستان نورې سیمې هم په اور واړوي خو د دغه ناوړه او بد نیت داغ یې تل پر زړه پاتې شوی دی. کله چې بدنام او قسم خوړلي غلیم د خپلو اجنټانو او لاسپوڅو په لمسولو،هڅولو، تمویل او تسلیح کولو کې خپلې موخې ته ونه رسېد نو یې په خپله د خوستوالو په ځانګړې توګه د ځاځي میدانوالو مقابلې ته راودانګل خو ټولو ولیدل چې شرمېدلې ماته یې وخوړه او مړ څټ پر شا شول. د ورکړل شویو رپوټونو له مخې د همدغه وري میاشتې پر ۲۶ نیټه پاکستاني ملیشو د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ کې پر افغان امنیتي پوستو تېری کړی و چې د امنیتي ځواکونو او ځایي خلکو له کلک غبرګون سره مخ شول

هغه مهال د خوست والي حکم خان حبیبي رسنیو ته ویلي و چې د سیمې اوسېدونکو او افغان ځواکونو د پاکستاني ملیشو د تېري مخنیوی وکړ او تر درنې جګړې وروسته یې پاکستاني لوري ته درنه مرګ ژوبله ور اړولې.

د سرچینې په وینا د پاکستاني ملیشو یو شمېر مړي په سیمه کې پاتې او د درې هغو مړي یې افغان ځواکونو له ځان سره راوړي دي.

د خوست والي په دې جګړه کې د دوو افغان ولسي وګړو د وژل کېدو خبر هم تایید کړی و.

په دې توګه خوستوالو د پنجابي ښکېلاکګرو پوز په خاورو وسولاوه، په ښکاره خو پنجابیانو مړ څت یوازې د خپلو مړو غوښتنه کوله او توبه یې هم وایسته چې بیا به دا پېښه نه تکرارېږي خو هغه ډول چې د قسم خوړولي دوښمن په وینه کې ټګي برګي، چلول، دروغ، دسیسه او دوګه اخښل شوي او د تاریخ په اوږدو کې هم ثابته شوې نو یې وغوښتل چې خپل غچ له خوستوالو په بله بڼه یا په پټه کې په داسې بڼه غچ واخلي چې وار وکړي خو لاس شاته ونیسي. دا ځل دوښمن پخوانۍ کړنلاره بدله او نوي حرفوي قاتلان یې په ډېرو پیسو اجیر کړل، لومړی یې د بي بي سي سیمه ییز خبریال احمد شا په نښه   کړ دا ځکه چې هغه (احمد شا) له لومړنیو خبریالانو و چې په ځاځي میدان کې یې د ماتې خوړلو ملیشو په اړه اړوند رسنۍ ته مالومات ورکړل، نو ځکه خو تېره اوونۍ د اجیرو او پلورل شویو ترهګرو په ډزو کې شهید کړای شو.

له دې سره جوخت ځینې نور روڼ اندې اواغېزمن کسان هم په خوست کې نښه او په شهادت ورسېدل.

 هغه ډول چې د قسم خوړلي غلیم عادت دی چې نه په جومات، نه په جنازه او نه په لمونځ کونکو په لنډو کې په هیچا رحم نه کوي داځل(د یکشنبې ماسپښن) یې د یعقوبیو په نوم د خوست ښار تر ټولو ستر جومات کې پر لمانځه ولاړ و د مسلمانانو ترمنځ بمونه وچول چې د ۱۷ کسانو ژوند یې واخیست او ۳۴ نور یې ټپیان کړل. دوی ته مهمه نه ده چې دغه خلک د الله فرض پرځای کولو او عبادت ته را ټول شوي دي څه ډول او د کومې فتوا له مخې باید ووژل شي؟ دوی ته د پنجاب فتوا او ای اس ای امر مهم دی نه د الله د دین فتوا او د الله په کورکې په عبادت ولاړو لمونځ کونکو ژوند.

دغه او دې ته ورته نورو ډېرو جنایتونو ښودلې چې دوښمن ته یوازې د بادار موخې مهمې دي نه په افغانستان کې د میشتو قومونو مذهب، ژبه، قوم، توکم او نور. دا مسله مې تردې رایاده کړه چې څه موده مخکې د کابل ښار په دښت برچي سیمه کې د تذکرو ویش پر مرکز ځانمرګه برید وشو او درنه مرګ ژوبله یې پرځای پرېښوده. له دې پېښې وروسته ځینو ناخبره یا هم مغرضو کسانو شورماشور جوړ کړ چې ګنې دا توکم وژنه ده او د ځانګړي قوم او مذهب کسان په کې په نښه شوي ... دا... او ... دا... خو د خوست وحشیانه برید او لسګونو نورو ورته برېدونو ښودلې چې قسم خوړلی دوښمن پر هیڅ افغان رحم نه کوي او هرځای یې چې لاس بر شي خپل وحشت او بربریت کوي.

اوس مهمه ده چې ټول افغانان په ګډه، یووالي او هوښیاري د دوښمن مقابله وکړي له دې پرته تېر ځل، دښت برچي، دا ځل خوست، سبا بل ځای او بل سبا به بل ځای همدغه حال وي.

خو خوست!

له هغه ځایه چې پخوا هم د خوست ناامنه کولو په موخه ډېرې هڅې شوې وې خو د خوستوالو په مېړانه او هوښیاري شنډې شوې وې خو اوس داسې ښکار چې د ځاځي میدان له ماتې وروسته خوست ته ځانګړی پلان جوړ او ډېرې پیسې ورته بېلې شوې دي نو ځکه خو باید افغان چارواکي هم دا مسله جدي ونیسي او د خوست امنیت او د خوستوالو دفاع له پاره لا زیات پام واړوي. د خوستوالو لا نور ملاتړ جلبولو کې هاند او هڅې ګړندۍ، دغلته امنیتي ځواکونه پیاوړي او په تېره کشفي او استخباراتي چارې څو ځله زیاتې کړي او پرې نږدي چې خوستوال د خپلو وطنپالو هڅو قرباني شي.