18.11.2018

م.الف. کرگر

په  ټولنيز- اقتصادې جوړښت كې

د روحانيت شننه

ځينې ساده مفاهيم هم كله نا كله تعريف ته اړتيا لري· همدا سببب دی چې· مو ږ تر اوسه په خپله ټولنه كې د دين،ملا  او روحانيت په اړوند يو روښانه تفسير نه لرو. په علمي لحاظ د دين او روحانيت توپير ډير زيات بريښي.  د دين مانا د روحانيت په نسبت يو څه محدود او په يوه خاص تفكر او اعتقاد پورې تړلې ده،  په داسې حال كې چې روحانيت د انسان د وجودې ماهيت سره تړاو او مانا يې  پراخه ده  ·نن ورځ په نړۍ كې زيات كيتونه ،مذهبونه  فرقې او اديان شته چې هر يو ځانته خپل دلايل خو د روحانيت د مفهوم دايره پراخه او د انسان د باطنيت پورې اړونده بلل كيږي

باور داسې دی چې د روحانيت گړنه يا مفهوم له عيسويت نه په اسلامي فرهنگ كې رازيات شوی دی . خو پاتې دي نه وي چې روحانيت يعنې لكه څنگه چې يو هغه ډول ځان وښايو . يعنې صداقت اورښتينواله لرل.  يعنې د خپل همنوع له درد او كړاو نه  خبريدل.  ښه نيت لرل.

په متداول او رواجي فرهنگ كې هغه څوك چې د نفس او عقل عالم او پوه وي په فقه او دينې پوهنو باندې بشپړه  احاطه ولري  روحاني يې بولي. په ټوله كې  په اسلامي  فرهنگ كې موږ اسلامي عالم پيژنو چې قران پيژندونكي وي ، چې پيغمبر پيژندونكي وي ، احاديثو او سنت باندې پوهه ولري.  او په نهايت كې هغه څوك چې په اسلامي فرهنگ وپوهيږي.  په يوه اسلامي پوهنه كې متخصص وي.  خو ځينې كسان دي چې ډير ځان روحاني ښۍ ، ځان سپيڅلي ښۍ  دا بيا بيل بحث دی.

 د اسلام سپيڅلی دين د افغانانو په فرهنگ او ټولنيز ژوند كې ژورې ريښې لري او يا په بل عبارت ټوله بوده او تنسته يي له اسلامي عالي ارزښتونو جوړه ده. زموږ په هيواد كې د اسلام مقدس دين د علم، پوهې او ترقۍ له پاره مثالي او نمونه يي ارزښتونه را منځ ته كړي دي. اسلام او اسلامي مناسك د پرديو په وړاندې تل زموږ د خلكو او او لسونو د يووالي او پاڅون له پاره د الهام منبع وه.

د علم او پوهې په برخه كې موږ وينو چې زموږ په هيواد كې د اوږدې كورنۍ جگړې وروسته د شلمې پيړۍ په سر كې مدرن تعليم رواج شوچې د حبيبې ليسې په جوړيدو سره پيل شو. له هغه د مخه زموږ د هيواد زياتره پوهان او عالمان عارفان او صوفيان، فلاسفه او حكيمان، شاعران او اديبان د اسلامي زده كړو له مركزونو، مدارسو او جوماتونو څخه راوتلي دي.په مجموع كې په اسلامي تمدن كې دا لړۍ په نورو اسلامي هيوادونو كې هم همدا شان وه·خو زموږ په هيواد كې يې ژوندې مثالونه موجود دي. دمثال په توگه :

وايي چې د هارون الرشيد او مامون الرشيد په وختونو كې د بغداد په نسبت په بلخ كې د مدارسو شمير زيات و. او د دغه مدارسو نصاب هغه مهال يوازې په دينې علومو پورې محدود نه بلكې ټول مضامين او علوم په كې شامل و. خو زموږ په سنتي او دوديزه ټولنه كې د ملا دريځ له دينې عالم نه په ټيټه سطح كې واقع وو·

زموږ د هيواد په كليو او ښارونو كې كه جامع جوماتونه د ټولنيزو پريكړو مركزونه وو. دغه راز لوې جامع مسجدونه د علم او پوهي د زده كړې مركزونه هم و· خو پر دې ټولو سربيره چې ملې اسلامي ارزښتونو زموږ د هويت په ساتلو او كره كولو كې مهم رول لوبولى دى، خو د ناپوهو او د پرديو سازمانونو له خوا د استخدام شويو ملايانو ډير بد تصوير زموږ په فرهنگ او ادب كې پاتې شوی  دى.

زياتره څيړونكي د ملا په اړوند يو خاص تفسير لري،په دې مانا چې زياتره ملايان  د اسلامې زده كړو، پوهي او اصولو څخه ناخبره دي . د ملا په اړوند دغه تصوير د روحانيت د موسسې په باب تصور نه دى، بلكې د روحانيت له موسسې څخه د ناوړه گټه اخيستنې او ناسمو تعبيراتو په باب تصوير دى.

په اوسنيو شرايطو كې د پښتنو ټولنه په خاصه توگه يوه تيت پرك او خوره وره پرته ټولنه ده. د انډوليزې ټولنيز اقتصادې ودې نشتوالی د دې سبب شوى دى چې يو ډول نه تواميت او نه انتيگريشن موجود او لاسبرى وي.

هغه څه چې په عامه سطحه په ټولو لرو او برو پښتنوكې شريك دي، هغه پښتو ژبه او پښتنولي ده. پښتو او پښتنولي د دوى د يووالي او نږديوالي عمده فكتور دې.چې البته په اوس وخت كې د نوی والي له څپې سره مخامخ ده.

د انگليسي پوه والتر بيلو(H.W. Bellew) په قول چې په نولسمه پيړۍ كې د پښتنو د ټولنې د بېلابېلوقشرونو او ډلو څيړنه كوي.او د ( A general report on th yusufzais) په نوم اثر يې كښلى دي، د روحانيت په باب وايي: «روحاني د ملاطبقه(كلاس)٬ يا د روحانيت نظم » استانه کې وایي، ملا د روحانيت يوه فعاله كتله ده. د مذهبې ژوند له پاره د نړۍ يا د دونيا پريښودلو په خاطر دوی خپله انرژي د اسلامي احكامو زده كړې او درس وركولو په لار كې لگوي. استانه يا استانه دار كيداى شي خپل ځان د مذهبې احكامو له پاره وقف او يا وقف نه كړي.له دې امله كه دوى دا كار كوي نو په اټكلى توگه خپل پلويان را پورته كوي، خو يو لوى اكثريت ورسره زيات خوښ وي. دوى دونيايي ژوند په خوشالۍ او نيكمرغۍ سره پرمخ بيايي. دوى د مذهب له پاره خپل ژوند وقفوي. په ټولنه كې د دوى كلاس اوس د پاملرنې وړ دى. ملاپه څلوروكتگوريو (برخو) كې پيژندل كيږي. امام-ملا–، شيخ – او طالب العلم.

امام په ساده توگه يو د جماعت مشر دى چې په جومات كې را ټوليږي، يا جماعت ورته ويل كيږي. همدارنگه رسمي دنده لري، د جومات په اړوند په لمانځه كې ړومبنى مقام لري او په ځينو مواردو كې قران لولي او هغه تشريح كوي. هر جومات خپل امام لري يا پيشوا ورته ويل كيږي. دفتر او لقب دواړه ورته ميراثي دي.

ملا يو معمول روحاني دى، په عمومي ډول  له هر جومات سره څو ډوله اړيكي لري. هغه اذان كوي، لمونځ وركوي، او كله چې امام نه وي، د هغه په غياب كې امامت كوي. همدا رنگه طالبانوته مذهبي درس وركوي. د كلي ماشومانو ته د اسلامي دوكتورين په اساس د لمانځه وركولو شكل او بنسټونه ورښۍ چې څرنگه د لمانځه ډولونه زده كړي، همدا رنگه دوى اكثرا د امامت په چوكاټ كې بريالي دي، لقب او دنده اكثرا ميراثي ده.» (۱)

خداى بخښلي كانديد اكاديميسين ابراهيم عطايي ليكي:

«مذهبي مشر ته ملا ويل كيږي، ملاسربيره پر دې چې مسجد ساتي لمونځونه هم وركوي. د مړې د گور او كفن خدمت هم كوي. نكاح تړي. ملا د سپين پټكي په نامه په ننواتې كې هم ځي او كله چې د دوو رقيبانوترمنځ توده جگړه روانه وي نوملايان قرانونه پرسرنيسي او د جگړې ډگرته داخليږي او په دې ډول جگړه بندوي.

كله كله په جرگو او مركوكې اصلي غړيتوب اخلي خو په لويو جرگوكې ملا د جرگې اصلي غړى نه وي. بلكې د دعا له پاره هلته ورځي. په دغسې جرگو كې ملا له جرگو څخه ليرې كښيني او كله چې جرگه فيصله صادروي نوملاته دعوت وركوي او هغه د خير دعا كوي. د ځينو جرگو په پاى كې چې خيرات كيږي، د هغه سرپرستي په منظم ډول د ملا په لاس وي» .(۱)

استاد عطايي مرحوم پخپله شننه كې يو ښه ټكي ته اشاره كوي او هغه دا چې ملا د ټولنې يا كليوالي ټولنې د لوړ كاست پورې تړاو  نه لري بلكې په دوديز ډول ملا د گاونډي يا همسايه په كتيگوري كې گڼل كيږي. 

اړينه ده چې د گاونډي مفهوم هم لږ څه روښانه شي.  گاونډې د پلوان شريك او يا د كلا او كلي په خوا او د ځمكو سره وصل ځمكه لرونكی نه دی. بلكې گاونډې هغه چا ته هم وايي چې له بلې سيمي دغه ياد كلي يا سيمې ته راغلي وي.  خپله ځمكه او جايداد ونه لري. بلكې د هستوگنو خلكو د جايداد او شتو په مرسته ژوند وكړي.  ملايان زياتره له يوې بلې سيمې يا د بېل خيل او تپې مربوط خلك وي چې په يوه كلي او علاقه كې ميشت كيږي.  او د ځانگړو مذهبې خدماتو په بدل كې د ژوند او روزگار مرسته تر لاسه كوي.  اخون درويزه مشهور ملا وو چې په سوات كې ميشت شو ، د پير بابا مريد شو. څه روزگار او معيشيت يې د پير بابا له بركته او څه يې هم د مذهبې خدماتو د تر سره كولو له ليارې تر سره كاوه. 

يا د ملا چې د زيات نفوذ او اقتدار خاوند شو ،د سيمې اصلي اوسيدونكی نه وو· روايت دی چې هغه له پلار سره د افغانستان له شمال نه راغلي وو او په ځينو متونو كې هغه درويزه ننگرهار ي په نوم ياد شوی دی.  خو دا چې ملا په جرگه كې اصلي غړی نه وي ،مانا يې دا هم ده چې د دغه عنعنوي غونډې او مجلس غړيتوب د سټې او قوميت او په قوم كې د نفوذ په بنسټ دی·

همدا شان نورې ډلي يا اقشار هم دې چې يادونه يې اړينه ده.  لكه سيد ،پير ،استانه ،ټولنيز موقف د ملا له  موقف څخه توپير لري. 

د اصيل مفهوم هم په دې برخه كې د پام وړ دی.  د عطايي صيب په باور په قبيلوي اشرافيت كې هغه څوك چې اصيل وبلل شي نو په نورو تفوق لري دا متل په دې متن كې زيات تكراريږي چې وايي :

(( اصيل خطا نه لري او كم اصل وفا نه لري.  هغه قبايل يا خيلونه چې ځانونه اصيل بولي نور د ځان كفوه او سيال نه بولي چې دا خبره د وينې او وراثت پورې اړونده وگڼل شي.

يو بل مفهوم د ستانه په نوم ياديږي. ستانه د بزرگ مانا وركوي.  سيدان ،صاحبزاده گان ستانه بلل كيږي.  ټولنه د هغو  مړی  هم ستانه بولي.  په قومونو او قبيلو كې هم ځينې قوم ته ستانه بلل كيږي. ستانه په زياترو مواردو كې په نورو قومونو كې مدغم كيږي.  دغه كتيگوري خلك د ننواتې په مراسمو او روغه جوړه كې گډون كوي.  سيدان خپله شجره د امام حسين (رض) يا حضرت علي كرم الله وجه يا پيغمبر ته رسوي.  خلك او قومونه ورته په درنه سترگه گوري خو هيڅكله د ملا په سطحه كې نه گڼل كيږي. 

د بيليو په قول استانه دار چې يو د يو مقام مالك دی  په ليرې پرتو سيمو كې د بزرگ په نامه هم ياديږي.  سيدان اكثرا يا په ټوله كې عرب دی چې له مخه مو يادونه وكړه. 

همدا رنگه پير هغه چاته ويلی شي چې افغان يا پښتون وي  او په خپل ژوند كې د معجزې او كراماتو خاوند وي. د هغه پاتې شونې هم د پيرانو په نوم ياديږي.  د اخون درويزه په تذكر ت الابرا ر والاشرار كې په خپل وخت كې د پيرانو شمير سوونه ته رسيده.  خوشحال خان دغه قشر هم په خپلو اشعارو كې غندلي دي.  

مياگان  هم هغه پاتې شوني دي  چې له ټولنيز امتياز څخه برخمن دي  مياگان هم پيرانو او صاحب زاده گانو ته ورته دي  ددوې اجداد او اسلاف هم سره له دې چې افغانان نه دي خو خلك يې خدمت او قدر كوي.  او دپيرانو په څير له امتيازاتو برخمن دي. 

صاحبزاده هم د پيرانو او مياگانو په څير او يا هغو ته ورته دي  چې له صاحبزاده له درجې نه وروسته دي.  دا ځكه چې د دوې اسلاف په اصطلاح د روحانيت په كښته سطحه كې واقع دي.  خو په پورته يادو شيو كتيگوريو سربيره د ملا او طالب العلم ټولنيز موقف جلا او فعال دی.  د دوی درناوی په ټولنه كې د دېنې او مذهبې مراسمو دمجريانو په بنسټ دي.  دغه كړنې د دی سبب شوی چې په ټولنه كې نفوذ او قدرت پيدا كړي·

په كليوالو سيمو كې د دوې نفوذ د جوماتونو په سطحه كې دی. په وړو كليو كې يو او په لويو كليو كې تر څلوروپورې جوماتونه وجود لري، د كلي خلك په گډه سره د جومات له پاره ملا نيسي، د كلي خلك ملا ته سړي سر ( نارينه چې لمانځه ته ځي) د اوړي او مني په درمندونو كې غنم، جوار د (اړى) يا امامتۍ په نوم وركوي. پردې برسيره ملا ته سرسايه ،خيرات ، زكات، شكرانه او د اوسيدلو له پاره كور يا كوټه هم وركوي. همدارنگه خلك د غم او ښادۍ په حالاتو كې د ملا له پاره برخه هم ورليږي. ملا يوازې د خپل ځان او د كور د افرادو له پاره جامې اخلي چې په ځينو وختونو كې د كلي شتمن اشخاص ملاته د جامو د اخيستلو له پاره نغدې پيسې هم وربخښي، په كليو كې ملايان دا دندې تر سره كوي:

۱. د كليو د خلكو له پاره پنځه وخته لمونځ وركوي، اذان وركوي او مذهبي احكام تبليغوي.

۲.په جوماتونو كې ملايان نجونو او هلكانو ته درس وركوي او لمونځ ور زده كوي، نجونې چې لږې غټې شي نو بيا جومات ته نه ورځي، په جوماتونو كې دوه ډوله كسان درس وايي:

يو هغه كليوال هلكان دي چې يا سهار د وخته او يا له ښوونځي وروسته جومات ته ورځي او هلته مذهبي درس وايي.

بل هغه ماشومان يا هلكان دي چې په جومات كې په دايمي توگه مذهبې درس وايي. دوی په لومړي قدم كې د چړي په نوم ياديږي، د چړي دنده دا وي چې مشرو طالبانو او ملا ته دكلي د كورونو څخه ډوډۍ يا خواړه چې دټوك يا چنډې په نوم هم ياديږي ، راټولوي. همدغه چړيان چې كله لږ څه زده كړي او لږ لوي شي نو د طالب په نوم ياديږي.

د چړې نوم هم تصادفي هغه نه دی. يعنې هغه څوك چې چړ كوي  له كورونو خيرات او ټوك راټولوي. وايي چې چړې او طالب هغه څوك دی چې ډوډۍ د كليوالو له كورونو راټولوي او خپل كالي پخپله پري منځي  او خوب په جومات كې كوي.  چې له دې امله د دوې په منځ كې د زيات اخلاقي فساد د موجوديت گومان هم كيږي. 

ملا همدا رنگه د نوې زيږيدلي ماشوم په غوږ كې د اذان كولو دنده لري.كله ناكله دم او تعويذ وركوي ، د قران مجيد په ختم كې برخه اخلي او ختم كوي. د مړي د تدفين او تكفين مراسم او مذهبى مراسمو څارنه او پالنه هم كوي. (۱)

الفنستن چې د نولسمې پيړۍ په سركې افغانستان ته راغلي او يو معتبر كتاب يې كښلى دى، د ملا په باب او د هغه د نقش په باب داسې يو تصوير وړاندي كوي وايي:

«په ټولنيز ډول دوى فعال او په نسبې توگه لايق كسان دي او د خپلې ډلې دگټو ښه پروا ساتي او احتياط كوي چې خپل لوړ والی خوندي وساتي. دوى دخپل ملك دډيرو برخو خاوندان دي ، دځوانانو روزنه دقانون تنفيذ او په ټول ملك كې د قضا اداره چې د پاچا تر واك لاندې، دوى ته ورسپارل شويده او دغه امتيازات له هغه احترام سره يوځاى چې په ناپوهو او خرافات خوښو خلكو كې د دوى د علم په وجه دوى ته كيږي، ملايان په دې قادر گرځوي چې په ځينو خاصو حالاتو كې په افرادو او ان د اشخاصو په يوې ډلې باندې نږدې نامحدود قدرت ولري. حاكمان او نور ملكي مامورين تر څارنې لاندې ونيسي، او ځينې وخت پخپله پاچا وبيروي او زيان ورته ورسوي. په مسلمانانو كې هغه وخت چې له شريعت نه خلاف كارونه كيږي، له دغه قدرت څخه بده استفاده كيږي، خو په عين وخت كې زياتره وخت د ملايانو له دغه نفوذ څخه د مملكت په ډيرو برخو كې چيرته چې د عامه سولي د ټينگولو له پاره نور وسايل وي، د شخړو او دعوو په فيصله كولوكې په گټور ډول استفاده كيږي. د دغسې مذهبې شخصيتونو لښكرې زياتره وخت د هغسې دود، دولسونو په منځ كې له اوږدو چپنو سره ښكاره كيږي چې دجنگ له پاره تيار او اماده وي.» [i]

بايد وويل شي  چې دالفنستن نظريه په دې برخه كې د ملا يانو د نخبه قشر په اړوند دی چې له دربار سره نږدې شوي او د قضا او شريعت چارې پر مخ بيايي دا بهير په كليوالو او ليرې پرتو سيمو كې نه وو.  دې كې شك نشته چې د مركزي دولت په منځ ته راتلو سره ملايان هم گام  په گام په سياسي واكمنۍ كې ورگډ شول.  د مذهبې مناسكو د اجرا برسيره يې د قدرت خوند هم وڅښه. 

الفنستن زياتوي:

«له هغوملايانوپرته چې دينې منصبونه لري، يا له دولت څخه وظيفې او معاشونه اخلي ٠٠٠٠ او تر هغو لا ډير د كليو ملايانو ته چې د فصلونو يو څه ورته وركول كيږي، ډير نور ملايان د ځمكو يوه برخه د بخشش په توگه په لاس كې لري، چې يا يي پاچا يا يي د كليو مشران وركوي. او يا ځيني افراد يې د ميراث نه ورپه برخه كوي. ځينې نور ملايان د شرعي قانون په تدريس او تمرين ژوند كوي، نور يې په مكتبونو كې تدريس كوي او يا دشتمنو كسانو د زامنو شخصي معلمان وي. ځينې نور يې د تبليغ په كار لگيا دي. او اولس يې ژوند ورتامينوي، ځينې په هغو وقفي وظيفو ژوند كوي ، چې دولت او كلي يې شاگردانو ته ورپه برخه كوي چې د هغو په ملك كې سفر كوي او ځينې نور ملايان يا كوم كسب او يا دهقاني كوي. او يا په خپلو نورو وسايلو خپل ژوند تامينوي. په خپله خوښه خپل تحصيل پر مخ بيايي اومشغوليت  لري.» (۲)

په هر صورت په افغانې ټولنه كې يو اساسي عنصر چې د ملا دقدرت او ځواكمنئ سببب شوی په هيواد د بهرنيو هيوادونو او ځواكونو يرغل او اشغال وو. افغانې ټولنه چې د بيلابيلو قومونو او قبايلو اومليتونو او يا نژادي واحدونو (اتنيك ډلو ) نه جوړه وه او ده  د بهرنيو ير غلگرو په وړاندې د اسلام سپيڅلي دين د خلكو د پاڅون او يوالي له پاره قوي انگيزه وه. د دې انگيزې پيدا يښت مشرتابه ته په رسيدو كې له ملا سره  مرسته وكړه خو له بلې خوا همدغه قشر چی له سياسي بصيرت نه بې برخې  او د هيواد په جغرافيه معتقد نه وو ،په ډيره ارزانه بيه د بهرنيو يرغلگرو يا پرديو له ملاتړ او حمايت نه برخمن هم شو.  په همدې ډول يې د سياسي اقتدار او حاكميت مزه وڅښله.  دې خوند او مزې هغه نور هم د قرانې احكامو د پلې كولو له چارې وويست.  نور يې هم افراطي كړ. بې رحمه يې كړ او دپر مختگ په مخالف لوري كې يې ودراوه.  دين او دينې ارشادات او قراني احكام يې له ياده ووتل او په سياست كې دخيل شو.  سياست او دين يې سره يو ځای او يويې د بل له پاره وسيله كړه. 

د افغان او انگليس ترمنځ جگړې او له هغو وروسته د ملا ځواكمن كېدل او بيا د شوروې پوځونو له راتگ نه وروسته دغه انگيزه لا پسی پياوړي شوه.  په دې ترڅ كې نور زيات د پرديو په خدمت كې ولويد.  د افغان شوروي د جگړې پر مهال ټول جهاد د يادې انگيزې له مخې د مذهبې توند لارو له خوا مشرې شو· خو دا هغه ملايان او يا مذهبې توند لارې وو چې په اسانئ د گاونډيو هيوادونو له خوا دخپلو موخو د عملي كولو له پاره وكارول شول نه د واحد ،هيواد د خپلواكۍ او اعمار له پاره.

+

منابع  او  ماخذ:

۱-  H.W. Bellew. A general report on the Yusufzais. 2001 p.188

۲- عطايي  كانديد اكاديميسين محمد ابراهيم.  دپښتنو دقبيلوي حقوقي اصطلاحاتو قاموس·دپښتو څيړنو نړيوال مركز كال  :          ۲۵۶ مخ

۳- د پښتنو ټولنيز اقتصادي جوړښت·دپښتو څيړنو نړيوال مركز. علومو اكاډيمي. كال :    ۲۰۸.  مخ

۴- مونت ستيوارت الفنستن·دكابل سلطنت بيان(داستاد حسن كاكړ ژباړه ) دپيښور چاپ. دانش خپرندويه موسسه. كال : ۲۲۱ مخ

   ۵-  مونت ستيوارت الفنستن هماغه اثر مخ