04.10.2018

دستگیر روشنیالی

د انتخاباتو هدف د ټولني حاکميت دی، نه د ټولني محکوميت

ته،  د ځان  محکوميت ته رايه مه ورکوه.

په غله، غاصب، فاسد، رياکار او غولونکي پسي تلل د ځان محکوميت دی.

په خپله فکر وکړه، په نورو پسي په منډو وهلو د پسه په شان عمل مه کوه.

انتخابات قبيلوي او قومي سيالي نه دی. انتخابات مذهبي سيالي هم نه دی. انتخابات سياسي سيالي دی.

د افغانستان حالت خورا پيچلی او ماتيدونکی دی او دلته له پخوا جوړ شوي پروگرامونه، تگلاري او طرحی حل کونکي نه، بلکي بحران راوړونکي دي. دلته بي له دي چي لوری معلوم وي حالت بدليدونکی ځانگړتياوي لري او په چټکي سره بدليږي او دا د يوه نامعلوم او مبهم حالت ځانگړتياوي دی. په ټولنه کي بايد د بدلون او حرکت لوری معلوم وي.

 انسانان هميشه په ښه پسي گرزي او چي ټاکني وي ښه به هم پيدا شي. خوکه ښه نه وي له بدتره بد ښه دی. په افغانستان کي انتخابات يوه لويه تاريخي سياسي لاس ته راوړنه ده او بايد وساتل شي او د سياسي فرهنگ په نه ماتيدونکي او شا ته نه گرزيدونکي بنياد بدله شي. په افغانستان  کي تر اوسه هم د  تور انقلاب او د ديکتاوري د را گرزيدو او د زور پوسيله د واک د تر لاس کولو خطر خورا پياوړی دی. موږ وينو چي دلته څه ډول د انسانانو په ارادو او انديښنو معاملي او سوداگري کيږي او یو شمیر رياکاران په څومره تيزي او مهارت سره بی له دي چي سړی پوه شي د انسان اراده او د تصميم حق غلا کوي.

  زه تا ته نه وايم چي دي او يا هغه ته رايه ورکړه. په خپله فکر وکړه، په خپله واوره او په خپله ووينه. ته د رايو صندوق ته د بل د ارادي په ځای له خپلي ارادی او خپل تصميم سره ورشه او له ځانه مه بيگانه کيږه. او دا کار د احساس او عاطفي په ځای د عقل په بنياد وکړه.

عاطفه ، احساسات، تطميع کول. قومپالنه، سمت پالنه ... تا له ځانه بيگانه کوي، د ارادي خپلواکي دي اخلي او ته په دي کار سره له خپله ځانه انکار او د يوه نا بالغ انسان په توگه عمل کوي. له خپلي ارادي انکار له ځانه انکار کول دی.

دلته داسي زور سالاران، رياکاران او ځان پالونکي شته دي چي د قوم، مذهب... په نومونو غواړي په زرګونو انسانانو ته فرمان ورکړي او د پسونو په شان يي له پخوا ټاکل شوي او جوړه شوي دروازي تير کړي ... زه دي ته رايه ورکوم، ځکه چي پښتون دی، زه دي ته رايه ورکوم ځکه چي تاجيک دی. زه دي ته رايه ورکوم څکه چي هزاره دی. زه دی ته رايه ورکوم ځکه چي ازبيک ... دي. دا سياسي سيالي نه دی. دا قومي سيالی او يو عاطفی چلند دی . دا د ويشونکو عنصرونو په بنياد يو ويشونکي تصميم دی چِي د عقل او خپلواکي ارادي په ځای د جمعي عاطفي په بنياد عمل کوي او دا په طبعي توگه نه د ملت جوړولو او نه هم د يوه مدرن دولت له جوړولو سره مرسته کوي. جمعي عاطفه په هرحالت کي بده نه دی، جمعي عاطفه پياوړي مثبت ځانگړتياوي لري او يوضرورت دی. خو انتخابات او په انتخاباتو کي گډون کول فردي مسله او فردي حق دی.

ته د يوه فرد په توګه  په رايه ورکولو سره په خپلواک په توگه د ټولني په برخليک کي گډون کوي او د تا رايه  د بلي هري رايي په شان  وزن او تاثير لري. ته بايد په خپله اراده او د تصميم نيولو په خپل حق حاکميت ولري. د بل په اراده، د بل په تصميم او د بل په لارښوونه رايه ورکول په ټولنه کي او د هغي په برخليک کي د تا د ونډي رول ځه وي؟ ته په خپله فکر وکړه، په نورو پسي په منډو وهلو له ځانه پسه مه جوړوه.

ته په مستبد، رياکار، غولونکی، واک او ثروت پالونکي پسي مه ځه. په هغه پسي هم مه ځه چي شا ته د ټولني د گرزولو اراده او تگ لاره لري. د هغه په پله هم مه ځه چي د رياکاري په دود خپله څيره او خپله شمله بدلوي. ته خپل برخليک او خپله راتلونکي دا ډول وگړو ته په لاس مه ورکوه.

بي له شکه همدا ته يي چي سياست او واک د قبيلو، قومونو، مذهبونونو له سيالې را ایستلی شي. په افغانستان کي د اوږدي مودي له پاره واک د قبيلو، قومونو... د سيالې موضوع گرزيدلې ده او سياست په پراخه اندازه قومی او مذهبی شوي دی. دا ناورين دی. دا د ظلم او استبداد ادامه دی. دا د لوری ورکيدل دی چي په يوه ټولنه کي سياست خپلواک نه وي او همدا نن يو ځل بيا هڅه کيږي چي سياست او واک د قومي، مذهبي، کورنيو ... د سياليو موضوع وگرزوي.

کانديدان او شعارونه

د کانديدانو شعارونه د هغوي د فهم، د هغوي د سياسي شعور او د هغوي د غوښتنو انعکاس دی. همدا مهال د کانديدانو شعارونه ښیی چي دلته سياست څومره قومي او څومره له قوميت متاثير شوی دی. سره ددي چي انتخابات سياسي سيالي دی، خو يو شمير کانديدان د رياکاري په دود هڅه کوي په قومي، مذهبی او محلي څيره را څرګند شي او خپل بری هم په هويت او قوميت کي لټوي. دا ډول وګړي بی له شکه واک پالونکي، تيرايستونکي او دروغجن دي.  د بری راز د قوميت او هويت په ځاي په انسانيت کي دی. له بده مرغه په دي برسيره  د کانديدانو شعارونه او غوښتني د ټولني د واقعيتونو او ضرورتونو په ځاي غولونکي، نامعلومي او مبهمي دي.  يو شمير شعارونه هيڅ ډول سياسي ځانګړتياوي نه لري، خالص قومي، مذهبی، عاطفي... شعارونه دي. يو شمير شعارونه  هوسانه، خيالي او نه عملي کيدونکي دي. يو شمير شعارونه ويشونکي او بحران راوړونکي دي. په يو شمير شعارونو کي د راتلونکو بحرانونو نښاني ليدل کيږي. ځيني شعارونه د اميد په ځای ډار را منځ ته کوي، په بل عبارت دا د ډار او نه ډاد شعارونه دي،  يوشمير شعارونه په ضد او نقيضو کلماتو ښايسته او هيڅ ډول مشخص او معلوم مفهوم نه لري ... که دا له يوي خوا د يوه وروسته پاتي سياسي شعور استاذيتوب کوي، له بلي خوا دا حالت ښيي چي دوی نه تولنه پيږني او نه د تولني غوښتني درک کولاي شي.  د دوي لويه برخه په واک او ثروت پسي ځي. ددي مايوسونکو شعارونو تر څنګ داسي شعارونه هم شته دی چي د پرمخ تللی سياسي شعور استاذيتوب کوي او سړی ته اميد ورکوي، خو ونډه يي ډیره کمزوري دی.

ځان محکومونکي ټولنه

بله بدمرغي دا دی چي ټولنه يرغمل او د ځان له پاره نه دی.  دا ټولنه د خپل برخليک او خپلٍ راتلونکي په هکله بي تفاوته چلند لري. دي ټولني څو ځله د ځان د محکوميت له پاره رايه ورکړي، دي ټولني څو ځله د ځان د محکوميت له پاره بلواګاني، پاڅونونه  او جنګونه کړي...  دا ځل هم داسي پياوړي نښاني شته دي چي دا ټولنه به يو ځل بيا د قاتلانو، زور سالارانو، بنياد ګرايانو، فاسدو او غلو په انتخاب سره د ځان د محکوميت له پاره رايه ورکړي. د انتخاباتو هدف د ټولني حاکميت دی، نه د ټولني محکوميت.

انتخابات د قبيلوي او قومي توربورگنيو په ځای سياسي سيالې ده. همدارنگه انتخابات د سياسي سيالې تر څنګ د واکمنو او ټولني تر منځ د باوررامنځ ته کول هم دی، کوم چي د افغانستان په سياسي تاريخ کي يي ځای خالې دی. په افغانستان کي تر اوسه د واک او ټولني تر منځ باور نه دی ايجاد شوی او زه باور نه لرم چي دا خلا به په څو انتخاباتو له منځه ولاړه شي.