02.08.2018

دستګير روشنيالی

يو هيواد او دوه واکمن سيستمونه

 

افغانستان د دوه سيستمه کيدلو توان نه لري.  دلته همدا اوس د يو ځای کونکو ارزښتونو په پرتله ويشونکي زاړه ارزښتونه پياوړي دي.

په افغانستان کي حوادث په چټکي سره وده او عمل کوي او په دي برسيره په دي هيواد حوادث او نوي جوړښتونه تحميل کيږی. دا نه يوازي په ځينو نظرياتو او فکرونو د بطلان کرښه را کش کوي، بلکي د دي هيواد  راتلونکي او د حوادثو د حرکت لوری له ابهام او نامعلوم حالت سره مخامخ کوي. دا ډول حالت به داسي امکانات را منځ ته کړي چي ممکن ناممکن او ناممکن ممکن کړي. هو! هغه څه چي پرون ممکن وو نن ناممکن شوي او هغه څه چي پرون ناممکن وو نن ممکن شوي او دا د يوه ثبات لرونکی هيواد ځانګړتياوي نه دي. هغه څه چي پرون موږ نه غوښتل نن يي منلو ته ځان چمتو کوو او هغه څه  چي پرون موغوښتل نن مو له لاسه ورکړي او له لاسه يي ورکوو. د موږ د پرونيو غوښتنو او هيلو په ځاي د دوښمن پياوړي سنګرونه جوړ شوي دي، کومو چي د افغانستان موجوديت يي له خطر سره مخامخ کړی.

له بده مرغه افغانستان په موجودو ستونزو برسيره د انتظار او ارادي خلاف د يوه هيواد او دو سيستمونه په لور روان دی. طالبانو ته د ځينو سيمو پريښودل به د امن دسيمو د ايجاد په ځای به يو نوی له خطره ډک ويشونکی عمل وي. دا به افغانستان په يوه دوه سيستمه هيواد بدل کړي. دا به د واک او د قانونيت ويش وي. افغانستان چين نه دی چي د اوږدي مودي له پاره د يوه هيواد او دو سيستمونو له حالت سره ژوند او کار وکړي. د افغانستان په شان په يوه کمزوری هيواد کي د واک او قانونيت ويش کولاي شي د حاکميت د ويش په لور د دي هيواد لارښوونه وکړي. پدي روانه جګړه کي ايديولوژيک لامل پياوړی او کله کله ټاکونکی رول تر سره کوي او ايديولوژی هغوي هم ويشي او د يو بل په وړاندي يي د دوښمنانو په توګه دروي چي مشترک دين، ګډه ژبه او ګډ فرهنګ لري او حتی د کورني د غړو عاطفه او احساس له منځه وړي او يو د بل په دوښمنانو يي بدلوي. دا ډول ويش په ځانګړي توګه د پښتنو په سيمو کي ډير ليدل کيږي او د ننګرهار خلک په نه دريدونکي توګه هره ورځ د ايديولوژيک آور په لمبو کي سوزي. طالبان يوازي يو نظامي ځواک نه دی چي د واک له پاره جګړه کوي. طالبان په اوله درجه کي يو ايديولوژيک ځواک دی او طالبانو ته د ځينو سيمو سپارل به په دي سيمو کي د يوي ايديولوژی د واکمني په معني وي. په دي هکله ستونزه يوازي طالبان نه دي. داعش يو زياتيدونکی خطر دی. په ننګرهار برسيره له زابل ... هم د داعش د پياوړي کيدو خبرونه راځي. په دي سيمو کي به زياته اندازه عنعنوی ټولنيز او فرهنګي بندونه به نورهم بي اعتباره او مات شي.  دلته به مذهبي افراطيت نور هم پياوړی شي، له ځانه او انسان بيګانګي به په بي ساري توګه پراخه شي، عاطفه او احساس به مړه شي او په نويو نومونو به نوي ډيري بي رحمه او ډيري ظالمي افراطي ډلي چي هدف يي د هر چا ځورول او د هر چا مجازات کول وي را منځ ته شي.  همدارنګه به دا سيمي  د عقل، استعداد او پوهي په ګورستانونو بدلي شي. د ننګرهار له حالته درس او عبرت اخستل په کار دي.

د امن د سيمو ايجاد به په نظامي برخو کي يوه  تاکتيکي لاس ته راوړنه وي، خو په انساني، ټولنيزو او فرهنګي برخو کي به د يوي اوږدي مودي ناورين وي او دا به د هغوي ناورين هم وي چي تر اوسه دنيا ته نه دي راغلي. د امن د سيمو او يا طالبانو ته د ځينو سيمو د سپارلو د سياست په هکله بيا او بيا کتنه په کار دی. دا د ژوند او راتلونکي ضرورت دی چي په دي برخه کي له عمل کولو مخکي بيا او بيا فکر وشي او د دي عمل پايلي او تاثيرات و سنجول شي. همداشان له عمل کولو مخکي لاندي پوښتني ځوابونه پيداشي.

- نن مصالحي ته د طالبانو د کينولو له پاره د فشار راوړلو دوه پياوړي وسيلي شته دي. يو پاکستان او بل پوځي عمليات. که طالبانو ته ځيني سيمي ورکول کيږي او يا هغوي ته د امن سيمي جوړيږي او له پاکستان طالبان همدي سيمو ته راشي او پوځي عمليات هم ورباندي نه کيږي. په دي ډول حالت کي چي دولت دوه د فشار وسيلي له لاسه ورکوي او په کمزوری دريځ کي راځي د مصالحي کولو برخليک به څه وي او څه ‌ډول مصالحه به کيږي؟

-  که مصالحه نه کيږی دا سيمي به د پوځي عملياتو په وسيله د دولت تر کنترول لاندي راځي او آيا دا به د يوي نوي جګړي په معني نه وي؟

-  که پوځی عمليات په ضرورت بدليږي افغانستان به په خپلواکه توګه دا دنده تر سره کړي؟

-   دا ډول  حالت به طالبانو ته د خپلو ليکو د تنظيم کولو او وسله وال کولو زياتي زميني مساعدي نه کړي؟

-  همدا شان دا ډول يو حالت به په افغانستان کي د پاکستان لاسوهني پراخي او پياوړي نه کړي؟