04.12.2018

دستگیر روشنیالی

 جنگونه ختم کيدونکي دي که سياست انساني شي

دلته هر څه بايد له سره تعريف شي

هره ورځ د وژلو او ترور کولو خبرونه دي. يو د دين په نوم د دين دوښمنان وژني. بل د قوم په نوم د قوم دوښمنان وژني، بل د نژاد په نوم د نژاد دوښمنان وژني... نه يوازي نن، پرون هم په ميليونونو انسانان د دين، نژاد، ايديولوژي، قوم، ملت ... په نومونو نفي شوي او حذف شوي دي. په همدي ورځو کي د دين په نوم په ميانمار کي يوه لويه انساني فاجعه روانه ده. دلته په لسگونو زره انسانان په دي گناه چي مسلمانان دي له تعقيب، شکنجي، فرار او مرگ سره مخامخ دي او دلته هره ورځ د بشريت په ضد جنايت کيږي.

همدي ويشونکو عنصرونو سياست او سياسي فرهنگ د خشونت، وژلو، نفي کولو ... په ميدان بدل کړي دي. په پيړيو پيړيو د افغانستان سياست او سياسي فرهنگ د " هرڅه يا هيڅ" د مخاليفينو حذف او نفي کول او خپله اراده او خپل نظر د ټولني اراده او د ټولني نظر تعريف کول...متاثير دی. دلته هغه چا هم واک لاسه کړي چي نه د ټولني ضرورت، نه د زماني ضرورت وو او نه یي د ټولني له پاره برنامه او تگلاره درلوده او دا په ټولنه د يوه گروپ، يوه تفکر، يوې ايديولوژي او د يوه سياست تحميل کول دي. دلته د ځان د تباه کولو او له پوهي او پرمختگ د راتلونکو نسلونو د بي برخي کولو لښکري جوړي شوي دي. دا هغه څه دي چي يوازي په يوه کمزوري، په يوه بي تفاوته او په يوه نابالغه ټولنه کي په واقعيت بدليږي. دا هغه څه دي چي په يوه تر اسارت لاندي ټولنه کي پلي کيږي. جنگونه، بلواگاني، انقلابونه، ټولنيزه بي ثباتي، ټولنيزه بي باوري ... هم د يوې نابالغي او کمزوري ټولني ځانگړتياوي دي. افغانستان...

دلته د اوږدي مودي له پاره له يوې ميليوني ټولني سره له يوي خوا د مطلقيت او له بلي د واقعيتونو د ساده کولو په بنياد چلند شوی او هڅه شوي همدا ميليوني ټولنه د فرمان او قوماندي په دود بدله کړي. په داسي حال کي چي ټولنه نه په فرمان او نه هم په قومانده بدليږي. د لته په سياست او سياسي فرهنگ کي د دوست، د مخالف او د دوښمن مشخص تعريفونه نشته دي او دا د سياسي پوهي بي وزلي او د سياسي فرهنگ خواري دی.

زه تر اوسه هغه سياسي گوند نه پيږنم چي انساني ارزښتونه یي د خپل سياسي تفکر په بنيادونو بدل کړي وي او يا د سياسي تفکر په مرکز کي یي انسان وي. دلته گوندونه پياوړي مذهبي، قومي، گروپي او ايديولوژيکي ځانگړتياوي لري او دا د سياسي شعور وروسته پاتي والی او د ټولني او زماني له غوښتنو د درک کمزوري دی.

د برابرو مکلفيتونو او نابرابرو حقونو ټولنه

قومي او مذهبي واکمني په ټولنه کي دواړو تبعيض او نابرابري ته قانونيت ورکوي.

د قوم سياسي کول په ټولنه کي قومي تبعيض، د نژاد سياسي کول په ټولنه کي نژادي تبعيض، د دين سياسي کول په ټولنه کي ديني تبعيض ... ته قانونيت ورکوي. د بيلگو په توگه په ايران کي له سونيانو او په عربستان کي له شعيه گانو سره ښکاره تبعيضي او نابرابر چلندکيږي او په دي دو هيوادونو کي سونيان او شعيه گان برابر مکلفيتونه او نابرابر حقونه لري او نه يوازي له ښځو، بلکي له اقليتونو سره هم د دوهمي درجي انسانانو په شان چلند کيږي. په ايران کي سونيان او په عربستان کي شعيه گان عملآ دوهمه درجه انسانان دي. په اول کي شعيه ګان او په دوهم کي سونيان د واکمني کولو حقونه لري. په دي دوه هيوادونو کي د انسان په ځای مذهب د سياست او سياست کولو معيار دی.

قومي او مذهبي واکمني هڅه کوي بشري حقونه نسبي کاندي او يا هم بشري حقونه د فرهنگي نسبيت تابع وگرزوي. بي له شکه فرهنگونه نسبي او يوله بل سره توپيرلري. خو پوښتنه داده، چي انسان او د انسان مفهوم به څه ډول او په کوم منطق نسبي کيږي.؟ انسان او د انسان مفهوم نه نسبي دی او نه نسبي کيداي شي. انسان د دنيا په هر هيواد، د دنيا په هره برخه، د دنيا په هرفرهنگ کي، د دنيا په هرنژاد کي، د د نيا په هر قوم کي اود دنيا په هر دين کي انسان دی. کله چي د انسان مفهوم نسبي نه دی په طبعي توگه دانسان حقونو او ازاديگاني هم نسبي کيداي نشي او نه ددي او هغه فرهنگ، نه ددي او هغه قوم، نه ددي او هغه نژاد او نه ددي او هغه دين تابع گرزول کيداي شي.

پوښتنه دادی،که دانسان سرشت يو وي، ولې له انسان سره د همدي اصل په بنياد چلند نه کيږي او ولې د انسانانو ترمنځ اړيکي د همدي اصل په بنياد نه جوړيږي.؟

هر سياست د ارزښتونو په زور حرکت کوي

انساني غوښتنو ته په انساني ارزښتونو ولاړ سياست ځواب دی.

افغانستان يو سالم سياست او يوه په تفاهم ولاړ سياسي فرهنگ ته ضرورت لري. دواړه سياست او سياسي فرهنگ په ارزښتونو ولاړ دي. که دا ارزښتونه نژادي، قومي، ايديولوژيکي، مذهبي... وي سياست هم له يوي خوا ويشونکی او له بلي خوا نفي کونکي او د نور په وړاندي د زور او خشونت ځانگړتياوي غوره کوي. ويشونکي عنصرونه سياست محدود کوي، د سياست خپلواکي له منځه وړي، سياست له يو بله د نفرت کولو په ډگر بدلوي او ټولنه له سياست بيگانه کوي.

سياست هغه وخت سالم او سياسي فرهنگ هغه وحت په تفاهم مشخص کيږي چي دا دوه په يو ځای کونکو ارزښتونو تکيه وکړي. نه يوازي د افغانستان تجربه، بلکي دنيا تجربه هم دا ثابتوي چي يو ځای کونکي ارزښتونه نه يوازي د تفاهم، نه يوازي يو بل ته د نږدي کيدو، نه يوازي يو بل ته تيريدو، نه يوازي د مصالحي او سولي، بلکي له سره د سياست، د سياسي فرهنگ، د ټولني، دانسان ... د تعريف کولو زمينه هم برابروي. دلته هر څه بايد له سره تعريف شي او ددي تعريف کولو تر ټولو سخته برخي د ځان او د خپل پرون تعريف کول دي، کوم چي دواړه فهم او شهامت غواړي. افغانستان د سياست د قومي کولو، د سياست د ايديولوژي کولو، د سياست د مذهبي کولو، د سياست د فاميلي کولو... نه يوازي پراخي تجربي لري، بلکي پايلي بي هم لمس او ليدلي دي چي هر يو یي په خپل وار يوه فاجعه او يوه تراژيدي وه او دی. اوس بايد د سياست انساني کولو ته چانس ورکړل شي او امکانات ورته برابر شي.

يو ځاي کونکي انساني ارزښتونه په بشپړ ډاډ او تضمين کولاي شي سياست له ويشونکو عنصرونو: قوم، نژاد، مذهب، ايديولوژي، فاميل ... وژغوري، خپلواکي یي تامين او انساني شي. که دا کار وشي نه يوازي به په ټولنه کي سياسي بيګانگي ختم شي، نه يوازي به ټولنه سياسي شي، بلکي بيا به څوک دي جنايت ته زړه نه ښه کوي چي ګويا د قوم په نوم د قوم ، د دين په نوم د دين ، د نژاد په نوم د نژاد ... دوښمنان وژني.

يو ځای کونکي ارزښتونه نه د چا کشف دی او نه موږ له دي ارزښتونو بيگانه يو. دا انساني ارزښتونه دي او دا د هيچ چا له خوا انسان ته په سوغات نه ورکول کيږي. انسان د خپل انسان والي په بنياد دا ارزښتونه لري. دا د ما او تا ارزښتونه دي او دا د هر چا ارزښتونه دي. نژاد، قوم، دين، ملت ... دا ارزښتونه نشي مناثير کولاي او نه ددي ارزښتونو ځانگړتياوي بدلولاي شي. هر مسلمان انسان دی، هر عيسوي انسان دي، هر هندو انسان دی... هر هزاره، هر تاجيک، هر ازبيک، هر پشتون... انسان دی او انسانان هغه وخت يو بل ته نږدي کيږي چي يو بل د انسان په توگه درک کړي.

قومي سياست د قومي غوښتنو، مذهبي سياست د مذهي غوښتنو، نژادي سياست د نژادي غوښتنو او انساني سياست د انساني غوښتنو ځواب دی. دا د فهم وړ خبره ده چي سياست سبا نه انساني کيږي. لاره سخته او اوږده ده خو د سياست انساني کيدل د ارمان په ځای يو عملي او ممکين هدف دی.

نن په نړۍ کي د ټولو ستونزو، جگړي، ترور، ناسيوناليزم، پاپوليزم، د قوم په بنياد د هيواد او ملت جوړولو د تفکر پراختيا، د ملي پولو د بيا جوړولو ... سره سره دا انساني ارزښتونه دي چي د بل هر تفکر او د بلي هري ايديولوژي په پرتله وده کوي، پراخيږي او جهاني کيږي. نن دا ناسيوناليزم او د دنيا په دي او هغه کنج کي د ناسيوناليزم او پاپوليزم غورځنگونه او څپي ... نه دی چي د راتلونکي لوری ټاکي دا انسان او انساني ارزښتونو دي چي نړۍ او راتلونکي ته لوری ورکوي.

نړۍ هيڅ کله د نن په شان هوسا او پر مخ تللي نه وه. په نړۍ کي هيڅکله د نن په شان انساني بيداري پراخه او انساني غوښتني پياوړي نه وي. انسان هيڅکله د نن په شان د خپلواکي، د انديښني د خپلواکي د درلودلو او د خپلواک شخصيت د جوړولو هڅي نه درلودي.

د خلاصون لاره د سياست انساني کول دي