26.06.2018

دستگیر روشنیالی

د حل تر ټولو ښه لاره په ټولنه کي د انساني ارزښتونو واکمني دی

د انساني ارزښتونو واګمني يوه تيوريکه فرضيه نه، بلکي يو واقعيت دی.

ټولنه د انسان کور دی او انسان بايد په مرکز کي وي.

ټولنه د ټولني جوړښتونه د انسان د کار محصول دي نو ولي انسان په مرکز کي نه وي؟

زه ځکه د انساني ارزښتونو په واکمني ټينگار کوم چي دا د ما او تا ارزښتونه دي. دا د هري ښځي او د هرنارينه ارزښتونه دي. دا د هر چا ارزښتونه دي. دا د هر تاجک ارزښتونه دي، خو تاجکي ارزښتونه نه دي. دا د هر ازبک ارزښتونه دي، خو ازبکي ارزښتونه نه دي. دا د هر هزره ارزښتونه دي، خو هزاره گي ارزښتونه نه دي. دا د هر سيک او د هر هندو ارزښتونه دي، خو سيکي او هندوي ارزښتونه نه دي. دا د هر پښتون ارزښتونه دي، خو پښتوني ارزښتونه نه دي. دا د هر سني او هر شيعه ارزښتونه دي، خو دا نه سني او نه شعيه ارزښتونه دي. هيڅ تاجک، هيڅ هزاره ، هيڅ ازبک، هيڅ پښتون، هيڅ سني او هيڅ شعيه ...له دي ارزښتونو بيگانه نه دی. دا انساني ارزښتونه دي. دا د ټولو گډ ارزښتونه دي. دا يوازنی يو ځای کونکي ارزښتونه دي. دا په تعصب، نفرت او په ټولنيز ويش د غلبي ارزښتونه دي. دا هر انسان ته د هويت او شخصيت ورکولو او د هر انسان کرامت او عزت ته د درناوی کولو ارزښتونه دي.

که دي هدف ته رسيدل هر څومره مشکل هم وي، بله لاره نشته دی. له ټولو ستونزو او مشکلاتو سره سره زه ددي ارزښتونو په بری او واکمني باور لرم. نن د نړۍ د هيوادونو په اساسي قانونو د دولتونو، سياسي گوندونو، مدني ټولنو... په تگلارو او پروگرامونو کي د نورو هرډول ارزښتونو په پرتله دا انساني ارزښتونه دي چي اول ځای تر لاسه کوي او د سياست او قدرت د مشروعيت په منبع بدليږي.

په هغه هيوادونو کي چي د انساني ارزښتونو په ځای سياست او قدرت ته په مذهبي، قومي، نژادي ارزښتونو... مشروعيت ورکول کيږي انسانان له څومره لويو ستونزو سره مخامخ دي. دلته له انسانانو سره څومره نابرابر چلند کيږي. په عربستان کي شعيه گان او په ايران کي سونيان عملآ دوهمه درجه انسانان دي. پاکستان د قومي او مذهبي اقليتونو په دوزخ بدل شوی دی. همدارنگه په دي هيوادونو کي انسانان په څومره اساني د تعصب، تبعيض او نفرت په قرباني بدليږي. په ځانگړي توگه په افغانستان کي تعصب انسانان څومره یي اهميته کړي دي، په څومره بي باکي او په څومره بي پروایی یي ژوند اخستل کيږي. په انتحارونو کي د سترگو په رپ کي لسگونه انسانان ژوند له لاسه ورکوي او په دي برسيره دلته په تيره بيا له ښځي سره د شی او حيوان په شان چلند کيږي او د واکمن فرهنگ، دودونو او د جنسي تبعيض د هري ورځي قربانيان دي.

فکر وکړي، په ټولنه کي سياست، اقتصاد، بازار، فرهنگ، علم، تکنولوژي، ميديا ... يوازي او يوازي د انسان په شاوخوا اهميت پيدا کوي، بي له انسان دا هر يو خپل مفهوم له لاسه ورکوي او بي اهميته کيږي. نو ولي انسان په مرکز کي نه وي او ولي انساني ارزښتونه واکمن نشي؟

بيا هم فکر وکړي که يوه هوسا او يوه سوله ايزه ټولنه غواړي بي له انسان او بي له انساني ارزښتونو بل څه او يا کوم نور ارزښتونو ددي ټولني بنياد جوړولاي شي؟