09.11.2017

دستگير روشنيالی

په نسل پسي د نسل راتگ يو نه دريدونکی جريان دی

ژوند يو هميشنی او نه تماميدونکی حرکت دی. په دي حرکت کي زړښت او ځواني  دواړه له يو بل او يو په بل کي دي. ځواني په زړښت او زړښت په ځواني کي دی. دلته په نسل پسي د نسل راتگ يو نه دريدونکی جريان دی چي واټن او شليدل نه پيږني. هيڅ نسل په ځانگړی ماشين کي نه جوړيږي. ځانگړتيا د ټولنيز، فرهنگي او سياسي حالاتو په څرنگوالی کي دی، ځانگړتيا په لاس ته راوړونو او خلاقيت کي دی او ځانگړتيا راتلونکو ته د ميراث په څرنگوالی کي دی.  په نسلونو کي د عمر د توپير په ځای د وړتيا، فهم، سياسي او ټولنيز توپيرونه خورا اهميت لري.

د ځوان نسل تر ټولو لويه غميزه او تاريخي بايلنه به دا وي او دا دی چي د تيرو نسلونو او د ما د نسل په پرتله له يوي خوا وروسته پاتي، بي وسه، بي مهارته او بي ابتکاره او له بله طرفه  تورفکره،  افراطي، احساساتي، وژونکي او ړنگونکي وي. د ځوان وس او ځواک په مټو او زور کي نه دی، د ځوان زور شا ته د ټولني په گرزولو کي هم نه دی، د ځوان زور د ښوونځيو په تړلو او د زده کړي له حقه د زرگونو ماشومانو په محروم کولو کي هم نه دی. د ځوان زور د نويو انديښنو، نويو زده کړو،  په جوړولو او خلاقيت کي دی...   

ځوانه، ته له ما نه ځان د عمر په لحاظ نه، د فهم، وړتيا... په لحاظ بيل کړه.  نسلونه له يو بله نه جلا کيږي. نسلونه د يو بل مرسته کونکي او تکميل کونکي دي. اوس د زړو وړتيا دادي چي ځوانانو ته څه په ميراث پريږدي او د ځوانانو وړتيا دادی چي څه ډول له دي ميراث سره تلنه کوي. تقليد او پيروي یي کوي او يا له دي ميراث سره د زده کړي، عبرت اخستلواو انتقاد کولو چلند لري.  دا زاړه نسل وړتيا راتلونکي ځوانانو او نوی نسل ته د تعميرونو، ثروتونو په ځای  د نويو انديښنو په پريښودلو کي ځان ښیی.  خو له بده مرغه پرونيو موږ ته داسي څه نه دي پريښي چي د موږ د عمل لارښوونه کړاي وایی او موږ هم په خپل وار ځوان نسل ته بي شماره ستونزي په ميراث پريږدو او ښه دا وي چي موږ خپلي ټولي کمزوري، خپلي ټولي خطاگاني، خپل يو په بل پسي احساساتي او افراطي  چلندونه چي يوه ميليوني ټولنه یي په دي نه تماميدونکي غميزه اخته کړي او د هغوي لاملونه له ځوان نسل سره شريک کړو...

سياست هغه شان چي په افغانستان کي ور سره چلند کيږي نه دی. دلته سياست په ايديولوژيگانو، قوميت، زور، خشونت، د يو بل نفي کولو، رياکاري، فريب ... مشخص کيږي. سياست د ټولني د تنظيم او لارښوني علم او هنر دی. سياست د زور او خشونت په ځای سازمان ورکول دي. سياست د نفي کولو په ځای  مخالفت او توافق دی او د ټولنيزو بدلونونو لارښوونه کوي. سياست د ايديولوژي کولو په ځای يو خپلواک "مسلک" دی او بايد ددي او هغه ډلي، د ټولني ددي او هغي برخي، ددي او هغه قوم، ددي او هغه مذهب په ځای د ټولني او هر وگړی ژبه وي.

 ځوان نسل ضرورت لري سياست د علم او هنر په توگه زده او تمرين  کړي. ځوان نسل د سياسي بتونو په ځای له ټولني سره مرسته وکړي چي سياسي شي. دا  ټولنه په پراخه توگه له سياست بيگانه دی او دا د نن په ځای د پيړيو ستونزه دی. همدا پراخه بيگانگي دی چي سياست د څو وگړو، څو کورنيو، څو ډلو په اسارت کي دی او له سياست سره د خپل مالکيت په شان چلند کوي او له پلاره زوی ته په ميراث پاتي کيږي.

   ځوان نسل ته د ما مشوره دادی، چي د ځوان نسل د سياسي تفکر په مرکز کي بايد انسان وي او دا به بي له شکه ځوان نسل ته ددي امکان ورکړي چي په ډاډمنه توگه د سياست خپلواکي تامين او تضمين کړي او بيا به څوک سياست د ايديولوژي، د قوم، د مذهب، د ثروت، د کورنۍ ... په نوم نه يرغمل کوي. سياست د ټولني د تنظيم او لارښووني په منظور يو ټولنيز تړون دی، کوم چي وده کوي، نوی کيږي اوبدليږي.

هغه ځوان چي سياسي اگاهي حاصلوي خپل لاسونه پاک وساتي. ځان ددي او هغه ايديولوژيکي فکر په يرغمل بدل نه کړي. ځان له افراط او احساساتو لري ساتي. د قدرت، ثروت، شهرت تر تاثير لاندي را نه راځي. د خپلواک سياست لوری نيسي.  خپله سياسي پوهه نه محدودوي يوه ښه سياسي لارښود کيداي شي. سياسي پوهه هيڅکله نه تکميل کيږي. سياست د ټولني د رهبري کولو علم دی او ټولنه د يوه ژوندی ارگانيزم په څير په هميشنی حرکت کي دی او ددي معني دادی چي ځوان خپل سياسي استعداد ته په هميشنۍ توگه وده ورکړي.

ځوانه!  ته په ډير سخت، په ډير پيچيلی حالت کي د سياست کولو لوری نيسي افغانستان په جگړه برسيره  د لېږد “ گذار” په ډېر ستونزمن حالت کي دي او دا د حيرانتيا خبره نه دی چي د ليږد په دي ډول حالت کي نه يوازي رهبران ناکام او قرباني کيږي، بلکي حکومتونو او دولتونه هم لويږي او ماتيږي.

  په دي هيواد کي نه يوازي ټولنه، نه يوازي د ملت جوړولو لړۍ، بلکي د دولت جوړولو کارهم له څو گونو ستونزو او گواښونو سره مخامخ دي. له پرونيو تارېخې ــ استبدادي جوړښتونو د دموکراسي په لور لېږد نه يوازي مشکل، بلکې خطرناک هم دی.

دولت جوړونه له يوې خوا د پرونيو تارېخې جوړښتونو او له بلې خو د مدرنو جوړښتونو تر منځ په کلکه سيالې کي را ايسار ده.  ددې دولت په جوړښت کي هم  قبيلوي - قومي  عناصر چي په پلارسالارې،  خپلوې او عاطفوي اړيکو تکيه کوي  شته دي او ور سره د دولت په جوړښت کي فيودالې ډوله عناصر چي په دولت کي په گډون برسېره په دي او هغه کي محل کي خپل نفوذ او له دې جملې خپل پوځې نفوذ ساتې هم شته دي

 د پورتنيو ناهم اهنگو او متضادو عناصرو موجوديت نه يوازي د دولت جوړولو پروسه بې انډوله کړې، نه يوازي یي د دولت خپلواکي له منځه وړي، بلکې د دولت  د دريگونو ارگانونو تر منځ يې انډول او او ددي ارگانونو د اجرااتو او پريکړو خپلواکې هم ستونزمنه کړې ده.   همدارنگه دا دولت  د دندو او د واک د ويش په لحاظ هم په مشکل حالت کي دی او د مسؤليتونو په برخه کي نامعلوم او مبهم  حالت دی.

 دا واقعيتونه څرگندوې چي په افغانستان کي دولتي جوړښت له څومره ستونزمن او پېچېلې حالت تېرېږې. له دي ماتيدونکو ځانگړتياو سره سره له بده مرغه په ټولنه کي بحران راوړونکي لاملونه او گواښونه په بالفعله او بالقوه توگه پېاوړي دي.