دستگیر روشنیالی

 هدف يوازي د تاکتيکونو او شکلونو بدلول نه دی، هدف  د تگلارو  او د انديښنو بدلون دی

ستونزي د جادوگر د سوټي په ښورولو نه حل کيږي.

نن په ښکاره ځيني سياسي ډلي هڅه کوي پرون د خپلو تاکتيکونو د سمولو او يا  بدلولو  په منظور انتقاد کړي او د دي ډول چلند معني دادي چي دوي يوازي فزيکي ماتي خوړلي ده. پداسي کي چي د سياسي ډلي، گوند، تنظيم ... ماتي په اوله درجه کي د تگلارو او انديښنو ماتي دی. په افغانستان کي سياسي ډلو تر هر څه د مخه د تگلارو او انديښنو او ايديولوژيو ماتي خوړلي دی.  په داسي حالت کي لمړی ضرورت د خپلو پرونيو تگلارو او انديښنو بيا او بيا کتنه او بدلون دی.  دواړه چپ او شی له خپل پرون سره، له خپلو پرونيو څيرو سره ، له پرونيو اتلانو سره، له پرونيو مشرانو سره او له خپلو پرونيو انديښنو، طرحو او شعارونو سره عاطفي اړيکي ساتي او نه يوازي په هماغه فکرونو، هماغه شعارونو او هماغه طرحو  خبري کوي، بلکي هڅه یي دادي په همدي فکرونو ... ځان ته ټولنيزه پايگاه جوړه او نوي هدفونه تر لاسه کړي. دوي غواړي تاريخ، پروني څيري، پروني رهبران، پرونی شعارونه او پروني تگلاري انحصار او په خپل مالکيت بدل کړي او خپل ننی دريځ ته د هغوي په وسيله قانونيت ورکړي. د دي معني دا هم دی چي دوي په پرون کي  له پرونيو سره ژوند کوي او دا نه يوازي له نوی نسل جدایی دی، بلکي دوي نه غواړي په دي هره لحظه بدليدونکي دنيا کي راتلونکي ولري. بي غمه اوسي که پرون هر څومره ښه هم وي بيا نه راگرزي.  په بل عبارت دوي غواړي نويو پوښتنو ته په زړو ناکامو فکرونو ځواب ووایی. د دوي فکري اساس نه دی بدل شوي. دوي په هماغه ناکامو اندىښنو نوي تاکتيکونه جوړوي او د وخت غوښتونو ته ځواب ورکوي. دا په خپله يو خطرناک کار دی او دا هماغه د جادوگر د سوټی په ښورولو د ستونزو حل کول دی. زه يو ځل بيا وايم چي له پرونه د ځان ژغورل د پرون په وړاندي غفلت کول او د پرون نفي کول نه دی.

ستونزه دلته دی، دوي غواړي چي يوه ميليوني او يوه په قومي، مذهبي، اجتماعي او فرهنگي لحاظ پلورالستيک ټولنه په خپلو محدودو فکرونو بدله او رهبري کړي. همدارنگه هغوي چي بل ډول فکرونه لري او يا د دوي په شان نه دي په عصابنيت، تندی او غصه انتقاد او محکوموي او دا په خپله سياسي افراط دی. کلونه تير شول خو دوي له يو بل سره نه باور جوړولاي شي او نه گډه ژبه پيدا کولاي شي. دلته هم ستونزه له خپل پرون سره د عاطفي اړيکو درلودل دی. د دي ډول چلند معني دادی چي دوي حپلو پرونيو انديښنيو، پرونيو څيرو، پروني شعارونو ... ته د مقدساتو په سترگه گوري او دا د يوه علمي عمل په ځای يو مذهبي عمل دی. په دا ډول چلند کي د بيا فکرکولو، انتقاد کولو او له پرونه د درس اخستلو ضرورت نشته دی. خو علمي چلند له پرونيو انديښنو، پرونيو تاکتيکونو او پرونيو شعارونو سره په انتقادي چلند کي دی

دموکراتيک گوندونه له خپل، ماتي وروسته د تاکتيکونو له بدلونه مخکي خپلي انديښني بدلوي او په دي فکر کوي ولي یي انديښني ناکامه شوي او ولي یي تگلارو ټولنيزه پشتوانه تر لاسه نه کړه. دوي  هڅه کوي داسي تگلاره خپله کړي چي د وخت غوښتونو ته ځواب وي. دوي د ايديولوژيک گوندونو په شان د ټولني د ستونزو د حل کولو له پاره له پخوا جوړي شوي او چمتو شوي طرحي او حل لاري نه لري. دوي د ايديولوژيک چلند په ځای پراگماتيک چلند لري. په دي معني چي نوي پوښتني نوي ځوابونه او نوي ستونزي د حل نوي لاري غواړي.

اختلاف اصل او توافق نسبی دی.

 دا گوندونه هيڅکله هم د اختلافونو د لري کولو خبره نه راپورته کوي. په دي هکله دوي د موجودو اختلافونو تر منځ د پوهاوی، د باور جوړلو او د هغوي نر منځ د ګډو ټکو د پيدا کولو هڅه کوي. په سياست او سياسي ژوند کي اختلافونه اصل او توافق موقتي دی. يوازي توتاليتر گوندونه د اختلافونو د لري کولو تگلاري لري.

سياست او سياسي بحث بايد له پرونه، له پرونيو عبارتونو او اصلونو، له پرونيو ايديولوژيک حکمونو  او له ېپرونيو شعارونو و ژغورل شي. سياست پرون نه، سياست نن دی. سياست عمل دی او عمل په پرون کي نه کيږي. دا هم د سياست کونکو او سياسي گوندونه دنده دی چي سياست او سياسي بحثونو ته نوی کيفيت، نوي محتوا  او نوی لوری ورکړي. يوه بدليدونکی کيفيت، يوه د نن او سبا د واقعيتونو د انعکاس او څيړني محتوا او د يوې ښي راتلونکي لوری.

دلته تر ټولو مهمه او اساسي خبره دادی چي سياسي بحثونه وگړي او په ځانگړي توگه ځوان نسل فکري بدلونونو ته وهڅوي او د هغوي د بدلون غوښتني روحيه پياوړي کړي. سياست د ټولني د رهبري کولو او تنظيم کولو علم دی او ټولنه په هميشنی بدلون کي دی او هره ورځ نوي او نوي پوښتنې مطرح کوي او د همدي ضرورت په بنياد دی چي سياست نه دريږي او په هميشنی حرکت کي دی او د ټولني او سياست هميشنی بدليدونکی حالت د فکرونو بدلون حتمي کوي. دا ټولنه د پيړيو له پاره له سياست بيگانه شوي او اوس هغه وخت راغلي چي دا ټولنه سياسي شي. د ټولني سياسي کول به په عمل کي سياست د ټولو په چاره بدل کړی او په ډاډمنه توگه به سياست د کورنيو، فرد، د پير او حضرت، د زورور او بدماش... له اسارت وژغوری او عملآ به په يوه "خپلواک مسلک" بدل شي.