21.01.2016

دستگیر روشنیالی

ټولنيز بدلون د سياست کار دی

په ټولنه کي بدلون راوستل، خلکو ته  ښه ژوند جوړول  په هميشنۍ توگه د سياست دنده دی او دا  هم سياست او سياسي عمل دي چي د ټولنيزو بدلونونولارښوونه کوي.  خو د يوه ټولنيز بدلون له پاره اول ضرورت دادی چي موجود ټولنيز وضعيت  و پيژندل شي او دا پيږندنه د سياست په ځای علم ته ضرورت لري. دوهمه مهمه مسله داده چي د ټولنيزو وضعيت د بدلون په صورت کي دا توان او دا امکانات موجود وي چي دا بدلون په سم لوری او په سمه توگه تر سره شي، په دي معني چي يو پياوړی سياسي ځواک موجودوي.  په همدي بنياد د ټولنيزو بدلونونو په چاره کي سياست او علم يو د بل تکميل کونکي دي.

په هغه ټولنه کي چي سياست د ټولنيز بدلونونو لارښوونه نه کوي د بدلون په ځای ټولنيز ناورين را منځ ته کيږي او د خلکو په فردي او ټولنيز ژوند د قانون په ځای ټوپک او جهالت  واکمن کيږي، د پوهي او هنر ځای تعصب او د زغم ځای زور ته سپارل کيږي.

 نوي هدفونه په زړو وسيلو نه تر لاسه کيږي

    د ټولنيز د بدلون له پاره لمړۍ قدم د هدف ټاکل دی. خو هڅه وشي چي هدف سم وپيږندل شي. د هدف ښه پيږندنه له پريکړي کولو او عمل کولو سره مرسته کوي. د هدف ښه پيږندنه انسان د بي تصميمي له حالته را باسي. په ځانگړي توگه په سياست کي د هدف له  ټاکلو د هدف پيږندنه اولويت لري او هدف په سمه توگه دقيق او مشخص شي. څومره چي هدف ښه وپيږندل شي په هماغه اندازه يي ترلاسه کول آسانه کيږي. يو ښه پيږندل شوی هدف د ټولنيزو حرکتونو په محور بدليږي او په دي توگه کيداي شی د ټولنيز حرکت لوری هم روښانه شي.

 هدف د رسيدلو په لاره کي اصلي مانع او خنډ بايد تشخيص شي او د خنډ پيږندنه د هدف پيږندني په شان ضرور او حتمي دی. د خنډ او يا مانع د نه پيږندلو په صورت کي ټاکلی هدف نه ترلاسه کيږي.  دناروغ په وجود کي د ميکروب د نه پيږندني په صورت کي د روغولو “هدف” نه ترلاسه کيږي.

  هدف په پيږندنه برسيره بايد دعملي کولو وړ وي.  لکه چي وويل شو ټولنيز بدلون د سياست چاره دی او که په سياست کي هدف خيالې وي، که په سياست کي هدف آرماني وي، نو بيا د هغو امکاناتو موندل او پيږندل  چي په ټولنه کي له يوه حالته وبل حالت  ليږد “ گذار”  عملي کړي مشکل کوي.  همدارنگه د هدف اوامکاناتو، د هدف او پايلو تر منځ اړيکي مبهم او نامعلوم پاتي کيږي. دا ډول حالت په ټولنه کي د موجودو جوړښتونو اوسياسي عملونو تر منځ يو وژونکي ټکر را منځ ته کوي.

 همدا نن په افغانستان کي له استبدادی حالته دموکراتيک حالت  د تيريدلو هدف په پرونيو وسيلو تر سره کيږي او د هدفونو او وسيلو ترمنځ  لويه او ډارونکي بي انډولې ده او دا په خپله بحران جوړونکی حالت دی.  نوي هدفونه په زړو وسيلو نه تر لاسه کيږي.

ضرورت او توافق

ټولنه د دواړو ضرورت او توافق له مخي د نويو ارزښتونو واکمني ته ضرورت لري چي د زماني له غوښتنو سره په سمون کي وي او دا د هدفونو په لاس ته راوړولو کي مرسته کولاي شي.  ضرورت توافق را منځ ته کوي او توافق ضرورت په واقعيت بدلوي. په افغانستان کي ضرورت د څوگونيتوب توجيه کونکي ارزښتونه دي او دا د زور په ځای توافق دي چي دا ضرورت په واقعيت بدل کړي.

    افغانستان د يوه قوم، د يوه فرهنگ، د يوه مذهب، يوې ژبې په ځای د قومونو، فرهنگونو... کور دی او افغانستان يوه څو فرهنگي ټولنه ده او دا ټولنه د هغو ارزښتونو واکمني غواړي چي د څوگونيتوب په بنياد ټاکل شوي هدفوونه توجيه کاندي او دا ارزښتونو بشري حقونه دي.  دهدفونو او ارزښتونو هم اهنگي به په باوري توگه له يوې خوا له ځورونکو فرهنگي ارزښتونو او ټولنيزو بندونو د خلکو ژغورل او له بلي خوا د هغوي تر منځ  همکاري او وروري تضمين کړي.  په ټولنه کي ارزښتونه او هدفونه يو د بل تر څنگ عمل کوي. همدا دوه دي چي د ټولنيزو حرکتونو لوری ټاکي او هغوي ته مفهوم ورکوي او ددي دو ترکيب د يوه جوړښت ضرورت را منځ ته کوي او هغه جوړښت چي د هدفونو او ارزښتونو په هم اهنگي ولاړ وي يو ثبات لرونکی جوړښت دی. له بده مرغه په افغانستان کي د هدفونو او ارزښتونو تر منځ له گواښ ډک تضاد موجود دی. هدفونه  په نن او سبا پوري مربوط دي، خو ارزښتونه پروني دي اوددي معني دادی چي افغانستان په عمل کي د نن په ځای په پرون کي ژوند کوي.

 هدف بايد  د فرد  د حقونو او ازاديو بسيا کول وي او که موږ په دي باور يو چي فرد مهم دي نو د هغه حقونه او ازاديگاني هم مهمي دي. همدارنگه ازادي هغه وخت اهميت پيدا کوي چي انسان له پرونيو سنتي، نامعلومو، افسانوي او آرماني بندونو وژغورل شي، د هغه ارادي ته درناوی وشي.

له ډير پخوا واکمن د “ عام خير”  په نوم خبري کوي او معلوم نه دي چي دا عام خيرڅه شی دی اولسيزي تيري شوی نه دا عام خير مشخص کيږي او نه هم دا عام خير په واقعيت بدليږي.  راځي،  په دي هکله د حرکت لوری بدل او يا يي سرچپه کړو. له عام څخه د خاص په لور حرکت ناکام شوی او نتيجه نه ورکوي. اوس هغه وخت را رسيدلی چي له خاصه د عام په لور پيل کړو او د سياست او تگلارو په مرکز کي د فرد  خير وي او دا به په ډاډمنه توگه عام خير هم مشخص او تامين کړي. دا د پيړيو،  پيړيو د هڅو او تلاشونو پايله ده چي انسان د ټولنيز او سياسي فعاليت په مرکز کي وي.  د عام خير په نوم د فرد نفي کول په خپله د عام خير کمزوري کول دی.

ټولنيز عدالت

موږ ټولنيز عدالت غواړو

زنده باد عدالت اجتماعی

ډيره موده کیږي چي موږ د ټولنيز عدالت له نوم سره اشنا يو، خو په دي نه پوهيږو چي د ټولنيز عدالت مفهوم او محتوا څه شی دي. ټولنيز عدالت هم پرون او هم نن  د سياسي گوندونو يو اساسي شعار گرزيدلی دی. خو تجربی ښيي چي ټولنيز عدالت په شعاراو وعدو ورکولو نه ترلاسه کيږي. د ټولنيز عدالت تامين هر څه د مخه په ټولنه کي ټولنيز ثبات،  ټولنيز تعادل او د ثروتونو توليد ته ضرورت لري.

افلاطون او ارسطواولينی متفکرين دي چي د ټولنيز عدالت مسله يي را پورته کړه. دا دوه فيلسوفان ټولنيز عدالت انساني فضيلت بولې او ورته اخلاقي بڼه ورکوي. هابس بيا عدالت د اخلاقو له ډگره را باسي او په دی باور وو چي انسانان د ټولنيزو شخړو د حل کولو له پاره ددي ته اړ دي چي له يوه پياوړي دولت سره تړون وکړي او عدالت هم ددي تړون يوه برخه وي.  روسو د عدالت په هکله د هابس  فکرونو ته وده ورکوي او د ټولنيز تړون نظريه وړاندي کوي او په دي تړون کي دولت هغه ارگان دی چي د ټولو استاذيتوب وکړي.  د روسو د عدالت په هکله وايي:“ هيڅوک دومره ثروت و نه لري چي نور واخلي او هيڅوک دومره غريب نه وي چي ځان خرڅولو ته اړ شي.”

په اروپا کی پرمختگ او د ثروتونو توليد د ټولنيز عدالت مفهوم ته پراخه وده ورکړه او په نولسمه پيړۍ کي د ټولنيز عدالت مفهوم سياست ته ننوت او دا پوښتني را پورته شوې چي ثروتونه څه ډول وويشل شي او وروسته دا نظريه هم را منځ ته شوه چي د وگړو د کار کولو او ژوند کولو له پاره فرصتوونه او امکانات په عدالانه توگه مساعد شي. همدادم په اروپا او له دي جملی په دنمارک کي د ټولنيز عدالت په هکله په عمده توگه دوه نظريي شته دي. يو لوري د ټولنيز عدالت تامين وگړو ته د برابرو فرصتونو په موجوديت لټوي او دوهم لوری د ثروتونو او مادي منابعو ويش ته ټولنيز عدالت وايي.

  همدا دم په افغانستان کي د ټولنيز عدالت مفهوم د ثروتونو ويش نه دي او نه دا ډول امکانات شته دي. په ځانگړي توگه چپ بي له دي چي د ثروت په توليد فکر وکړي د ټولنيز عدالت خالې شعار ورکوي. په افغانستان کي نن ټولنيز عدالت په واک کي د وگړو برابره برخه اخستنه او د قانون واکمني ده او په سياست کي د ټولو د برابرحق تامين دی.  ټولنيز عدالت د ښځې او نر د حقونو د برابرتيا مراعات او درناوی دی.

د ثروتونو د عدلانه ويش له پاره  په افغانستان کي اول بايد سوله راشي،  مادي ثروتونه توليد شي او بيا د هغوي د عدالانه ويش مسله مطرح شی. که ثروتونه نه وي او ثروتونه  توليد نه شي، د ثروتونو د عدالانه ويش او په دي برخه کي د ټولنيز عدالت معني څه کيداي شي؟

په يوه ټولنه کي ټولنيز عدالت له اقتصادي ودي او د مادي ثروتونو له توليد سره تړلی دی او هر وگړی په کار کولو مکلف دی.  په هغه ټولنه کي چي يو زيات شمير وگړي، د ملا، حاکم، قوماندان، پير ... په نومونو د نورو د کار په ثمره ژوند کوي،  زيات شمير يي پيتاوي ته ناست،  چرس څکوي، ترياک خوري او نصوار اچوي او له بلي خوا هغوي چي غواړي کار وکړي د کار کولو حد اقل امکانات ونه لري ټولنيز عدالت يوازي يو تيرايستونکی شعار دی.

ټولنيز عدالت په هغه ټولنه کي نه تامين کيږي چي دولت  د عمل کولو، سياست کولو او د ټولني د لارښووني په ځای په رشوت، فساد، اختلاس او په بي کفايتي مشخص کيږي. ټولنيز عدالت،  په ټولنه کي په برابره توگه  د وگړو د استعدادونو د ودي اوهغوي ته د برابرو فرصتونو او امکاناتو د برابرولو سياست دی.