02.01.2016

دستگیر روشنیالی

ځوان او سياست

د “چا” په ځای په “ولې” پسي ولاړ شه- موږ پرون د “ولې” په ځای په “چا” پسي ولاړو او غلطه مو کړه

ځوانه،  ته د ما د نسل  په شان سياست مه ساده کوه او ورسره لوبي مه کوه.  پرون موږسیاست ساده کړ، له سياست سره مو لوبي وکړي اوسياست مو د قبيلوي توربورگنيواو سياليوسطح را ټيټ کړ. پدي برسيره پرون موږ په بشپړه بي پروايي سره د سياست خپلواکي له منځه يوړه او سياست مو ايديولوژيکي، قومي، مذهبي ...کړ.

هو!  کله چي سياست ايديولوژيکي شو هر ډول مخالفت  ته د دوشمني تعريف ورکړل شو، کله چي سياست قومي شو، کورنې جگړي پيل او انارشي واکمنه شوه او کله چي سياست مذهبي شو ټولنه د يوه واړه گروپ په يرغمل بدله شوه.

همدارنگه  دي چلند په هيواد کي د نوي ډول توتاليتر نظامونو د جوړولو له کار سره مرسته وکړه، د تصادفې وگړو، بدماشانو،  وژونکو، ځان پالونکي اوتيرايستونکو واک ته د رسيدلولاره يي همواره کړه.

د “ پرولتريا وطن نه لري” او “ اسلام پولې نه پږني”  د اصولو په پيروی کولو سره په افغانستان کي د ملت جوړولو چاره په ټپه ودريده او د وطنپالني او ملت پالني په ځای ښکاره بيگانه پالنه پيل شوه او  په افغانستان کي د ملت جوړولو د پروسي ناکامي وه چي خلک يي پرونيو جوړښتونو “ قومونو...” ته په شا ورگرزول.

موږ خپل دي ړنگونکي او تباه کونکی چلند ته په وار سره  د “ تاريخي رسالت”،  “ تاريخي ضرورت” “مذهبی رسالت” “قومي رسالت”... نومونه ورکړل. ددي چلند مطلب دا وو چي له يوي خوا واک ديوې ډلې په مالکيت بدل شي او له بلي خوا مخاليفين  ددي او هغه  “ رسالت” د دوښمنانو په نوم وځپل شي.  په طبعي توگه ددي چلند پايله سياسي استبداد او په جرم  د سياست بدلول وو.  په دي ډول حالت کي هرډول مخالف سياست او سياسي دريځ ته د جرم نوم ورکړ. پدي برسيره هره پيښه سياسي شوه  چي پايلي يي ډيرې بدي او ناورين راوړونکي وي.

دي چلند وښودله چي د سياست ايديولوژيکي او مذهبي کول له ټولني د حاکميت او رهبري د حق د اخستلو په معني دی. همدا اوس اوس په ايران کي د مذهب په نوم او په کوريا شمالې کي د ايديولوژي په نوم له خلکو د حاکميت او رهبري حق په روښانه ورځ غلا او سلب شوی دی.

په دنيا کي تر ټولو خطرناک شی د داسي ټولنې را منځ کول دي، په کومه چي اکثريت احساس وکړي چي په جوړولو کي يي رول نلري”  مارتين لوترکينگ

هو! پرون موږ ددی استعداد او وس پيدا نکړ چي سياست د يوې خپلواکي پوهي په توگه زده کړو او د يوه “خپلواک مسلک” په توگه ورسره چلند وکړو. نن هم له بده مرغه همدي ډول ړنگونکو او ناکاموهڅو ته ادامه ورکول کيږي او د پرون په شان د سياست، سياسي علم، سياسي فلسفي... په هکله  سمه پيږندنه او سم فهم نه ليدل کيږي، د سیاست په هکله عامي، افراطی او ساده خبري کيږي. همدارنگه د سياست، سياسي علم او سياسي فلسفي ترمنځ توپير نه ليدل کيږي او همدا دليل دی چي د سياست په هکله فکري او ذهني ثبات په کلکه کمزوری دی او د سياسي تفکر بي ثباتي په ټولنه کي د سياسي افراط له چاري سره مرسته کوي.

سياست، سياسي علم او سياسي فلسفي تر منځ روښانه توپيرونه شته دي. دلته ددي يادونه بايد وشي چي ځيني پوهان په عمومي توگه د فلسفي او علم  په کله وایی چي فلسفه د علم په وړاندي کمزوري کېږي او د علم لاس ته راوړنې د فلسفي په پرتله ډيرې او مشخصي دي. دوي همدا شان استدلال کوي چي د علم لاس ته راوړنو دا امکان را منځ ته کړی چي په راتلونکي کي فلسفي ته څه پاتي نشي. خير، دا به راتلونکي وښيي.

د سياسي علم کار د سياست د اصولو او ارزښتونوپيږندنه او د سياست دځانگړتياومطالعه ده. د سياست  دنده په عمده توگه د بالفعل وضعيت څيړنه او د ټولني لارښوونه دی.  سياسي فلسفه د سياست د جوهر او کيفيت  پيږندنه ده او دا سياسي فلسفه دي چي د سياست ماهيت او شکل ته مفهوم ورکوي او دا بيا مفاهيم دي چي د سياست او سياسي عملونو لارښوونه کوي. سیاسی فلسفه د حق او قدرت اړيکي، د قدرت او انسان اړيکي. د ټولني او حاکميت اړيکي، د سياست او ټولني اړيکي، دموکراسي او ديکتاتوري...مطالعه کوي. سياسي فلسفه په هميشنۍ توگه د هغه حقيقت په لټه کي دی چي خپل مفهوم په خپل حرکت کي ترلاسه کوي.  سياسي فلسفه له سياست سره څنگ په څنگ عمل نه کوي او سياست کونکي فليسوفان او حتي سياست پوهان نه دي.

حق او قدرت

د افلاطون ټينگار په دي وو،  څوک بايد حکومت وکړی او وروسته په اروپا کي سياسي فلسفي دا پوښتنه را پورته کړه،  څه ډول بايد حکومت وشي. د يوه عادلانه نظام ځانگړتيا د حکومت کولو په څرنگوالی کي ده.  کله چي له سقراط نه پوښتنه وشوه،  ايا قدرت هرشی دی؟  هغه غلی پاتي شو. فيلسوفانو له دي جملي جان لاک، روسو... هڅه کړي د قانون په وسيله د قدرت او حق ترمنځ تعادل را منځه ته کړي او قانون هم هغه ازاديگاني محدودي کړي چي د نورو په حق تيري کوي او د عدالت تامين په دي پوری اړه لري چي څومره قدرت ترکنترول لاندي راځي.

په افغانستان کي “ قدرت حق دي”  اصل  ډيراوږد تاريخ او پياوړی تاثيرلري او هميشه يي واکمنو ته د مرستي لاس ورکړی.  موږ هم د همدي اصل په پيروي چلند وکړ او ددي پوهه مو نه درلوده چي څه ډول حق او قدرت له يو بله جلا او ددي دو ترمنځ تعادل را منځ ته کړو.  موږ ته قدرت هرڅه وو. له هماغه پيله د موږ شعار د سياسي قدرت ترلاس کول وو.  په افغانستان کي هغوي چي قدرت لري، حق هم لري.

د افغانستان تجربه ښيي چي په قدرت د يوې ډلې ولکه د مکلفيتونو يوه ټولنه را منځ ته کوي، چيري چي  انسانان ډير ابتدايي حقونه هم له لاسه ورکوي.  په افغانستان کي د اسلامي امارت په واکمن کيدو سره په عمل کي د مکلفيتونو يوه ټولنه جوړه شوه او خلکو هرډول حقونه له لاسه ورکړل، ان چي خلکو په خپل خصوصي ژوند کي هم مصونيت نه درلود او دا له پاسه ټاکل شوي مکلفيتونه د زوراو ډار پوسيله تر سره کيدل.

ځوانه،  ته سياست د يوه خپلواک علم، د يوې خپلواکي پوهي او د يوه خپلواک مسلک په توگه زده کړه. ته هيڅکله سياست په مذهبي او قومي معيارونو مه سنجوه. دا ويشونکي او کرکه جوړونکي معيارونه دي. دا ټولنه ويشي او د يوه هيواد خلک د يوه او بل په وړاندي دروي. د تا بری به په دي کي وي چي سياست له دي ويشونکو عنصرونو وژغوري او يا له دي عنصرونو سياست خپلواک کړي. ته دا کار هغه وخت کولاي شی چي انسان د تا د سياسي تفکر په مرکز کي وي او سياست په بشپړه توگه انساني محتوا ولري. ته خپله  سياسي تگلاره د عقل، واقعيت او انسان پالني په بنيادونو تنظيم کړه.  ددي دريو بنيادونو په اساس جوړه شوې تگ لاره به د يوې ازادي، مدرني اوهوسا ټولني په لورد تا د هڅولارښوونه وکړي.

ځوانه،  ته هره پيښه مه سياسي کوه او هره پيښه سياسي نه دی. د  هري پيښي سياسي کول هميشه بدي پايلې لري. ته،  سياسي مخالف ته د دوښمن په سترگه مه گوره،  هغه خپل فکر، خپلي انديښني او خپلي گټي لري. همدا انديښني اوهمدا گټي دی چي په ټولنه کي واټن او اختلاف را منځه ته کوي او د سياست دنده د همدي اختلاف او واټن له منځه وړل دی تر څو د ټکرونو او جگړو مخه ونيول شي. په ټولنه کي اختلاف په تيره بيا د فکرونو اختلاف يوطبعي امردی او همدا اختلاف دي چي سياست ته ځواک او حرکت ورکوي.  سياست او سياست کول جرم نه دی. هرڅوک کولاي شی سياست وکړي.

ځوانه، ته سياست ته د گلادياتور د ډگر په سترگه مه گوره، چيري چي يولوری بايد نفي اوله منځه ولاړ شي. ته سياست ته د فوتبال د سياليو په سترگه هم مه گوره، چيري چي له يو بل سره همکاري نشته دی او يولوری بايد مات شي. له بده مرغه د يو بل د نفي کولو تگ لاره چي په زور او ټوپک تکيه کوي اوس هم ادامه لري.  سياست د سياليو ترڅنگ د همکاري کولو، يو بل ته د تيريدلو،  پوهای... ډگر هم دی. ته هيڅکله ددي هڅه مه کوه چي هرڅه ترلاسه کړي اويا هيڅ شی له لاسه ورنه کړي. توکويل وايي:  “که ټول شيان وغواړي او هيڅ لاس ته رانه وړي او که د هيڅ شي له لاسه ورکول نه غواړي اوهرڅه له لاسه ورکړي”  سياست يوازي واک او د واک ترلاسه کول نه دی. همدارنگه سياست د ثروت ټولول او په امتياذاتو کي ورگډيډل هم نه دی. سياست د ټولني د لارښووني او اداري کولو علم دی.

ته پراگماتيک چلند ولره

ځوانه،  ته په سياست کي د معجزو په انتظار مه کيښنه، نورو ته هم انتظار مه باسه. د نورو او معجزو په انتظارکښنستل له يوې خوا په ځان د تا باورکمزوری کوي، له بلي خوا د ژغورولو په لور په خپله د فکر کولووړتيا در نه اخلي.  ته پراگماتيک چلند ولره او دا پراگماتيک چلند دی چي تا په سياست کي د افسانو او دگمونو له پيروي ژغورلی شي. ته بايد په خپله فکر وکړي او په هوشياري سره د ټولني او له نړيوالو بدلونونو گټه واخلي او له هرنوی فرصته د هيواد له پاره گټه پورته کړي. دا عقل، واقعيت او انسان پالنه ده چي د پراگماتيک چلند بنياد جوړوي.  په پراگماتيک چلند کي د ارمانگري او افسانو په ځای عملي امکاناتو او ورځنی واقعيتونو ته اولويت ورکول کيږي او عقلي حل لټوي. پيښي له پخوا څخه د يوې جوړې شوې سناريو په اساس نه رامنځ ته کېږې چي د معلومو اصولو په چوکات کي حل شي.

افغانستان، سيمه او نړۍ په بي ساري سرعت سره بدليږې او په بشپړه توگه دراماتيکي ځانگړتياوي لري او په هيڅ وجه د حل له پاره ددي او هغو اصولو او ايديولوژي انتظار نه باسي. د نړۍ بدلونونه او موجودي ستونزي د پراگماتيک چلند اوعمل په ضرورت ټينگارکوي.

 ته،  د پيښو او ستونزو د پيږندني په کار کي د “چا” په ځای په “ولې” پسي ولاړ شه. موږ پرون د “ولې” په ځای په “چا” پسي ولاړو او غلطه مو کړه چي پايلي يي ته هم احساس کولاي شي.

له بده مرغه په افغانستان کي د اوږدي مودي له پاره د سياست په ځاي د سياسي خرافاتو او سياسی افسانو په اساس عمل کيږي. سياست کونکي او واکمن هم خپله بي وسي، خپله بي کفايتی... په همدي سل ځله ناکام شويو اصولو پټوي او ملامتي په نورو وغورزوي او دلته سياسي خرافات او سياسي افساني د سياسي فرهنگ يوه نه جلاکيدونکي برخه گرذیدلې او د تشويش خبره داده چي په ځوان نسل کي يي هم پياوړې نښانې او پياوړی تاثير ليدل کېږي.

انساني بيداري

ځوانه،  ته په زړورتوب سره واکمنو رواجونو او خرافاتو ته شا وروگرزوه. په ځان باور ولره اوپه ځان باور به په ډاډه توگه د بريو په لور د تا لارښوونه وکړي. ته،  ديوه ازاد وگړی په توگه ازاد فکر وکړه، هغوي چي د تا دا ازادي اخلي پخپله غلامان دي اوهغوي چي په خپله غلامان وي د نورو په غلامي نه ځوريږي.

ته،  له دي حالته ځان راوباسه او ته ددي حالت په وړاندي بغاوت وکړه او له دي مه ډاريږه چي باغي درته ووايي. روشنگري د خرافاتو او دگمونو په ضد د انسان د بغاوت پايله ده. بغاوت د انسان ذاتي خصوصيت دی او انسان هميشه د ظلم او تياري په ضد بغاوت کړي. د انسان تاريخ د ظلم،  تيري او د فکري غلامي په ضد د بغاوتونو تاريخ دی او د مقاومت په شان بغاوت هم د انسان حق دی. دا يوه تاريخي تراژيدي ده. دا دنسلونو تراژيدي ده چي يوه ډله د خرافاتو په بنياد په ټولنيز ذهنيت اوټولنيز تفکر واکمني کوي. دا بي له شکه د پوهي اوعقل ماتي ده.

ځوانه،  ته په هغه زمانه کي ژوند کوي چي د انسان او د انسان د ازادي په وړاندي دگمونه او جزمونو يو په بل پسي ناکامیږي، لويږي اوماتيږي. عقل د دگمونو له اسارته او ذهن د تاريکي له غلامي راوزي او دانديښني ازادي په پرله پسي توگه يو په بل پسي بري ترلاسه کوي او دا انسان ته امکان ورکوي چي په خپل برخليک واکمن شي. د موږ دوران د انسانانو د بيداري دوران دی. د موږ دوران له هغوځواکونو د ژغورولو دوران دی چي انسان يي د خپل فکري ځواک له پيږندني محروم کړی دی.