08.12.2016

دستگير روشنيالی

د بشري حقونه انقلاب تر ټولو لوی انقلاب - د ما او تا انقلاب او د هر انسان انقلاب

بشري حقونه،  د ما او تا حقونه

بشري حقونه،  د هر انسان حقونه

په دوهمه نړيواله جگړه کي د نژادي، ديني، سياسي... لاملونو په بنياد له پنځوسو ميليونو زيات انسانان ووژل شول. په جاپان کي يوه امريکايي اتمي بم د اته سوه زرو انسانانو ژوند واخيست. دي پيښو په کلکه انساني وجدان ته ټکان ورکړ او د بشري حقونو د ساتلو انديښنه يي په ساري توگه پياوړي کړه.  بشري حقونه د انسان پالني د انديښني وده او پراختيا دی او نه بايد په نژادي، مذهبي، جنسي اوفرهنگي دليلونو انسانان له حقونو محروم شي.

انسانان او په تيره بيا ښځه  دهغو دودونو، اصولو، ارزښتونو... قرباني دي، کوم چي بشري حقونو ته نسبي او محلي بڼه ورکړي او د واکمن فرهنگ تابع يي وگرزوي. پداسي حال کي چي د بشري حقونو په اعلاميه کي د انسان حقونه نړيوال او نه ويشونکي تعريف شوي دي، کوم چي  نه د فرهنگ، نه د قوم، نه د نژاد، نه د دين، نه د ايديولوژي ... په وسيلو نسبي او محلي کيداي شی او نه هم په دي معيارونو ويشل کيږي.

د بشري حقونو اعلاميه  نه انسانان په اصل او فرع ويشي او نه هم انسانان په اصل او کم اصل له يو بله جلا کوي. بشري حقونه نه شرقي دي او نه غربي،  بشري حقونه نه امريکاي دي او نه چينایي.    همدارنگه بشري حقونه نه اسلامي دي او نه عيسوي... د بيلگي په توگه د بشري حقونو د اعلاميي په يويشتمه ماده کي ويل کيږي:

هر څوک حق لري، په خپله او يا په ازاده توگه د ټاکل شوو استاذو پوسيله د خپل هيواد په حکومت کي برخه واخلي...”  د بشري حقونو د اعلاميي دا حکم څه ډول  امريکايي او يا چينايي او يا هم اسلامي او عيسوي کيداي شي؟  دا حکم د ځمکي د کري د ټولو اوسيدونکو انسانانو د ارادو اوغوښتنو انعکاس دی.

د بشري حقونه انقلاب تر ټولو لوی انقلاب، يو نړيوال انقلاب او د هر انسان انقلاب

بشري حقونه يو لوی او نړيوال انقلاب دی.  يو پياوړی، يو ورو، يو بريالی، يوله هر ډول خشونت خلاص او يو شا ته نه گرزيدونکی انقلاب، کوم چي د هر انسان او انساني کرامت درناوی او ساتنه کوي. دا انقلاب پيل شوی، دا انقلاب پايلي لري. بشري حقونو د ټولو نړيوالو د پاملرني په مرکز کي دي او نن بشري حفونه  د دنيا تر ټولو مهمه موضوع دی. نن همدا بشري حقونه دي چي دولتونو او حکومتونو ته مشروعيت ورکوي.

 له دي انقلاب سره ضديت د هري ورځي په تيريدو سره په شا تگ ته اړکيږي او دا انقلاب به هرومرو د انسانان او په ځانگړي توگه د ښځو په ژوند کي  ژورو بدلونونه را منځ ته کړي او همدا انقلاب به  انسان ته انسانيت ، کرامت، شخصيت، هويت او درناوی را وگرزوي.

بشري حقونو د اول ځل له پاره انسان ته دا امکان ورکوي چي د تبعيض  په وړاندي د دولتونو بي تفاوتي چلنج کړي او يو په بل پسي تابوگان او افسانوي محدوديتونه مات او بي باوره کړي.  بشري حقونو د برابري له پاره د انسانانو مبارزه نړيواله کړي او ټول انسانان حق لري چي يو ارزښت لرونکي ژوند ولري.

بشري حقونه  د انسانانو د برابري انقلاب دي، په کوم کي چي يو انسان له بل انسان برتر نه دی. انسانان يو شان حقونه لري او ښځه هم انسان دی. انسان يو نړيوال مفهوم دی. انسان بي له دي چي د ځمکي د کري په کومه برخه کي ژوند کوي، په کومه ژبه خبري کوي او د کوم دين پيرو دی د لويې انساني کورنۍ يوغړی شميرل کيږي.

د بشري حقونو د اعلاميي په اوله ماده کي ويل کيږي:

ټول انسانان ازاد خلق شوي او په کرامت او حقوقو کي سره برابر دي. دوي د عقل او وجدان څښتنان دي او يو د بل په مقابل کي بايد د ورورگلوي په روحيه رفتار وکړي

د بشري حقونود اعلاميي په پنځمه ماده کي ويل کيږي:

هيڅوک د شکنجي يا ظالمانه غير بشري يا توهين کونکي معاملي يا مجازاتو موضوع کيداي نشي

همدا بشري انقلاب کولاي شي په ټولنه کي د انسان او انساني کرامت ضد دودونه، اصول... بي باوره کړي،  له ټولنيز چلند يي و باسي او فرهنگي ځانگړتيا ورڅخه واخلي.

 دا انقلاب د انسانانو تر منځ گډ حس او گډي غوښتني پياوړي کوي او هغوي سره نږدي کوي چي د فکرونو او تگلارو په مرکز کي يي انسان دی. دي انقلاب ډير شيان له بنياد بدل کړي او بدلويي او د هرځانگړی انسان له شخصيت او هويت سره مرسته کوي او ددي انقلاب بری د دموکراسي په واکمني کي ده.

نړيوال کيدل د بدلونونو په يوه پياوړي منبع بدله شوې ده. نړيوال کيدلو نه يوازي سياست، اقتصاد، فرهنگ ...بلکي د وگړو ذهنونو او چلندونه يي هم په ژوره توگه متاثيرکړی دی. که شلمه پيړي د برابري غوښتنو د پيل پيړۍ وو، يوويشتمه پيړۍ به د برابري د عملي کولو پيړۍ وي.  نن انسانان د گډو ارزښتونه او حقونه په بنياد د بل هر وخت په پرتله يو بل ته نږدي شوي دي.  دي حالت بشري غوښتنو او حقونو ته نړيواله ځانگړتيا ورکړي ده او هيڅکله په دي برخه کي بدلونونه د نن په شان چټک او ژور نه وو. نړيوال کيدل پيل شوي، مخ ته ځي او هيڅ ځواک او هيڅ هيواد يي مخه نشي نيولاي. بريالې هغوي دي چي له دي منځ ته راغلی حالت سره ځانونه عيار کړي.

له اختلافونو او توپيرونو ډکه دنيا د انساني ارزښتونو واکمني ته ضرورت لري

 په دنيا د ژوند کولو د يو شان سبک د تحميل کولو او د انسانانو د  يوهويتي کولو وخت د هميشه له پاره تير شوی او بيا نه راگرزي. همدارنگه په دنيا کي انسان نور په هيڅ وجه د يو هويت لرونکی نه دی او انسان له يو هويتي را تير شوی او دڅو هويتونو مجموعه دی.  دلته نور انسانان په ښه او بد، تور او سپين .... نه ويشل کيږي او  په طبیعی توگه يو فرهنگ،  يو هويت، يو دين، يوه ايديولوژي... نه د انسانان غوښتنو ته ځواب ورکولاي شي او نه د دوي تر منځ عدالت تامين کولاي شي.  د ټولنيز ژوند دا پيچيلی او څوگونی جوړښت په ټولنه کي د نويو ارزښونو د واکمني غوښتنه کوي. هغه ارزښتونه چي د انسانانو تر منځ برابري ته ځواب ووايي، هغه ارزښتونه چي د انسانانو د حقونو برابري په کي موجوده وي اوله  انسانانو سره يو شان چلند وکړي او دا انساني ارزښتونه دي.

بشري حقونه د هيڅ چا سوغات نه دي

بشري حقونه دهيچا، د هيڅ زورور، دهيڅ تنظيم، د هيڅ سياسي گوند او دهيڅ دولت  مالکيت نه دي او نه بشري حقونه په دي چوکاتونو کي ځايږي.  بشري حقونو درايه گيري موضوع هم نه دي.  څوک له ټولني پوښتنه کوي چي انسانان دي  حقونه ولري او که نه،  د بيان ازادي دي وي او که نه.  څوک له ټولني پوښتنه کوي چي د ښځو په ضد دي تبعيض وي او که نه.  څوک په دي رايه اچوي چي ښځه دوهمه درجه انسان دی او که نه،  څوک په دي رايه اچوي چي ښځي د زده کړه وکړي او که نه...  دا حقونه دي او هيڅکله  په دي هکله رايه نه اچول  او نه د چا له خوا  په سوغات ورکول کيږي.

بشري حقونه او دموکراسي

په هغه ټولنه کي چي ټولنيز واحد قبيله، قوم، مذهب... وي نه دموکراسي پلي کيږي او نه د بشري حقونو درناوی او مراعات کيږي. د دموکراسي هسته فرد او فردي ازادي دي. انسان هم فرد او هم ټولنيز موجود دی. انسان د فرد په توگه بايد ازاد او خپلواک وي او انسان د ټولنيز موجود په توگه له نورو سره د برابرو حقونو په درلودلو سره د ټولنې او سياست په کار کي گډون وکړي. په دي برسيره فرد يو سياسي او حقوقي مفهوم هم دی او د فرد سياسي ځانگړتيا په دي کي دی چي په سياست او سياسي پريکړو تاثير او نفوذ ولري.

بشري حقونه او دموکراسي له يو بل نه جلاکيدونکي مفهومونه دي. دا دوه د يو بل تکميل کونکي دي. بشري حقونه د دموکراسي په واکمني کي پلي کيږي او دموکراسي د بشري حقونو په درناوی او مراعات کولو کي استحکام پيدا کوي.

 د بشري حقونو نه مراعات کول او هغوي ته درناوی نه کول د بشري حقونه ملامتي او يا د هغوي نيمگړتيا نه دی. دا د هغوي ملامتي او گناه دی چي له بشري حقونو بده گټه و يا سؤ استفاده کوي.

بشرې حقونه د غرب مالکيت نه دی

د عدالت د تامين کولو په کارکي د بشريت تاريخ او په تېره بيا د وروستيو درو پېړيو تجربې ددې حقيقت څرگندونه کوي چي د بشري حقونو له مراعات او درناوی پرته د عدالت تامين کول يو ناممکين کار دی. همدارنگه د عدالت او په تېره بيا د " ټولنېز عدالت" د خوندي کولو له پاره انقلابونه، پاڅونونه، شورشونه، جنگونه، شورشونو، کودتا گانې شوې. د فرانسې  انقلاب  د بشري حقونو د پېږندنې او مراعات کولو په لار کي ټاکونکي رول تر سره کړ. د همدی انقلاب په برکت وو چي په اساسي قانونو کي  بشري حقونو ځای تر لاسه کړ.

په اوسنۍ نړۍ کي په هغو هيوادونو او په هغو ټولنو کي چي د عدالت پراخې او ورځنې ستونزې شته دي، د بشري حقونو مراعات او درناوی نه کېږې. په افغانستان کي د عدالت " ټولنېزعدالت" د خوندي کيدو په غوښتنه پېړې تېرې شوې او يو په بل پسي واکمنان راغلل او ولاړل، يو په بل پسي گوندونه، تنظيمونه، ډلې جوړې شوې او واک ته ورسيدې، خو په عمل کي يې نه يوازي د عدالت او ټولنېز عدالت د تامېن په لور يو قدم پورته نشواي کړاي، بلکې دوې په خپله له عدالت سره په دوښمنې کي له ځان سره پراخې، دردونکي او تاريخې  بې عدالتې راوړې.

ستونزه څه ده او  ولې د عدالت په تامين کي دومره  لويه او تاريخې بې وسې او کمزورې شته دی؟ ځواب يودی. په ټولنه کي د استبداد پالونکی فرهنگ واکمني او د بشري حقونو نه پېږندنه او د هغوي نه مراعات کول.  عدالت هغه وخت تامېن کېږې چي بشري حقونه د تگلارو جوړولو، سياستونو او قضاوت کولو په معيارونو بدل شي.

 له بده مرغه په دنيا کي ټول دولتونه، ډلې، گوندونه... بشري حقونه د يونيورسل حقونو په توگه نه پېږنې او بشري حقونو ته د نوی امپريالېزم او يا هم په دنيا کي د غرب د نفوذ د وسيلې په سترگه کتل کېږې. په خپله په غرب کي هم د ښی لاس افراطي او مذهبې کړې بشري حقونو ته د شيطان د کار په سترگه گوري.

له يوې خوا د بشری حقونو مخالفين استدلال کوي چي دا د کولکتيف په ځای د يوه ځانگړی وگړی حقونه دي چي کولکتيف کمزوری کوي او له بلې خوا ديکتاتوران، ايديؤلوژيکې او مذهبې واکمنې هڅه کوي بشرې حقونو ته نسبي بڼه ورکړې او هغه ددې او هغه فرهنگ، ددې او هغه فکري سيستم، ددې او هغه مذهب، ددې او هغو دودونو تابع وگرزوي او له بشري حقونو او ازاديو سره د هغو په بنياد چلند او قضاوت وشي.

 په طبیعی توگه په نړۍ کي متفاوت او ډول ډول فرهنگونه او مذهبونه شته دي. هغه هيوادونه چي پرون يو فرهنگي هيوادونه بلل کيدل اوس په فرهنگي برخه کي پلورالستيک بڼه غوره کوي. که بشري حقونه ددې او هغه محلې فرهنگ، ددې او هغه محلي دود، مذهب  ... په اساس تعريف شي بشري حقونه به انسانې ځانگړتياوې له لاسه ورکړې او دا د انساني فطرت خلاف کاردی.

که قوم... د بشري حقونو په معيار بدل شي؟

که قوم، مذهب، نژاد، رنگ، جنس، فرهنگ ... د بشري حقونو په معيار بدل شي له انسانانو سره په چلند کي به تبعيض Discrimination را منځ شي.  تبعيض هغه چلند ته ويل کېږې چي له انسانانو د ياد شويو عناصر په بنياد توپير لرونکی چلند کېږې. تبعيض هغه چلند دي چي د يوه په گټه او د بل په نقص تمامېږې. تبعيض په يوه ورته مسله کي له يوه لوري سره ښه او له بل لوری سره بد چلند کولو ته ويل کېږې. تبعيض په هميشنې توگه د نورو په وړاندي له منفي ذهنيت او کرکې سره تړلی يو چلند دی او دا ډول چلند په طبیعی توگه بي عدالتي منځ ته راوړي او د قانون په وړاندي د انسانانو برابري له منځه وړې.

په تبعيض کي په ډيره روښانه او ښکاره توگه د کولکتيف يا په دقيقه توگه د يوه ځانگړی کولکتيف او د هغه حقونو ته برترې ورکول کېږې او ترنورو ښه او لوړ بلل کېږې. په تبعيضي چلند هيڅکله هم د يوه ځانگړی وگړی حقونه او ازاديگانې نه  مراعات کېږې. بنسټېز لامل دادی چي دلته د قضاوت معيار د انسان په ځای د هغه هويت او د هغه بيولوژيکې او ټولنېز څرنگوالی دی. په بل عبارت په انسان د هغه د انسانيت په بنياد نه، بلکي د هغه د رنگ، جنس، قوم، مذهب او د هغه د ټولنېز او اقتصادي موقعيت په بنياد چلند کېږې.

بشري حقونه په حقيقت کي د فرهنگ، مذهب، ملت، دودونو... په پرتله يو ابسترکت مفهوم دی. هر څوک په هر دين چي وي، په هر نژاد او قوم په پوري تړلی وي، په هره ژبه خبرې کوي، په هر ملت کي چي اوسي په لمړی درجه کي انسان دی او همدا وجه دی چي بشري حقونه نسبي نه، بلکې مطلق دي. همدارنگه ويلاي شو چي فرهنگ، دين، نژاد، ژبه، ملت، قوم ... هغه څه نه دي چي د انسان فطرت بدل کاندي او يا د انسانانو د گډو انسانې آرزښتونه ځای ونيسي. که له يوې خوا په محلې او سېمېزه توگه فرهنگ، دين، نژاد، قوم، ژبه يو ځای کونکی رول لرې، خو له بلې خوا په ټولنه او د انسانانو تر منځ ويشونکي او واټن ايجاد کونکي عناصر هم دي. همدا عناصر دي چي انسانې ټولنې ويشي، د انسانانو تر منځ واټن، کرکه، ټکرونه او جنگونه منځ ته راوړې.

په افغانستان کي د فرهنگ په ځای فرهنگونه اود مذهب په ځای مذهبونه شته دي. په افغانستان کي د قوم په ځای قومونه شته دي. که قوم معيار شي دا په پراخه توگه قومي تبعيض، که مذهب معيار شي دا به مذهبي تبعيض او که فرهنگ معيار شي دا به فرهنگي تبعيض منځ ته راوې او بې له شکه به د دا ډول عمل کولو پايلې نابرابري، ټولنېز واټنونه، سياسي مخامختياوې او وسله وال ټکرونه وي.

 دا خبره څرگنده ده چي په غرب کي د دموکراسي په برکت خلک پراخ بشري حقونه او ازاديگانې شته دي. خو پوښتنه داده چي يوازي غربيان د بشري حقونو د لرلو حق او له هغو د گټې اخستلو وړتيا لرې؟ يوازي غربيان بايد د خپلواکو انديښنو او فکرونو خاوندان وي.  يوازي غربيان بايد د خپل ژوند او خپلې راتلونکې په هکله د پريکړې کولو حق او ازادي ولرې. يوازي غربيان کولاي شي له يو بل سره په برابرې کي د واک او سياست په کار کي گډون وکړې...  د افغانستان خلک نه بايد ازاد او خپلواک وې او دوي نه بايد د خپلواکو فکرونو او انديښنو خاوندان وي. دوي نه بايد له يو بل سره په برابرې کي د ټولنې او سياست په کار کي گډون وکړې. د افغانستان خلک هم دنورو انسانانو په څيرد بشري حقونو او ازاديو د لرلو او له هغو د گټې اخستلو پوره او بشپړه وړتيا لرې.

بشري حقونه  هغه گډ انسانې آرزښتونه دي، کوم چي د يوه ځانگړی وگړی په وجود کي انعکاس پیدا کوي. په بل عبارت د فرد يا د ځانگړی وگړی حقونه دي چي د بشري حقونو هسته جوړوي.