04.05.2016

بسم الله اکبري

د میړو خرپ او یا ترپ دا ګز او دا میدان

وایې ملانصرالدین ته کوم یوه کلیوال سړي لیک راووړ او ورته ویې ویل چې ملا صیب دا لیک راته ولوله ملا عینکې پر سترګو کړې او لیک یې مخې ته ونیو سملاسي یې سرو خوځاوه وویل چې دا په یوه نا اشنا ژبه لیکل شوی دی دا لیک نه شم لوستلی. کلیوال سړي ورته وویل په دا دومره غټه پګړۍ چې په سردې ده ته یو لیک هم نه شې لوستلی؟

ملا صیب سملاسي خپله پګړۍ د کلیوال پر سر ورکیښوده ورته ویې ویل که په غټه پګړۍ وي نو دادی ته یې پخپله ولوله.

دا څو کاله کییږي چې افغاني مشرانو کالیو او لباس ته زور ورکړی دی هسې انګیري چې درنښت او په خلکو کې ځان منل په لباس پوري تړلی دی چا په درجنو درجنو رنګارنګ چپنې او قره قلۍ زړي کړي ان چې د کرزي صاحب یوه چپنه  د لندن نړیوال موزیم ته هم لاره ومونده ځینو بیا ګرد او لوغونډي سپین، خړ، نصواري، تور، نخودي رنګارنګ پاکلونه پر سروي چا کږه او چاله کبره په ټنډه ایښي وي څوک بیا ډول، ډول وریښمیني لنګۍ ورسره وریښمیني خولۍ ، جګې ټپۍ او ټوپونه پر سروي.

دا ځلې ولس مشر اشرف غني د ولسي جرګې او مشرانو جرګې په ګډه غونډه او د اتوغوایانو د شرغوبل لمانځغونډه کې د تیره وال ټوپ سره نیغه شمله پري ایښي وه په زړه پوري دا چې کله به یې په تودو احساساتو او غوسه خبرې کولې په تالار کې ناستو ګډونوالو د چک چکو په کړسهار کې به دولس مشر نیغه شمله هم خوزیده. زما موخه په داسې سترو غونډو کې خپل ایډیال او سیاسي تفکر او اندیښنې په بلاغت او وضاحت سره بیانول دي داسې حرکات او سکنات چې ناست برخه وال هرومرو چکچکې ووهي لکه چې ځیني غوړه مالان په کې تخصص لري د وینا اصلي او اهم ټکي په کې ورک شي. چیغي وهل له ناورین وروسته هیڅ درد نه دوا کوي په وطن کې ناخوالې، نادودې او غمیزي دومره ډیرې او پراخې شوي دي چې د کاواکه او ترینګلي حالت کابو کول او امن رامنځته کول سالم، جدي تدبر او کلک تحکم غواړي. وایې چې د امیر عبدالرحمن د واکمنی په دوران په اندړو کې یو ملا چې بوډا شوی هم و  د عبدالرحمن سره سخته دوښمني درلوده او هغه به یې په سختو ټکو غانده او میرغضب یې باله. عبدالرحمن پخپل سخت او جدي دسپلین کې لا د میرغضب نه هم څو ګوتې پورته و او په دې ډول یې پیاوړی او غښتلی ځواکمن مرکزي دولت رامنځته کړی و. خبره د ملا په اړه ده چې په ښکاره یې په هر ځای کې د عبدالرحمن پر ضد ویناوې کولې . امیر عبدالرحمن ډیرې هلې ځلې وکړې چې ملا صیب ونیسي او سزا ورکړي خو ویې نه شوای کړای. خو ملا د بوډاتوب او زړښت له کبله پخپل طبیعي مرګ ومړ او جنازه یې خاورو ته وسپارل شوه. امیر عبدالرحمن د ملا صیب له مرګه خبر شو او د هغه د مقبرې د ځای ځای ګي د معلومولو لپاره یې جاسوسان ولیږل. په پوښتنه پلټنه یې د متوفی ملا صیب مړستون پیدا او په نښه کړ. کله چې جاسوسان د امیرعبدالرحمن حضور ته راغلل د ملا د مقبرې په اړه یې راپور وړاندې کړ.

څه موده وروسته یې بله ډله ولیږله او جدي دستور یې ورکړ چې د ملاصیب مړۍ له قبره راوباسي او ویې سوزوې. د عبدالرحمن حرفوي جلادانو او استازو د امیر ورکړ شوی دستور پلی کړ. د ملا جسد یې د اور په لمبو کې خاورې ایرې کړ. یو چا له امیره وپوښتل چې د مړي له سزا دې موخه څه ده؟ امیر ورته وویل چې په دغه سزا نور ملایان ویروم چې زما له دوښمنی لاس په  سر او عبرت واخلي. بله موخه مې داده چې د نوموړی ملا د قیامت په ورځ په روغ بدن له قبره راپورته نه شي او د الله پاک حضور ته شکایت ونه کړي. عجیبه لا دا ده چې همدغه میرغضب امیر ته چې ډیری هزاره جات یې قتل عام او کافرستان یې نورستان کړ د هغه وخت ملایانو، حضراتو او سیدانود ضیا الملت و الدین لقب ورکړ. امیر د خپل ځان دوښمن ته لا په قبر کې سزا ورکوله. نو هغه جنایتکاران، لوټماران او سخت زړي ترهګر چې د پنجاب او استکبار په دستور او ډالرو افغان مظلوم ، مسلمان او بې وزله ولس وژني کور، کلی، حجره، دیره ښوونځۍ، پوهنتون، ټولګټي تاسیسات ورانوي په ماشوم، تورږیري، سپین ږیري، سپین سري او تنکیو ماشومانو په پستو ستونو چاړې او توري راکاږي او ډله ییزي وژنې رامنځته کوي د داسي خدای دوښمنه او اسلام دوښمنه ځناورو په وړاندې د اشد مجازات پرته بله سزا نه شته. په دې هکله عدلي قوانین او شرعي احکام پوره صراحت لري. مجرم او غیرمجرم باید واقعا تفکیک شي. هسې نه چې په وچو پسې لمده هم وسوزوي. د طالب او یا د ترهرګر په پلمه کلي او بانډې ورانې او بې ګناه ولسونه په بې رحمی او قساوت ووژل شي. له بده مرغه ورته عملیات زیاتره د پښتنوپه کلیوالو او بې وزله سیمو کې د کورنیو او بهرنیو وسله والو ځواکونو له خوا تر سره شوي او زړه بوږنوونکي ناتارونه او خونړۍ غمیزي یې رامنځ ته کړي دي چې دا هم نه بښونکی جنایت او مرتکبین یې باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

ترهګر او د هغو ځالې او روزنځایونه هر چا ته ښکاره او تثبیت دي؛ خو سزا زموږ بې وسه او غریب ولس او کلیوال ویني.

زما په اند په غټه پګړۍ کې د ولس مشرغوږکڼونکي چیغي هیڅ درد او ټپ نه دواکوي او که بیا غوسه ناکې چیغې اغیزمنې وي هغه یې باید په خورا جسارت د جان کیري د خصمانه وساطت او خپل سري تحکم په وړاندې ایستلي وه . افغان کړیدلی او غمیدلی ولس ملي تدبر، سلیم تعقل او عملي هاندو هڅو ته اړتیا لري نه غورو، پرواو تش هوایي ډزوته. وګورو چې دا ځل دپاکستان په وړاندې زموږ دوه سري او که دوه کیري مشران څه کوي.

ګل سوری، سوری کړم له اغزونه څه ګیله ده

خپل په اورو وسوم له پردونه څه ګیله ده

د سولې د ټینګښت په هیله

۲۸/۴/۲۰۱۶