24 جولای 2015
دستګیر روشنیالی
ځوانان- ځواني په پرونيو خوبونو مه خرڅوی
ځوانه، د پرون په تکرار له خوبه مه را پورته کيږه، نن بله ورځ ده!
د نسلونو تر منځ توپير د عمر توپير دی او په مسلسله توگه ځوان نسل د زاړه نسل ځای نيسي. د نسلونو تر منځ د چين ديوال نشته دی. نسلونه د ژوند د هميشه روان سيلاب يو په بل پسي او يو د بل جوړونکي برخي دي. هر نسل خپلي بریايوی او خپلي نيمگړتياوي لري، خو د ننی نسل بري او نيگړتياوي به د ننيو امکاناتو په معيارونو سنجول کيږي. که ځوان نسل تر شنه اسمان لاندي ځان ته ځای غواړي. دا کار په انتظار او د حالاتو په وړاندي په بي تفاوتي نه کيږي. ځوان نسل کولاي شي يوه نوې دنيا جوړه کړي. له بده مرغه دا هم ځوان نسل دی چي شا ته د ټولني د گرزولو په ړنگونکي او وژونکي وسيله بدل شوی. همدا اوس اوس د ځوان نسل يوه برخه ده چي منځنيو پيړيو په لور د ټولني د ورگزرولو هڅه کوي.
ځوان نسل د موجود حالت مسؤليت نه لري. خو ځوان نسل بي له شکه د موجود حالت دبدلولو او د نيکمرغي په لور د ټولني د لارښووني وړتيا او ځواک لري او که دا کار و نه کړي دا نسل هم په پرونيو ناخوالو کي ځان ورگډوي. که ځوان نسل خپل فکرونه او انديښنې خپلواکي نه کړي او د نړۍ له نويو واقعيتونو او د زماني له غوښتنو سره ځان عيار کړاي نشی یو ناکام نسل به وي .
ځوان نسل يوازی د عمرپه اساس له زاړه نسل په را جلا کولو کي نه دی. ځوان نسل بايد د پوهي، ابتکار، مهارتو نويو انديښنو پوسيله ځان له زوړو او زاړه نسل را جلا کړي. د ځواني ځانگړتيا د فکرونو په خپلواکي، په خلاقيت او نويوالی “ نوآوري” کي دی او د خلاقيت ځانگړتيا په هميشنی حرکت، بدلون او وده کولوکي دی. خلاقيت بايد د زماني د غوښتنو سره سم حرکت او بدلون ومومي او وده وکړي. چوکات شوي فکرونو او کرل شوي ذهنونه نه د خلاقيت وس او ځواک لري او نه هم دا د ځواني ځانگړتيا دی. ځواني يوازي خلاقيت کي هم نه دی. ځواني په واقعيت د خلاقيت په بدلولو کي دی. خلاقيت د نويو انديښنو ايجاد دی او نويوالی “ نوآوری” په واقعيت د همدي انديښنو بدلول دی. د ځوان نسل بری د نوې دنيا په لور د نويو دروازو پرانستل دي.
د ځواني ځانگړتيا د په انرژي او زور کي نه دی. په طبعيت کي پريمانه انرژي او زور شته دی. سيلابونه د انرژي او ځواک منبع دی. زلزله کولاي شي غرونه، هيوادونه... وښوروی او کلي او ښارونه تباه کړي. د ځواني انرژي د نوی دوران په جوړولو او د پرمختگ په لورد ټولني په لارښوونه کي دی او ځوان نسل د شا تگ په ځای د پرمختگ يو موتور وي. د ځواني ځواک او انرژی په دي کي وي چي څومره ځوان نسل کولاي شی ځان د افسانو او خرافاتو له اسارته ژغورلی شي. که زوړ نسل د تاريخي لاسته راوړونو او ارزښتونو ساتونکي دی ځوان نسل د ښې راتلونکي له پاره د نويو ارزښتونو د ايجاد مسؤليت لري. ځوان نسل د فکر کولو له پاره پراخي انگيزي او بی شماره موضوعگاني لري او دا کار بدلون منونکی ذهن او خپلواک فکرغواړي.
ځوانه، ته له ما سره د عمر او انرژی په بنياد سيالې مه کوه!
ته له ما سره د پوهي، ابتکار، مهارتونو او د نويو انديښنو په ايجاد کي سيالې وکړه!