07.06.2015

اکبر کرگر

ملي اواخلاقي ارزښتونه او بحرانونه

۱- ارزښتونه څه ته وايي؟

څيړونکي د ارزښت او ارزښتونو مفهوم په بيلابيلو ساحو او حوزو کې کارولي شي. دا چې په ډېرو ساحو او څو بعدونو کې د هغې مصداق پلټل کيږي په خپل ذات کې دپيچلتيا اوابهام سبب کيږي . په عمده توگه په درې گونو برخو اويا ساحو کې په دې مساله بحث کيږي . لکه اقتصاد ، ټولنه او فرهنگ  . خو هغه څه چې تر زياته حده زموږ د بحث پورې اړه لري فرهنگ دی . د فرهنگ ارزښتونه له ټولنې او په ټولنه کې د انسان سره نږدي تړاو لري .

ارزښتونه د عقايدو ، باورونو په بنسټ يو ډول دوامداره او د زيات وخت له پاره د انسان په ذهن کې په يوه شي اويا دستور باندې ثابت درېدل  اوټينگار دی .په ټولنه کې د افرادو کلي ماډلونه جمعي حکمونه اوکرداري عادات د ټولنيزو ارزښتونو جوړوونکي دي .دا ارزښتونه عموما له شخصي ،فرهنگي اوقضايي ارزښتونو څخه جلا نه دي .په دې لړ کې هغه ټول ارزښتونه چې يوې ټولنې يا ټولنيزې ډلې پرې توافق کړي وي راتللي شي .

د فرهنگي چلندونو اومخامخ کيدنو يومعيار د ادی چې د ټولنی غړي يو له بله ځينې هيلې اوغوښتنې لري .دا غوښتنې له يو فرهنگ نه تر بل هغه پورې توپير لري .فرهنگي چلندونه اومقابلې د ېوې ټولنې د فرهنگ پورې اړه لري اوبيلابيل شکلونه هم لري چې له هغې جملې يو چلند يې ارزښتونه دي .ماروين اولسون په دې برخه کې څلور عنصره عمده بولي :باورونه ، ارزښتونه ، چلندونه اود هغو تخنيکي مسايلو څخه عبارت دي  ۔ياداسې هم ويلي شو چې ارزښتونه هغه ژور احساساست دی چې د ټولني غړي پکې شريک دي ۔دغه احساسات غالبا هغه اعمال اوچلندونه دي چې د ټولنې د وگړو کړنلاره ټاکي ۔په هره ټولنه کې د ټولنې فرهنگي مقولات اواخلاقي مفاهيم  ،معيارونه با ارزښته بلل کيږي .د ځينو له نظره ارزښتونه د قضاوت اوپيژندنې له پاره د معيار په توگه هم ياديږي چې له عقايدو سره توپير لري .ارزښتونه هم د احساساتو برخه وي اوهم د شناخت اومعرفت ټولگه کيدای شي .

د بحث په دې برخه کې اړه ده چې د سننو اوارزښتونو په مشخصاتو لږه رڼا واچوو. د سننو اوارزښتونو توپير په دې کې دی چې سنتونه له ديني پلوه يو اسماني حقيقت اوسپيڅلي صبغه لري . د نويو اوپرله پسې افاضاتو لاره ده  چې د زيات تکرار په وجه د عاداتو په توگه را برسيره کيږي اوپه گډ او ټولنيز ذهنيت کې يا د ټولنې په روان کې ځای نيسي . د انسانانو دا ډول تگ اوچلند نه شي کولای د چلندکوونکو له کړنو څخه گوښې اوبې اړېکې وارزول شي .

همدارنگه ارزښتونه ،اداب اورسوم هم يو له بله سره اړيکې لري . ارزښتونه داسې معيارونه دي چې د ټولني په کلي فرهنگ کې ځای نيسي اوټولنې ته مانا اوهويت ورکوي . چې د هغو د مشخصاتو له مخې پيژندل کېږي . د مثال په توگه پښتانه د ميلمه پالني اوازادي غوښتنې ،ميړاني  اوپه مجموع کې د پښتنوالي په کودکس باندې وياړي اود هغو ټول د ارزښتونو ټول بولي . له بلې خوا ارزښتونه د شخصي قضاوت پورې اړه نه لري . بلکې د افرادو تر منځ نږدي اړيکي د خلکو په منځ کې له ارزښتونو سر ه ملگرتيا اوپه دې لار کې د تداوم له رعايت څخه عبارت دي خو رسوم اواداب د ټولنې د ټولو وگړو تر منځ عادي اوگډ خصلت دی ، د ټولو ارزښتنو سره درجه بندي کيږي اوهر فرهنگ ته ځانگړنه ورکوي .

په انگريزي کې ورته Valuesاوپه ځينو مواردو كې ورته Norms،هم وايي .يا په بل عبارت ارزښتونه هغه معنوي اصول دي  چې يو شخص يا ټولنه له هغو څخه  د يوهدف د ترلاسه کولو په موخه خاصه تگ لاره غوره کوي اود هغو پر اساس پر مخ ځي . په ټولنه کي کلي تگ لارې چلندونه ، مودلونه ، نمونې اومثالونه د دې سبب کيږي چی هغه د شخصي اوفرهنگي ارزښتونو بيلگې شي. داسې چې په جمعې توگه د ټولو له خوا ومنل شي  .په محدوده مانا کې کله هم د فرهنگي اخلاقي اوديني ارزښتونو يادونه هم کيږي . چې دا هم د يو ډول ټولنيز يووالي اوبيا د هغو د منل کيدو  اوپراختيا سبب کيږي . په دې اساس عدالت ، انسان دوستي  يو ټولنيز ارزښت دی .

ارزښت د عقيدي اوباور ونو په بنسټ يو ډول دوامداره اود زيات وخت له پاره د انسان په ذهن کې په يو شي يا دستور باندې ثابت دريدل هم دي. کلي مادلونه جمعي احکام اوکرداري عادتونه ټولنيز ارزښتونه جوړوي. دا ارزښتونه عموما له شخصي , فرهنگي اوقضايي ارزښتونو نه جلا  نه دي . په دې کې هغه ټول ارزښتونه راتلای شي  چې يو ه ټولنه يا ټولنيزی ډلې پری توافق وکړي يا يې کړی وي .

ومو ويل چې ارزښت يو داسې مفهوم دی چې زياتره څيړونکي  ورته په بيلابيلو ساحو اوحوزو کې پام کوي  ،چې دا پخپله د ابهام اوپيچلتيا سبب کيږي .په ټولنيزو پوهنو کې د ارزښت مفهوم بيلي بيلي مانا وي لري چې په درې درجو کې پرې بحث کيږي . لکه اقتصادي ارزښتونه ،ټولنيز ارزښتونه اوفرهنگي ارزښتونه . خو د ويليام رامونډ په قول په دوه اصلي اواساسي مانا وو کارول کيږي . چی يو يې ټولنيز ارزښتونه نوميږي او هدف يې هغه ارزښتنا ک اوگټور شيان دي چې ټولنه پري پام کوي اوهغو ته د رسيدو اوتر لاسه کولو له پاره هڅه کوي . په دويمه مانا ارزښت د مختلفو چارو په باره کې يو اخلاقي قضاوت کول دي . چې هغو ته فرهنگي ارزښتونه ويلي شي . 

۲- د ارزښتونو فلسفي –ټولنپوهنيز بنسټ :

 د ارسطو په نظر په انساني عاداتو کې د فضيلت لرل يو صفت دی اوهم په خاصو مواردو کې د عمل کولو يو خصلت دی . خو نن ورځ د فضيلت مفهوم زياتره په اخلاقي مواردو کې کارول کيږي . هغه څوک د فضيلت خاوند گڼل کيږي چې په مثبته ډول د اخلاقي ارزښتونو مراعات کوي . خو ارسطو د فضيلت مفهوم د انسان د ستر توب اودلويوالي سره معادل بولي . هدف يې دا دی چې د فضيلت له کليمي څخه اخلاقي مفهو م نه اخلي . د ارسطو په نظرد فضيلت خاوند کيدل د دې مانا لري چی د يو لړ کمالاتو خاوند واوسو ، داسې کمالات چې يو لړ يې هيڅ د اخلاقي ارزښتونو سره تړاو نه لري . ان تر دی چې دغه نظر د نيکو ماخوس اثر تر پوښتنې لاندې راولي ،ځينې مفکرين باور لري چې دا يو اخلاقي اثر نه دی يا د اخلاقو فلسفه نه ده . داسې تصور هم موجود دی چې کوم اخلاقي صفات چې د نورو له گټو اومنافعوسره تړاو لري مانا نه لري . ارسطو څو اساسي فضيلتونه يادوي : يو څوک چي زړور دی هيڅ کله پرې ډار غلبه نه کوي زړور سرتيری د خپلو ملگرو د ژغور له پاره له ځانه تيريږي . ډار نه شي کولی هغه تنبلۍ ته را وبولي . اعتراض کوونکي د دولت پر ضد د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو له پاره کلک دريږي . اوخپل نظر وايي ان زندان ته درومي يا يو څوک چې خپلې پيسی يو چاته ورکوي چې ورته اړ دی دا هم يو فضيلت دی . خو ارسطو د دوه ډوله فضيلتونو تر منځ توپير کوي . 

اخلاقي فضيلت اوعقلاني فضيلت .

اخلاقي فضيلت لکه اعتدال چې د زده کړي له لاري تر لاسه کيږي اوپه عادت بدليږي . په عقلاني فضايلو کې له تفکر اويا فکر نه کار اخيستل کيږي .ارسطو په ټولو فضايلو کې گډ جوړښت ويني . فضايل د دوه قطبونو افراط اوتفريط تر منځ واقع وي چې ارسطو يې حد وسط بولي . فضيلت مندانه عمل يو منځنی اومعتدل هغه دی چې يو شخص په عملي حکمت باندي سمبال وي .

هغه څه چې د لويديځې نړۍ  ټولنپوهانو ته ډير اعتبار  لري دا دي چي ارزښتونه دعقل توليدا ات بولي . دهغو دتعريف له مخي ارزښتونه يوه اعتقادي مساله ده . چې د ټولنيزو څيړنو اويا ارواپوهنې له مخې چې صدق اوتوجيه يې امکان نلري دهغو موجوديت  کشف شي. په عين حال کې ارزښتونه دهر ډول منطقي اوهدف مند اواگاهانه کړنو  نهايي سرچينه هم ده . مارکسيستان دارزښتونو دټاکلو له پاره اقتصادي گټي اوطبقاتي جگړه ټاکوونکي بولي .  

د سنتونو  اوارزښتونو توپير په دې کې هم دی چی سنت له ديني پلوه يو اسماني حقيقت اوسپيڅلي صبغه بيانوي  او د نويو اوپرله پسی افاضاتو لاره ده · خو د ټولنپوهنې له نظره د چلند اوفعاليت يوه داسې  لاره ده   چې د زيات تکرار په وجه د عاداتو په توگه را برسيره کيږي اوپه گډ ټولنيز ذهنيت کې يا د ټولنې په روان کې ځای نيسي . د انسانانو دا ډول تگ اوچلند نه شي کولای د چلند کوونکو له کړنو څخه گوښې اوبې اړيکې وارزول شي .

اکبرن اونيمکف په خپل اثر ((د ټولنپوهنې زمينه )) کې د ارزښتونوپه باب څرگندونې لري . هغوۍ په دې باور دي چې هغه پيښه چې د ټولو خلکو په نظر د حساب اوپاملرنې وړ وي هغې ته ارزښت وايي . ټولنيز ارزښت د ټولنيزو تمايلاتو (  Attitudes) انگيزه گرځي ۔ټولنيز تمايلات هغه کلي تمايلات دي چې هر وگړی کې رامنځ ته کيږي ۔د پوهې ادراکاتو ،عواطفو اوکړنو ته په ټاکلي مسير اواستقامت کې حرکت ورکوي ۔دغه تمايلات چی د سختو عاطفې چلندونو سره يو ځای وي   عقده  ( Complex ) بلل کيږي . خو هغه تمايلات چې د درک اوپوهيدنې اړخ يې کمزوری وي خو ژورې ريښې ولري تعصب يا له وخته مخکې قضاوت بلل کيږي ۔عمومي باور اوذهنيت هغه قضاوت دی چې هم عاطفي اړخ لري اوهم له تعصبه ليري دی . که چيرې عمومي عقيده په شدت سره تعميم شي نو اوږدې ريښې ځغلولی شي اود اجتماع يا عمومي وفاق په ډول را منځ ته کيدای شي .

د ارزښتنو مساله په واقعيت کې په دوه پړاوونوکې تحليل کيږي: يو د ټولنيز وفاق له مخې اويا هغه شيان چې د فرد اويا ټولنې د فرهنگ په بنسټ ښه اوغوره وارزول شي . د ارزونې دغه شرايط د فرد له واک نه بهر دي اومنبع يې هم د فرد په نسبت بهر ده په مجرده اوانتزاعي توگه شخص د ټولنيزو ارزښتونو منبع هم ده. دا چې يو شخص د خپلو اعمالو مسووليت په غاړه اخلي ښه عملونه يې دستايني وړ اوبد يې د نه منلو وړ دی چې د شخص په نسبت دروني سرچينه لري .

سره له دې چې فرد ځانته هدفونه ټاکي خو فرهنگ په کلي توگه ځينې اهداف خپلو وگړو ته مطرح  کوي . يادونه بايد وکړو  چې ټولنيز ارزښتونه له اخلاقي پلوه د يوې پديدې د سمښت اواهميت ټاکوونکي دي . ارزښتونه د پوهيدنې وړ دي ،عاطفي د روندوالی اووزن لري اود زياتو افرادو اوډلو ترمنځ گډې وجهي لري ۔په ځينو ټولنو کې ځينو ارزښتونو ته زيات اهميت ورکول کيږي اوځينو ته لږ د ارزښتونو بدلون پر ادابو اورسومو اوسننو هم اغيزه کوي . له کومه ځايه چې ارزښتونه اوتمايلات د فرهنگ له مخې پيژندل کيږي نو له يوې ټولنې څخه د بلي په نسبت توپير لري .

خبره دلته ده چې اولسونه د خپل ځانگړي اوجلا ژوند په اوږدو کې اوپه واحد جغرافيايي چاپيريال کې اود ځانگړو تاريخي پيښو په تيريدو سره يو ډول مادي اومعنوي ودې اوپراختيا په درلودلو سره په تدريج سره ورته عادات خپلوي . ورته اداب اوذوقونه ،سليقي ،منطق اود کار سبک لرونکي کيږي .

څرگنده ده چې دا ډول ايجادوونکي علتونه خوځنده دي اود دغه خوځنده اومتحرک عواملو معلول يعنې د ټولنې روان هم خپل ديناميزم لري . لکه څنگه چې انسانان د بيلابيلو ټولنيزو چاپيريالونو کې دودې په بيلابيلو شرايطو کې بدليږي ۔  د ټولنې روحيات هم بدلون مومي .

ارزښتونه دتجاربو اومتقابلو ټولنيزو اړيکو اوچلندونو له لارې يوی نه بلې ته انتقاليږي . ځينې يې د مخکينې عمل په بنياداوځيني يې کليشه شوې يا ستيريو تايپ په ډول انتقاليږي .

سارتر له نظره ارزښتونه اواحساسات لږ پيچلي اوناروښانه دي .دهغه باور دادی چې په چټکۍ سره نه شو کولای دخپلو افکارو اواندو سره هغو ته انطباق ورکړو . هغه وايي بله لاره نشته پرته له دې چې ځان غرايزو ته وسپارو .

د سارتر ليد په دې برخه کې فلسفي هغه دی اوزيات په فرديت باندې متمرکز دی اوله دې لارې قياس ته رسيږي ۔هغه د يو ځوان مثال راوړي . يو ځوان غواړي يو کار ترسره کړي ·اوپه دې لړ كې د احساساتو اعتبار برجسته كړي ·

د مثال په توگه يو ځوان چې مور يې يو بل زوی په جگړه کي له لاسه ورکړی  دی يوازې اوبې سرپرسته پاتې ده  . ځوان له دوه ستونزو  سره مخامخ دی  يو داچي اياد هيوادنۍ جبهي په ليکو کې ځان ثبت کړي، جنگ ته ولاړ شي چې وطني دين ادا کړي او په دې ډول د خپل و رور بدل هم واخلي اوکه د مور سرپرستي وکړي . هغه ويني چې که جبهي ته ولاړ شي نو کيدای شي ژوند يې په خطر کې واقع شي  بيرته ژوندی را ونه گرځي اوکه له موره سره پاتي شي ممکن خوندي وي خو د يو ځوان په توگه څنگه کولای شي د وطن دين هير کړي له دې امله ځوان  په  دوه ارزښتونو کې د يوه دغوراوي سره مخامخ دی ،مور اوکه د وطن نه دفاع .

سارتر پوښتنه کوي  د يو احساس ارزښت څنگه ټاکل کيږي ؟. ايا هغه يې د مور په نسبت ټاکي ؟ نو عملا له مور سره پاتې کيدل .يا که څوک ووايې چي يو دوست مې دی غواړي يوڅه مالي مرسته ورسره وکړم خو دا تر هغه وخته د نه منلو خبره ده چې مرسته  ورسره نه وي شوي . کله چې مرسته وشوه  نو مالوميږي دوست ارزښت لري اوکله  چې جنگ اوجبهي ته ولاړ نه شو نو جوتيږي چې مور ورته ارزښت لري .

سارتر وايي چې داسې ويل کيږي چې ارزښتونه جدي نه دي دا ځکه چی تاسو يې غوره کوئ . د دې ځواب داسي ورکوي چې : کله چې واجب الوجود د بشر د سرپرست په نوم ليرې کړو نو يو څوک بايد د ارزښتونو د هستولو له پاره د هغه ځای ونيسي . دا چې وايي بشر د ارزښتونو هستوونکی دی نوله دې پرته بله مانا نه لري چې ژوند مخکې له مخکې بل مفهوم نه لري .

مخکې له دې چې تاسو ژوند پيل کړۍ  ژوند په خپل ذات کې هيڅ دی خو ستا سو په اوږو بار دی چې مانا ورته ورکړۍ . ارزښت بل څه نه دی  پرته له دې چې هغه څه چې مانا ورته غوره کوۍ په نتيجه کې د بشري ټولني ايجاد د همکارۍ اوتړون له مخې امکان لري .

دلته د سارتر ارزونه اوشننه كومه ټولنپوهنيزه فرهنگي هغه نه ده بلكې فلسفي اړخ يې د فرديت په مقياس پياوړی دی ·

۳- ا رزښتونه اونړيوال کيدنه :

کله چې دنړيوال کيدو په شرايطو کې فرهنگي تحولات څيړو ،پوهيږو چې د فرهنگ مرکزي هسته ارزښتونه اوروشونه دي . د تايلور د تعريف له مخې ارزښتونه اوروشونه د فرهنگ ډيره  مهمه برخه جوړوي اوپه همدې دليل موږ غواړو د يو لړ فرهنگي تحولاتو په ماهيت باندې اود هغه پايله چې له  دغو بدلونونو څخه ترلاسه کيږي خبرې وكړو ، د دې بحث يوه پوښتنه دا هم کيدای شي چې ايا سنتی ارزښتونه کولي شي په راتلونکي کې هم خپل ژوند ته دوام ورکړي اوكه له ننگونو سره به  مخامخ شي . ايا ديني معتقدات به څنگه شي ايا ديني اومذهبي عقايد به پياوړي شي اويا داچې لکه څنگه چې دمدرنيزم هدف وو له انساني ذهن  څخه به يوې څنډې ته شي ؟

نړيوال کيدنه يو نوی بهير دی چې سيمې اوجغرافيايي محلات را نغاړي اويا سيمي اومحلات نړيوال کوي . خو ددې په خوا کې كه دارزښتونو بحث دټولنپوهنې له نظره داتعريف چې وايي ارزښتونه دچارو اوعقايدو ټولگه ده چې ټولنه ورته اهميت ورکوي ۔اوپه يوه گډ ارمان بدليږي دا هم څرگنده ده چې هر ټولنه جلا ارزښتونه لري۔

خو په نوي بهير کې دارزښتونو انتقال تر سره کيږي . نوی ارزښتونه رامنځ ته کيږي يا نفوذ کوي يا جذبيږي . دټولنيزو کړنو په ترڅ کې ددغه ارزښتونو اندازې ته پام کوو، لکه کورنۍ چاپيريال چې تل زموږ دپام لاندې دی ۔

په دې اساس ارزښتونه هماغه څه دي چې دښه اوبد په نوم يې ټولنه يادونه کوي . دټولنيز نظام پايښت په ارزښتونو ولاړ دی ۔ټولنيز ثبات په ټولنه کې دفرهنگي مثالونو يا نمونو په ساتلو چې دهمدغه فرهنگي ارزښتونوټولگه ده . خو  کله چې په ټولنه کې دارزښتونو بدلون راځي بې نظمي هم ورسره راځي اوټولنيز ثبات له منځه وړي . دنړيوال کيدلو په شرايطو کې چې ايديولوژيک بعدلري اودبايد اونه بايد کلمات وکاروي، ځينو ارزښتونو ته بدلون ورکوي . نړيوال کيدل دمدرنيته په څير چې يو ټولنيز بدلون وو له  ارزښتونو سره تړاو لري .

په مدرنيته کې لکه څنگه چې په نفوسو کې بدلون رامنځ ته شو ،نړيوال کيدل هم کولي شي دارزښتي تغيراتو له پاره مهمه سر چينه وی اوکولي شي چې بنسټيز ارزښتونه بدل کړي ۔

مدرنيزم ستر بدلون راووست . انسان درنسانس مرکزي اودبحث اصلي موضوع وگرځيده ·تيولوژي گوښې ته شوه . اوکليسا خپل انحصار ورو ورو له لاسه ورکړ  نړيوال کيدل هم چې دمدرنيزم په تعقيب نړۍ په واحد کلي بدلول غواړي کيدای شي دا ډول بدلون را منځ ته کړي ۔

۴-زموږ ارزښتونه او موجوده بحرانونه :  

افغاني ټولنه چې يو ډول غير متجانسه اونابرابره هغه ده هم په عمودي اوهم په افقي لحاظ ، هم دقومونو اونژادونو دتجانس اوهم دفرهنگونو اودارزښتونو دموجوديت له مخې نابرابري لري ·له څلورو پنځو لسيزو را په دې خوا دسختو گډوډيو سره مخامخ ده . په اوسنيو شرايطو کې يا په بل عبارت داېديولوژي ددوران له پای وروسته اودتمدنونو دټکر ددوران په پيلامه کې دسختو اوشديدو بدلونونو سره مخامخ ده ۔

دژوند په هره برخه کې يو بدلون را منځ ته کيږي . هغه څه چې سياسي محور کې تر سترگو کيږي په اقتصادي اوفرهنگي قاعده کې دبدلونونو انعکاس گڼلې شي ۔دلته له جگړې اوجنگي حالت نه دثبات په لور تيريدنگ له استبدادي قدرت څخه دديموکراسۍ له قوميت اوطايفوي يا مليتي يا نژادي واحدونو څخه دملت کيدو په لور تيريدنگ دی .

موږ په داسې يو پړاو کې يو چې په يو هيوادکې اوسو خو دومره له ځانه پردي يو چې ځينې خلك  ددغه هيواد په نامه شرميږي  اويا يې نوم په رسميت نه پيژني   چې دا پخپله دارزښتونو دبحران كيسه ده . موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې په رڼا ورځ يو ناموس په عامه لاره کې وهل کيږي اوورته اور اچول کيږي . په داسې يوه ټولنه کې چې دلوې منصب خاوند په کې دگاونډي  هيواد جاسوسي  کوي·دغه جاسوسي كول يو وخت په افغاني ټونه كې دننگ اوشرم خبره وه خو دغه كسان پرې نه شرميږي ۔البته ددې حالت دبدلون په لور حرکت شته خو دا حرکت ډير ورو اوبطي دي . دلته زموږ دټولني له پاسه اسمان دتعصب اوخرافاتو ځای نيولی دی . دروغ ، غلا تير ايستل اوپه رڼا ورځ دبيت المال په بډه وهل لاسبری فرهنگ دی . دلته ديپلومونه په شوگير اوبې خوبۍ نه بلکې په پيسو تر لاسه کيږي . يو وخت مو افسانه اواوازه اوريدلي وه چې په بهر ملکونو کې خرو ته ديپلوم اودوکتورا ورکوي ددې خبرو مصداق اوعيني انطباق اوس په افغانستان کې دی ۔

د ارزښتونو  له داسې بحران نه وتل اوږودصبر  اوله زغم نه ډکه پروسه ده . دقدم په قدم ثبات سره دبحران څپې ورځ په ورځ کميږي ۔

تر مخه تردې افغانې ټولنه يو ډول تړلي ټولنه وه ·دنورو گاونډيو ټولنو سره په تېره لويديځې نړی سره يې اړېكې دومره زياتي اوچټكې نه وي· فرهنگي اوټولنيز ارزښتونه اوسنن هم په خپل دوديز ډول پاتې وو· افراد په ټوله كې ددغه ارزښتونو رعايت ته په غاړې ايښودو اړ اومستوجب ول·  دغه پروسه كه له يوې خوا دټولنيزو –اقتصادي بدلونونو سره مخامخ شوه،نوی عناصر دټولنې جوړښت ته داخل شول ،نو له چټكو سياسي بدولونو نو سره هم مخامخ  شوه ۔د سياسي بدلونو نو سره  په موازاتو كې كه له يوې خوا نظامونه اوسياسې رژيمونه اودبهرنيانو راتگ اغيزمن وو ، نو له بلې خوا يو ډول كتلوي كډوالي اوگاونډيو هيوادونو ته مهاجرت بيا  بل فكتور وو چې دټولنې پخوانې شكل يې وننگاوه · په دې ډول ډېر دوديز ارزښتونه  له يو ډول بحران او دصادراتي پانگوال نظام په رامنځ  ته كيدو سره  له ننگونو سره مخامخ شو ل · داسمه ده چې چې په دې كتلوي مهاجرت كې ډېر نوی فكتورونه لكه عالي زده كړې  دبهرنيو ژبو زده کړې  کامپيوتر ، نوی مهارتونه او نوی ليد توگي اودژوندانه دپر مخ بيولو نوی لارې چارې خپلې شوې خو ددې په خوا كې يو نوی نسل  چې كله هيواد ته راغې دگانډيو هيوادونو دټولنو ځيني منفي ارزښتونه هم دوی له ځانه سره خپل كړي  اوراوړل ·

د۲٠٠۱ كال دسپتامبر  له ۱۱ مې نيټې وروسته په اقتصاد كې لوی بدلون راغي · ټولنه هماغه ډول لگښتې پاتي شوه خو يوډول ذخيره شوې اوغير توليدې پانگه له كورونو اوجيبونو راووتله اوپه ښار كې په لويو بلډنگونو اونوې تاسيسياتو كې وبريښيده · بهرنيانو هم دافغانستان دپرمختگ په نوم څه پانگې را ايله كړې خو په  توليدې اوصنعتي سكتور كې ونه لگيدلې · دا ټول كارونه ديو ډول نا انډولۍ سبب شول چې په سطحه كې يې فرهنگي  اتموسفير له ثباته وويست · خو نوی يې ټينگ نه كړ ·

يو بل ډېر مههم فكتور چې دارزښتونو په بدلون كې رول لري هغه معاصره تکنولوژي اوپه خاصه توگه خبري اومالوماتي رسنۍ دي · په تيرو څه كم دوه لسيزو كې افغاني ټولنې مخ نه يوازې په ټولنيزه توگه دنورو ټولنو په مخ خلاص شو بلكې دټولنيزو رسنيو له لارې په بشړه توگه اوپه چټكې سره دنړيوالي ټولني پر مخ  هم خلاصه شوه · هغه قيودات او دوديز واله چې تر مخه په ټولنه لاسبرې وه په چټكۍ سره  درسنيو له لارې هم له ننگونې سره مخامخ شوه  ·

افغانستان دسولی سراب Afghanistan the Mirage of Peace په نوم کتاب ليکوالان کريس جانسن اوجولين ليزلې چې يو وخت يې په افغانستان كې په يوناما كې  كار كاوه په  خپل يادشوي اثر کې چې په ۲۰۰۴ کال کې چاپ شوی دی په افغانستان کې دنويو اوزړو ارزښتونو تر سر ليک لاندې يو بحث لري ·په دې بحث کې پر هغه بدلونونو خبري کوي چې نن ورځ ورسره افغاني ټولنه دخپلو زړو سننو ،دودونو اوارزښتونو په شتون کې  مخامخ ده ·ليکوال کيسه کوي چې دکابل په سرکونو کې کوچني جنسي گواښونه هره ورځ پيښيږي · دطالبانو پر مهال ميرمنې لا تر گواښ  لاندې وي هغوۍ له نارينه محرم پرته له کوره را وتلي نه شوې اودا بايد مالومه وايي چې دښځي سره نارينه ايا دهغي محرم يا زوی دی اوکه نه ؟ ځکه له دې پرته ورته دقدم وهلو اوپه لاره دتگ اجازه نه وه · خو له طالبانو وروسته کله چې بهرنيان دې هيواد ته راغلل ميرمني يا نجونې لويو څلور عراده  لرونكو گاډو ته خيژي اوپه ځينو داسې محافلواو مجلسونو کې گډون کوي چې الکهول هم په کي څښل کيږي  بيا دشپي ډير ناوخته دښار دسړکونو  پر سر له گاډو کوزيږي ·

دکتاب ليکوالان په داسې دوديزه ټولنه کې دلغړو فيلمونو  درواجيدو په باب هم خبري کوي چې دبهرنيو تلويزيوني چينلونو له لارې كتل كيږي  · همدارنگه نوموړې ددې ېادونه هم کوي چې دبهرنيو موسساتو دادارو مسولين له دې شکايت کوي چې هلته په اداراتو کې ځوانان دکمپيوتر اوانترنيت نه په گټه اخيستني سره لغړ مسايل گوري ·

ليکوال   ديو ه ملگري له خولې په افغاني ټولنه کې دکلتوري ټکر يا   ( Clash of Culture)په اړوند نورمثالونه هم ورکوي  هغه وايي چې زما يو ملگري له ډير سخت محافظه كار مشر سياف سره  درايور وو  ·دغه درايور  کيسه کوله چې سره له دې چې  هغه په عام محضر کې دبورقي حجاب اوستر خبري  كوي اوپري ټينگار کوی  خو په کور کې تلويزيون لري  چې لويدځي ټولنې ته پروگرامونه په كې خپريږي  اوارومرو چې حکمتيار به  هم په كور كې تلويزيون لري. دا په دې مانا چې دغه محافظه كار عناصر هم په يو ډول نه يو ډول  دلويديز مدنيت نه اغيزمن كيږي ·

نوموړی زياتوي چې دې وسايلو  ان ليرې کليو اوبانډو ته هم لاره کړي ده ·دمثال په توگه په دايکندي  کې دغرونو  اوغونډيو پر سر په ليري کورونو کې هم اوس امريکا ميشت ايراني چينلونه ليدل کيږي · دغه راز په ټول هيواد  کې خو هندي فلمونه اوسريالونه لا زيات نفوذ لري ·

دغه کلتوري ټکر نن په پراخه پيمانه په افغان دوديزه ټولنه کې رواج دی اوجريان لري ·يو وخت په ۹۰ يمو کلونو کې چې هيڅ نه ول ډير کسان به يوې ترانسيستور راديو ته راټوليدل او((دنوې کور نوې ژوند ))ډرامه به يې اوريدله ·خو نن افغانستان ديو ستر فرهنگي بدلون سره مخامخ دې · ځينې افغانان پخپلو منځو کې کښيني اوپه دې اړوند خبري کوي  هغه څه چې دبهرنۍ نړې له فرهنگي توکو سره مخامخ کيږي  وايي چې په دې عناصرو كې کوم يو يې واخلي اوکوم يو يې رد کړي . په افغانستان کې ميډيا په تېره تلويزيوني چاينلونه  اوس دټولنې په ټوله بوده تنسته کې لکه يو جال ننوتي دي . له همدي امله ځيني شيان دي چې مخه يې نه نيول کيږي · ليکوال ددې يادونه هم کوي چې دا سمه ده چې خلک بيوزلي دي اوديوې پيړۍ څلورمه برخه کلونه يې په جنگ کې تير شوي دي  خو اوس هم خپل نورمونه اومعيارونه لري اوپر هغو باندې پايبند دي ·که يو افغان له خپل يو ملگري نه پوښتنه وکړي چې کوم افکار افغاني هويت ته ډير بد اوناوړه تماميږي اوکوم ښه دی ؟ په ځواب کې به ووايي ((رښتيا،صداقت، يو والي، ملي وياړونه، غرور، له يو بل سره مرسته کول ، دپيسو په اړوند فکر نه کول، ژبه،اداب او زموږ ميلمه پالنه ډير مهم دي ·کورنۍ اهميت لري ·دامهمه ده چې دېوی کورنۍ غړي څرنگه په يو دسترخوان راټول شي ·ځوانان بايد هميشه دلويانو درناوي وکړي، خو دا سې دود نه لکه دچايو څښل  چې په دې اړوند ليکوال يوه کيسه را نقلوي په دې ډول :

يو افغان له بهر  ملک نه افغانستان ته راغلي وو بيا دکاکا کورته ورغي · هغه ورته وويل :

چای څښې ؟

افغان زلمي وويل -نه زه چای نه څښم · ايا جوش اوبه لرئ ؟

-کاکا يې په ځواب کي ورته وويل :نه جوش اوبه نه لرو.

هلک وخندل ·کاکا يې ورته وويل :  اياته افغان يې ؟ موږ لا تراوسه خپل دودونه لرو . هغه مه هيروه  اوځان په نورو هم بر مه بوله ·

مالومه نه ده چې دا ښوونه به نوره څنگه وه اونړيوال فرهنگي يرغل  به دافغانستان په فرهنگ اوارزښتونو څرنگه اغيزي ولري ، سمه ده چې وايي پيسې مهمي نه دي · خو اوس ځيني کسان هڅه کوي دسياست اونشه يې توکو له مافيا سره يو ځاې شي ، پيسي پيدا کړي · بيا په همدغه پيسو جومات جوړوي · دياد كتاب ليكوال  ديوې موسسي دکارکوونکي له خولي يوه بله کيسه کوي وايي :

 دنشه ېې توکو يو کاروباري ورته وويل چې زه بل واده کوم · داسې چې هغه يو څوک پيدا کړ اوکور ته يې مركه وروليږله اوخپله ورسره ورغی · دنجلې پلارته يې خبره ياده کړه·بالاخره دنجلۍ پلار ددې له پاره چې بهانه وکړي ورته وې ويل چې سمه ده خو ته به پنځه ويشت زره دالره ولور راکوي · دمافيا غړي ورته وويل دا سمه نه ده · پنځه ويشت زره دالر سم رقم نه دی، زه به تاته سل زره دالره درکړم ·

په دې كيسه كې گورو چې دپيسو ارزښت څومره زياتيږي · اوپيسې دلويانو له پاره ددرناوي ځای نيسي ·

همدارنگه داثر ليکوال يوه بله کيسه کوي چې دلومړۍ لويي جرگي دجوړيدو پر مهال يو شمير ستلايت تيليفونونه واخيستل شول اووويشل شول خو بيرته چا تسليم نه بلكې سترگې يې پرې پټې کړې · دتيلو په برخه کې ورته کيسه ده · پريکړه وشوه چې دورځې لس ټانکره تيل دلويي جرگي لگښت دی، خو يوازې درې ټانکره تيل لويي جرگې دلگښت له پاره لگول کيدل اونور په بازار کې پلورل کيدل ·پيسې يې دمسوولو غلو چارواکو  جيبونو ته اچول کيدلې · دا دسترگو په وړاندې لکه يوه پرده  چې تيريږي، پيښيدل ۔

په دې اساس گورو چې دارزښتونو سقوط پيل شوی دی ·دا کار هغه کسانو ته  چې نه قدرت لري اونه هم واک لري دزياتې ځورونې سبب کيږي  ·

په تعليمي برخه کې ان ډيرو چارواکو په پيسو ديپلومونه جوړ کړل  اوادعا يې دلوړو زده کړو کوله · خوپه هر صورت افغانان تاريخ لري ، فرهنگ لري اوفرهنگي ارزښتونه لري ۔

له بلې خوا  په دې فرهنگي ارزښتونو کې يوه  مساله دبډو نه اخيستلو اودعامه گټو درناوي وو.

ښه مې په ياد دې چې يو وخت بډې اخيستل دپيغور او شرم سره مساوي خبره وه ۔خو نن فرهنگ گرځيدلی دی . پخوا به چې زموږ په ټولنه کې چا بډې اخيستلي  دهغه زوی يې حرامي باله دا ځکه چې په حرامه ډوډۍ به  را لويدلو ·دا دپيغور جوگه وه ۔ 

همدارنگه جاسوسي يو بل عمل وو چې  دمخه يې يادونه وشوه  ·جاسوس په ټولنه کې په ډېر بد نامه ياديده . نن زيات معلوم الحال کسان شته  چې هڅه کوي  جاسوسي اداري پرې حساب وکړي اوله دې لارې ژوند وکړي ۔دوی داسې کسان دي چي هيڅ شرم اوحيا نه لري . دا څو محدود مثالونه دي .

لنډه دا چې درسنيو په مرسته هر ه ورځ په هيواد كې ځيني كارونه را برسيره كيږي  چې دټولنې دمثبتو ارزښتونو سره په بشپړه توگه مغايرت لري ·

يو ډېر مهم اوباارزښته اصل چې دارزښتونو دقوام اوټينگښت بنسټ بلل كيده هغه دين اومذهب وو · عام اوعادي خلك اوس هم هماغه سپيڅلي باور اوعقيده لري  ·خو ددين ټيكه دارانو له دين نه دوكان جوړ كړ · اسلام يې په بيالابيلو رنگونو معرفي كړ · ملا  چې په جومات کې په کمکۍ نجلۍ پر له پسې تېری کوي! ايا دخلكو په ذهن كې ديو عقيدي بحران دپيدايښت سبب كيږي نه ؟

ټوپک لرونكو  چې ځانونو ته داسلام ،جهاد اوازادۍ دلارې فدايان بولي  په رڼا ورځ په غلا بوخت دي ·هغه سلطاني اووقفي اوعامه ملكيتونه چې له يما نه تر ما پورې په خپل ځای پراته وو داسلام اوجهاد په نوم يې ترې كرښې تاو كړي اوشخصي يې كړي·

 په ټولنه كې وحشت اوبربريت دومره پراخه شوی چې دری ټوپکیان په دوه کلنه نیلوفر جنسي تېری وكړ!د اجنگي كلتور اويا دغه كلاشنيكوف كلچر لهكومه راغې ؟ افغانانو پهكلونو كونو ټوپك گرځولي دي  خو دسولي اودځان ساتني له پاره يې گرځولي دي · په قبايلي چاپيريال كې كه به يو چا دچا ناموس اوشتمنيو ته بد وكتل دعرف اودود له مخي به يې كورته اور اچول كيده  اوهغه به هم قصاص كيده ·خو نن نه هغه اسلام اونه هغه عرف شته دا ځكه چې جهادې فرهنگ لاسبري دی اودې اعمالو جهادي فرهنگ يعنې دغلا اوتجاوز فرهنگ سره برابر كړ ·  د جهاد د ستر نامه کاذب مدعیان، له اوږدو ږیرو سره، د هلکانو د زنګ او جامن ګډا په محفل کې تر ټولو پاس ناست وي!

ډېرو حضراتو د خدای او رسول لار پريښې او په قومي، مذهبي او ژبني تعصب پسې روان دي!

 د جهاد د وخت د کونډو او یتیمانو د لوږې او بېوزلتیا چیغې تر آسمانه رسېدلې!خو جهادي قوماندانان  ورځ تربلې زيات دپانگې اوسرمايي په خدايانو بدليږي ·

د افغانستان هيڅ واكمن په دومره بی شرمۍ اوسپين سترگئ له گاونډيو ملكونو څخه دخپلو لگښتونو پيسې نه دې اخيستي خو اوس په ارګ کې د امریکا او ایران د ډالري بوجیو د شتون خبرې را برسيره شوي  دي دا دشرم اوننگ خبره نه ده نو څه دي ؟

دفقر اوثروت ترمنځ توپير ځمكې اواسمان ته رسيدلی دی ·په لسګونه زره خلک وچه ډوډۍ نه لري؛ خو د سپیڅلو نومونو درواغجن مدعیان بلیونران شوي دي !

دین اوديني ارزښتونه ديوه دوكان په  متاع بدله شوې ·ځينو كسانو ددين نوم په ځمكه وويشت ·دين د دنیا د ګټو په وسله بدل شوی!

لنډه داچې :

کارل مارکس د خپلو ژورنالستیکی فعالیتونو په ترڅ کې په خپل وخت کې د استعمار په باب زیاتی مقالی لیکلی دی او له هغه جملی یی د هند په باب زیات څه لیکلی دی.

نوموړي  په آسیا کی د استعمار ویجاړوونکو اعمالو په تیره د هند په لرغونی سنتی ټولنه کی ډيرو ناوړو چلندونو ته ګوته نیسی او هغه په ډاګه کوی. نوموړی هغه بدبختی چې په هند باندی د برتانوی استعمار له خوا نازلې شوی د هند د ټول تیر تاریخ د بدمرغیو په پرتله لویي او سترې بولی لیکی: «خو هیڅوک ددغه حقیقت په حقانیت کی، شک او شبهه نه کوی چې هغه بد مرغی چې د برتانوی استعمار په دوران کې په هندوستان باندی تحمیل شوې په حقیقت کې بل ډول بدمرغي ده، دا بدبختی د هغه بدبختیو په پرتله چې هندوستان په ټولو تیرو دورانونو کې تحمل کړی وه دومره درنه او ستره ده چې نه شو کولی د هغه د ژورتیا جاج ولګوو.»

نوموړی د خپل تحلیل په تعقیب زیاتوی، او د آسیایی استبداد وهلی ټولنی په شرایطو کې دغه ډول استبدادی ناخوالو ته اشاره کوی زیاتوی: «زه دلته د اروپایی ظالمانه استبداد په باب خبری نه کوم، هغه استبداد چې تخم یی د برتانیا د شرقی هند کمپنی د آسیایی استبداد په شرایطو کی وکاره.

برتانوی استعمار په هندی ټولنه باندی د سختو مادی او معنوی ګذارونو سبب شو، تر هرڅه دمخه دغه استعماری استبداد د هند د لرغونی ټولنی مادی بنسټ ونړاوه، او هغه یی متزلزله کړ، او دا کار ددی سبب هم شو چې په فکری نظم کی چې له کلونو او پیړیو او دورانونو راهیسی د هند په لرغونی ټولنه کې موجود وو، هغه هم متزلزله او نسبتاً بی بنیاده او بی بنسټه کړی. هغه  په نوموړی مقاله کې زیاتوی: «..... له بلی خوا انګلستان د هندوستانی ټولنی اساسی بنسټ ویجاړ کړ. او تر اوسه یی د اصلاحاتو او نویو تحولاتو د منځ ته راوړلو له پاره هیڅ ډول هڅه نه ده کړی. د لرغونی دنیا له لاسه ورکول د نوی نړۍ له لاس ته راوړلو پرته د هندوستان د اوسنیو اوسیدونکو بدمرغیو ته ډير له غم نه ډک خصلت وربښلی دی....»

پورتني حالت زموږ په تولنه كې هم صدق كوي  ·زوړ اوسنتي تهداب نړيدلي دي داسې نړيدلي چې دنوی بنسټونو دايجاد پر ځای په كې ټوله دباور بحران ،دهويت بحران اودعقيدي بحران ، اوددې ټولو پرسر كې  دارزښتونو بحران ځای نيولی دی ·

خو اوس چې د ظلم او بي عدالتي راج چلیږي!او په دې وطن کې هر ډول ظلم، بې عدالتي، غلا، غلط کارونه، قتل، تیری، رشوت، اداري او اخلاقي فساد، د زور او زر د خاوندانو په ورځنیو کارونو بدل شوي!نومنفي  ارزښتونه له همدې ځايه خړوبيږي · اخلاقي فضيلت دخارو لاندي كيږي اودټولني اوراتلونكي نظام  انحرافات  ويروونكي اوډاروونكي خبرې لري ·خو كه سياسي نطام  دداسې حالت دله منځه وړلو له پاره دقانون تعميل اوپه ټولنه كې دقانون حاكميت پلي كول  هغه څه دي چې افغان ټولنه پكې له يوې خوا نوی اومدرن ارزښتونه خپلولای شي اوله بلې خوا له بحرانونو څخه ټولنه ويستلای شي · ملي حاكميت هم بايد دقانونيت دتعميل اودمثبتو فرهنگي ارزښتونو دودې له پاره مسولانه كار تر سره كړي ·

*

ددې مقالي  عمده ماخذونه :

۱· زمينه جامعه شناسي اكبرن ونيمكف  (اقتباس امير حسين اريانپور )

۲· اگزيستانسياليزم واصالب بشر  ·(ترجمه مصطفی رحيمي )

 &Jolyon Leslie  ZED BOOK .2005  .Criss johnson   3. Afghanistan the Mirage of Peace

۴. پيرامون استعمار ·(ماركس ،انگلس ) مجموع مقالات (چاپ پروگرس -–يادداشتها ي برگرفته شده )